د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوټين امريکا چيلنج کړه

اصالت يار 24.02.2012 18:19

د روسيې او پخواني شوروى اتحاد پخواني جمهور رئيس او د روسيې اوسني صدر اعظم ولاديمير پوتين د روسيې يوې دولتي ورځپاڼي (روسسيکا گازتا) ته ويلي چې زه به د روسيي زړه وسله په لنډ وخت کې په نويو او موډرنو وسلو بدلوم او په اروپا کې د امريکا او ناټو قواو لخوا د نصب شوي راکيټي او ضد راکيټي منظومو پرخلاف به راکيټي او ضد راکيټي پرمختللي منظومه ددي لپاره جوړوم چې د غرب لخوا نه روسيې ته متوجه هر ډول گواښ پرې منتفي کړو .
خو غربيان وايې چې په اروپا کې د دوى لخوا جوړ شوي راکيټي او ضد راکيټي سيسټم او منظومه د روسيې پر ضد نه بلکې د ايران لخوا پر اروپا د محتملو راکيټ ويشتلو پخاطر را مينځ ته شوي خو روسيه د امريکا او ناټو پدغه ډول ساده توجيهاتو او څرگندونو شک لري نو ځکه د روسيې اوسني صدراعظم او د روسيې د راتلونکو جمهورى رياست د دريمي دوري لپاره کانديد ولاديمير پوتين مسبقاً اعلان کړه چې دى به د روسيې وسلتون خامخا په موډرنو او مجهزو کمپيوټري طرز عيار او تيار کړي.
هيره دې نه وي چې د روسيي هيواد تير کال (٢٠١١) کې د دنيا د بل هر ملک څخه زياته وسله بهرته صادر کړى او په ميلياردونو ډالر يې لاسته راوړى دا وخت ولاديمير پوتين عزم لري چې د روسيې د وسلو د نوي کولو او موډرن کولو لپاره ٧٧٣ ميليارده ډالر تخصيص کړي چې پدې پيسو به روسان ٤٠٠ بالستي قاره پيما لري ويشتونکي او د اتومي سرگولولو لرونکى توغندى او ٦٠٠ شپږ سوه جنگي طياري رانيسي او د ناټو او امريکا د راکيټي اروپايي دستگاه په مقابل کې به يې د روى او کاروي لدې سره دا هم بايد ياد کړو چې روسيي له پخوا څخه د ١٣٠٠٠ زرو په شميره کې د اتومي موادو لرونکي قاره پيما (عابرالقارات) راکيټونه په اذربايجان نصب کړي او دا يې هم د ساړه جنگ پرمهال ددې لپاره نصب کړي چې د ضرورت پر وخت يې د امريکا د مهمو تاسيساتو پر ضد وکاروي او دا خبره بايد هم ذکر کړو چې ددغه راکيټونو ورانوونکي ساحه له فکر او خيال څخه بهر ده ځکه دغه راکيټونه که مبالغه ونکړو د نړۍ د څو ځله ورانولو لپاره کافي دي، خو ددى راکيټو په مقابل کې امريکا د پاټريوټ ضد راکيټ يو نوى سيستم رامينځ ته کړي.
د خليج د اول جنگ پر مهال امريکايانو د عراق د راکيټونو په مقابل کې وکارول او ډير عراقي راکيټونه يې په هوا کې منفجر او خنثى کړل، خو لکه څرنگه چې توقع کيدله دغه امريکايې پاټريوټ توغندي په هغه اندازه چې امريکا ورڅخه طمعه لرله کره ونه ختل بلکې ډير زيات عراقي سکاډ روسيي ماډله لري ويشتونکي راکيټونه په اسرائيلو او سعودي عربستان ولگيدل چې ستره مرگ ژوبله يې رامينځ ته کړه اوس چې تقريباً د خليج په جنگ يوويشت کاله تير شوي بې له شکه چې امريکايانو به دغه راکيټي او ضد راکيټي سيستم څو واره متطور او پرمختللي کړي وى، دا ډول هيره دې نه وي چې روسانو هم وروسته له هغي چې په ١٩٨٨ کې د افغان مجاهدينو پر لاس تاريخي ماته اوخوړه نو له هغه وخت تر نن وخت پورې يې خپلي وسلي متطورى او زياتي کړي او دا هم ټولو ته معلومه ده چې روسيه په نړۍ کې تر ټولو ستر صادرونکي هيواد د اسلحو شميرل کيږى دا وخت په اسلامي، عربي، اسيايي، افريقايي او حتى امريکا لاتيني او اروپايي هيوادونو کې د روسانو ډول ډول، ځمکني، هوايي او بحري اسلحي موجودي دي.
