د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وروستي حل په درشل کې

اصالت يار 24.01.2012 23:11

دا وخت د مسلحو مجاهدينو او امريکايانو ترمنځ سياسي خبري اترې ښي په درز کې رواني دي، داسي معلوميږي چې مجاهدينو د ديپلوماسۍ په ميدان کې هم د عسکري ميدانونو پشان سوبه ترلاسه کړي، افغان ملت پداسي تاريخي او برخه ليک ټاکوونکو لحاظاتو کې د ترقب ترصد او تحير ترمنځ د احداثو لا لهانده څارنه کوي د اميد او امل ډيوه يې بليدو ته ځان سنگاروي.
هو دا خبرې به د يوې ظالمانه امريکايي تپلي لسيزي د غم نه ډک ټغر ورټول کړي هغه جنگ ته به د پاي ټکې کيږدي چې له امله يې دوه لکه افغانانو خوږ ژوند له لاسه ورکړ.
دا وخت چې د صلحي او جوړجاړي خبرې د کاميابي په پړاو کې د اودريدو په حال کې دي ځيني طرفونه داسي ناخوښه او ليونې شوي چې د افغان ملت د ښي ورځې ليدل ورته ناشوني دي خو له نيکمرغه چې دغه او هغه جهتونه او هيوادونه لدغه خبرو لري ساتل شوي، ځکه خو ويلاى شو چې دغه خبرې کاميابي ته رسيدلي او نيژدې ده چې افغانان په خپل هيواد کې د آزادۍ لمر په خپلو سترگو وويني، ددغه خبرو په اړوند د طالب مجاهدينو يوه پخواني ديپلومات او په پاکستان کې پخواني سفير او له گوانتانامو امريکايي جهنمي زندان څخه راخلاص شوي مجاهد شخصيت ملا عبدالسلام ضعيف ويلي چې د مجاهدينو له روانو خبرو اترو څخه بايد ټول همسايه ملکونه په کلکه وژغورل شي ده د ٦+٢ هېوادونو تجربه ناکامه وگڼله او د افغانانو او امريکايانو مخامخ خبرې يې د حل مناسبه لاره وگڼله.
دا چې خبرې هر اړخيزې دي نو د حل لاره به هم شامله او هر اړخيزه وي پدې معني چې د يوې ملي اجماع حکومت رامنځ کيدو اميد او امل زيات شوي ، او همدا مناسبه لاره ده، چې هيڅ افغان طرف لدغي پروسي بهر پاته نشي، ځکه لويي او غښتلي افغانستان د ټولو غبرگون او همکاري ته اړتيا لري، دا د څو لسيزو ځوريدلي، وران شوي، افغانستان هر افغان ته اړتيا لري چې خپل ملي مسؤليت ادا او يو داسي افغانستان نړۍ او مسلمانانو ته ور متعارف کړي چې نور به دلته ورور وژنه، په زور د قدرت نيونه، د پرديو لاسوهنه او نامقدس ايتلافونه نه وي.
بلکې افغان ملت ته به بشپړ واک ورکول کيږي چې د خپلې خوښي زعامت بې له هر ډول فشار او تحميل وټاکي، او همدا د حل لاره ده، دا وخت ځيني د ضعيفو نفسونو خاوندان او يا هغه کسان چې په پرديو هيوادونو کې ناست دي او يوازې ننداره کوي له روانو برخه ليک ټاکوونکو خبرو څخه مايوسه او په تشويش کې دي او ځانونه په خطر کې ويني او پدغه خبرو د شک او شکوکو د پيدا کولو هڅه کوي، خو ددغه جنابانو وخت تير شوي اوس افغانان او نړيوال پوهه شوي چې بايد د افغانستان مسئله حل شي نو د مريضو نفسونو خاوندان دي مذبوحانه کوښښ نه کوي چې د حتمى صلحې په وړاندې خنډونه را ولاړ کړي که مري او که چوي افغانستان ته به تلپاتي صلحه راځي او دا د الله جل جلاله لخوا نه فيرزوينه ده، هغه کسان چې د صلحي په راتللو کې د ځاني گټو خطرويني ښايي لدغه ډول هلو ځلو سره جملة و تفصيلاً مخالفت وکړي. دا چې کرزي ويلي چې د هر ډول خبرو اترو واک بايد له افغانانو سره وي دا خبره سمه ده خو دا هغه وخت ممکنه ده چې افغان دولت واک ولري خو دا چې اوسني دولت واک نلري نو څنگه ممکنه ده چې خپلو کړيو وعدو ته به د عمل جامه ور واغوندي دا خو به ډيره ښه واى چې افغانان خپلو منځونو کې تفاهم ته رسيدلاي واى خو دا چې د حکومت طرف د څو طرفونو لخوا په هر اړخيز ډول تر اغيز لاندې دي ممکنه نده چې شفافي خبرې وکړي او که ويې کړي هم د عمل جامه نشي وراغوستلي بل طرف ته مجاهدين دي او دادى مجاهدينو څو ځله دا ثابته کړي چې مجاهدين په ټولو تصاميمو کې مستقل دي او د هيچا بې له الله جل جلاله د چاپروا نه لري که داسي نه وي نو مجاهدينو به په نشست امکاناتو نه واي توانيدلي چې پوره يوه لسيزه جنگ ته ادامه ورکړي، نن هغه کسان نور هم مختوري او رسوا شول چې مجاهدين يې ددغه او هغه همسايه ملک تر اغيز لاندې گڼل، که نن هم څوک حق ته نه تسلميږي دا به د هغوى ليونتوب وي.