خو دا چې پوټين اوسمهال امريکا ته علناً خبر دارى ورکوي او چيلنجوي يې دا پدې معني دي چې روسيه دا وخت پرمختللي اسلحي لري او غواړي نړيوال او غربي ذهنيت دې ته اماده او تيار کړي چې روسان به په نيژدي راتلونکي کې د داسي اسلحو نمايش او نندارتون تر سره کړي چې بې له شکه د اروپا او امريکا لپاره به خواشينونکي خبري وي، د روسيې د تهديد سره سره دا هم جوتيږى چې د روسيي همسايه او ستراتيژيک ملگرى ايران دا وخت اټوم بم جوړ کړي او په نيژدي راتلونکي کې او هغه مهال چې امريکا خپل ټول اقتصادي، عسکري، او نور بنديزونه پراخه کړي ښايې ايران د خليج په اوبو کې د توقع خلاف اټومي محدوده چاودنه وکړى او نړۍ ته د نوې ايران څيره وروپيژني دا وخت که تاسو پام وکړى اروپا او امريکا له اسرائيلو غوښتي چې پر ايران دې حمله نه کوي خو د اسرائيلو لخوا د ايران په اټومي تاسيساتو د حملي احتمال ډير کم دى هغه پدې چې ددغه حملي نتايج نه يوازې د ايران بلکي د سيمي او اسرائيلو لپاره هم ستر تاوان پيښولي شي او هم د امريکا او اروپا مصالحو ته زيانمن ثابتيداي شي فلهذا د امريکا او اروپا لخوا اسرائيلو ته دا توصيه چې گواکي اسرائيل دي د ايران پر اټومي تاسيساتو بريد نکوي دغرب په گټه خبره ده .
لکه چې مو وويل : گومان نه کيږي چې اسرائيل دې دا وخت پر ايران د حملي مغامرة او تيروتنه وکړي ځکه ايران هم دا وخت بې له شکه يو اټومي قوت دى او ښايې د اسرائيلو د هر ډول حملي په بدل کې له هر ډول لاس شتوو اسلحو څخه کار واخلي.
بل طرف ته که درنو لوستونکو ته يادوي د امريکا جمهور رئيس اوباما تيره مياشت ويلي وه چې گومان نه کيږي چې اسرائيل دې په ايران حمله وکړي. دا وخت اروپايي هيوادونو له ايران څخه د تيلو دراوردولو عمليه بنده کړي او ددي کار لپاره سعودي عربستان چمتو والي ښودلي چې په نړيوال بازار کې به د ايران کمي پوره کوي او دا ډيره د افسوس خبره ده چې سعودى عربستان پر ځاى ددى چې پر غرب فشار راوړى ددى پرځاى غواړي غرب په پښو ودروي او غواړي د ايران خاليگاه ډکه کړي، دا کار به بې له شکه په راتلونکي کې د سعودي حکومت په زيان تمامه شي.
دا وخت چې د روسيي داوسني صدر اعظم او پخواني جمهور رئيس لخوا امريکا ته د وسلو د تطور او پرمختگ خبر داري ورکړي شوي په عين وخت کې پوټين امريکا او غرب گرم او پړ بللي چې په لويې لاس يې د وسلو د سباق او بازار گرمولو کوښښ پيل کړى او پدې موخه يې په اروپا کې لويه ضد راکيټي منظومه چې پرمختللي رادارونه، او ضد راکيټ توغندي نصب کړي، نو ځکه پوټين ددغه سيستم په مقابل کې د خپل هيواد د دفاع پخاطر د لويې متقابلي راکيټى او ضد راکيټي د ستگاه د جوړلو خبردارى ورکړ . پوټين به په روسيه د راتلوونکو جمهوري رياست د انتخاباتو د گټلو لپاره همدا اجنډا د ځان لپاره انتخابوي او روسان به د امريکا او اروپا د محدق او آني، عاجل خطر څخه د ژغورولو په مسئله قانع کوي، د روسيي کليسا او پاپانو هم د پوټين ملاتړ اعلان کړي او هغه يې د روسيي ناجي او خادم بللي د کليسا دا مسبق ملاتړ ددى احتمال زياتوي چې پوټين د دريم ځل لپاره هم د دروسيې جمهورى رياست ټاکني وگټي او دا هم بايد هيره نکړو چې د بوريس پلتسن له گوښه کيدو او د شوروي اتحاد له رانسکوريدو وروسته پوټين لومړى ځوان روسي رهبر دي چې روسيه يې له مريض او لويدلي حالت څخه د صحت او عافيت حالت ته او د ماتي له حالت څخه يې يوځل بيا داسي حالت ته راوستله چې نن غرب او امريکا ته گواښ کولاي شي او د غرب ډيرى فيصلي ويتو کولاى شي.
په هر صورت په نړۍ کې د روسيي بيا مطرح کيدل او له غرب سره د روسيې د ساړه جنگ پيلول ښايي څه ناڅه نړيوال توازن رامينځ ته کړي او امريکا ديکتازي او بذات خو د بدمعاشي څخه ټکني او پرشا کړي او دا هيله هم بايد وه شي چې د روسيي اوسني مشرتوب چې په پوټين کې خلاصه کيږى بايد د افغانستان د تير شوروى ضد جهاد ټولو شهداوو، زخميانو ته د تاوان ورکولو ژمنه وکړى دې سره ددې احتمال شته چې د افغانانو او روسانو ترمنځ له څولسيزو د حتمي او محتمل تاوتريخوالي کړکيچنه فضا څه ناڅه ارامه شي او دا د روسيي اخلاقي مسووليت هم دى.