مجاهدينو ځکه د بهرنيانو سره خبرو ته ترجيح ورکوي چې بهرنيان دا وخت د هيواد پر سياسي او عسکري وصنعه قابض دي او جنگ هم د بهرنيانو پرخلاف ادامه لري، نو خبرې هم بايد له بهرنيانو سره اوه شي او دا د مجاهدينو خواهش نه بلکې د امريکايانو او نړيوالي مؤسسي غوښتنه وه چې بايد له مجاهدينو سره سياسي خبرې اترې وه شي، او دادى تاسو ويني چې د مجاهدينو او امريکايانو ترمنځ خبرې رواني دي په لومړيو پړاوونو کې قرار لري او په عين حال کې جنگ هم ادامه لري، يوازې د کاپيسا په ولايت کې تيره اونۍ او د ٢٠١٢ کال په شروع کې شپږ تنه فرانسويان د يوه مجاهد عسکر په ډزو وويشتل شول.دا ددې معني ورکوى چې مجاهدين جنگ او خبرې يو مهال پرمخ بيايي د جنگ پاى ته رسول هم د چټکو او پريکنده عملياتو له لارې ممکن دي.
خو مونږ ، نړيوال او افغان اولس ځکه د صلحي دې خبرو ته اميد لري چې اوس خبري له سريت څخه علنيت ته راوځي ټولو ته به جوته شي چې مجاهدين څه او امريکايان څه غواړي د مجاهدينو غوښتنې واضحه دي او هغه دا چې تر ټولو اول بايد د گوانتانامو د زندانيانو په شمول ټول افغان بنديان را خوشي شي چې په مقابل کې به يې مجاهدين امريکايي او نور بهرني بنديان خوشي کوي.
دوهم دا چې امريکايې قواو به بلاقيد و شرط له افغانستان څخه وځي او يا به هم د وتلو لپاره مطلق او مقيد ضرب الاجل ټاکي.
دريم په افغانستان کې به د هر ډول لاسوهنو څخه کلکه ډه ډه کيږي او افغانان به پرېښودل کيږي چې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.
بل دا چې افغانستان کې به هيڅ ډول پردى عسکري اډي نه وي او نه به ورته د ابد لپاره اجازه ورکړل شي.
امريکايان شايد د نظامي تلپاتي اډو غوښتنه پرېږدي ځکه دا کار ممکن ندي خو ښايې امريکايان د بيلا بيلو گوندونو ترمنځ د گډ حکومت، د ښځو گډون او دا وعده چې د افغانستان خاوره به يوځل بيا د امريکا د مصالحو پرخلاف نه استعماليږي وکړي.
او دا د امريکا هغه غوښتنې دي چې وار وار يې تکرار او مجاهدينو هم وار وار ددى خبرو ترديد کړي او ويلي يې دي چې افغانستان خاوره به د هيچا پرخلاف نه استعماليږي اما په حکومت کې د ښځو د گډون مسئله به افغان راتلونکي پارلمان يا مجلس الشورى کوى او تصويبوي چې ښځو ته په کومو کومو ساحو کې د اړتيا له مخې او د افغاني او اسلامي پرنسيپونو سره سم او د ښځي د شان او شوکت سره برابر ځاى ورکړل شي.
پاته شوه د گوندونو، پرگنو او بيلابيلو ترمنځ د ملي روغي جوړى حکومت دا هم ممکن کار دي چې هره ډله به د خپل عدد او شميرى او نفوذ له مخې د قدرت واگي او منصب ترلاسه کوي که پدې پورته ذکر شويو خبرو عمل وه شو له شکه پرته به مونږ افغانان وتوانيږو چې په حقيقى معنو کې ملي او اسلامي افغان شمول حکومت رامنځ ته کړو چې د ټول افغان ملت غوښتنه ده.