ملي اسلامي پوځ ته عاجله اړتيا
05.02.2012 09:57راتلونکي کال کې به ښايې د بهرنيانو لخوا هر ډول عسکري عمليات ودريږى د ناټو مشرانو ويلي چې په راتلونکي (٢٠١٣) کال کې به ټول نظامى عمليات د دوى د قواو لخوا پاي ته رسيږي.
داسي انگيرل کيږى چې په (٢٠١٣) کال کې به افغان پوځ د امريکايانو په نيابت جگړه پرمخ بيايي دا چې افغان پوځ له مجاهدينو سره د جنگ او محاربي توان لري او که نه او يا دا چې اوسنى افغان پوځ به په يوه وخت د هيواد دننه او د هيواد د څلور خواوو د ساتني په موخه جگړه وکړل شي او که نه دا به د نورو مواضيعو سره يوځاى رڼا پرى واچوو او ځيني هغه حل لارى به هم په گوته کړو چې له مخي يې افغانان کولاى شي د بهرنيانو تر وتلو وروسته د هر ډول خپلمنځى جگړى مخ پرې ونيسي او هم افغانان وتوانيږى چې د ځينو حاسدو همسايه گانو له غلولو او لاسوهنو گران افغانستان وساتي دا وخت چې ناټو او امريکايي قواو په راتلونکى (٢٠١٣) کال کې د عسکرى عملياتو د ودرولو او د عملياتو پروسه افغان پوځ ته د سپارلو ژمنه کړي او له بلي خوا افغان حکومت د ناټو او امريکايي قواو په بيړني وتلو انديښنه ښودلي او دا کار يې له وخته مخکې گڼلى پدې مسئله کې افغان حکومت دوه يا دري رنگه ويره احساسوي د افغان حکومت يوه ويره له مجاهدينو څخه ده بله ويره يې له شمالي ټلوالي څخه ده چې دا وخت په ملي اردو کې د پام وړ حضور لرى او بله ويره له ايران او پاکستان څخه ده.
د افغان حکومت له نظره دا دري گوني او څلور گوني ويري توجيهي ددى، ځکه د افغان دولت ټولي اداري د پرديو او بهرنيو په مرستو ولاړي دي ملي خزانه له صفر سره مساويه ده، د افغان ملي اردو ليکي او بنيادونه په هر اړخيز ډول کمزوري دى، پدغه پوځ کې گومارني د ظوابطو او اصولو په بناء ندي شوي بلکې د تنظيمى ژبني ارتباط له مخې شوي.
مونږ د ملي کلمي سره خلاف نه يو بلکې دا کلمه د افغان ملت د مختلفو پرگنو د يو والي لپاره مهمه او مقدسه کلمه بولو نو ځکه وايو چې افغان ملي بايد په حقيقي معنو کې ملي پوځ وي او پدې وتوانيږي چې د هيواد د ارضي تماميت څخه بشپړه ننگه او دفاع وکړل شي نه دا چې د تنظيمى، ژبني، سياسي اغراضو په موخه د هيواد او خلکو پر ضد وکارول شي، اوس چې امريکايان وځي او ناټو هم په راتلونکي (٢٠١٣) کال کې ټول عسکري عمليات دروى نو ايا افغان پوځ به د مجاهدينو پرخلاف جنگيږى او که به له مجاهدينو سره يوځاى کيږى او بالعکس که امريکايان رښتيا هم ووځي مجاهدين به له افغان سره څه ډول چلند کوى، ايا د خبرو اترو لاره به خپلوى که به ددغه پوځ د له مينځه وړلو لپاره به جهاد جاري ساتي او که نه ، او يا دا چې ددغه پوځ د ترميم او ترتيب لپاره خپلي طرحي او شروط وړاندې کوي، بله خبره چې هغه هم مهمه او برخليک ټاکوونکي ده هغه د امريکايانو تر وتلو وروسته د فعلي حکومت چې حامد کرزي يې مشرى کوي وضعيت دى، ايا د امريکايانو تر وتلو وروسته په کرزى د مجاهدينو د راتگ د تهديد سره سره د داخلي کودتا چې مشري يې د شمال ټلواله وکړى به مخامخ نشي؟! که چيري د مجاهدينو د راتگ څخه دمخه په کرزى د ټلوالى لخوا چې غټ احتمال يې سسته کودتا وه شي د مجاهدينو د موقف به څه وى؟! او ايا خپله د ټلوالي سياست او پاليسي به څه وي؟ دا خو ټولو ته معلوم ده چې دا وخت شمالي ټلواله د هيواد په شمالي برخو تر ډيره حده مسلطه ده په مزار کې ددغه ټلوالي فعلي حکومت د عطا محمد نور پواسطه مسلط دي؟ ايا دا ټول سوالونه پکار ندي چې ځواب يې وويل شى او په ترڅ کې يې داسي پاليسي غوره شي چې زمونږ د اولس ټول شکونه رفع او دا ډول حرج او مرج پيښ نشى، فلهذا مجاهدين بايد د بهرني تهديد ترڅنگ د همسايه ملکونو په لاس کې د ځينو لويدلو کسانو وروستى او پس له شاگوزار ته متوجه وى.
دا ټول هغه سوالونه، شکونه وو چې نه يوازې افغان دولت يې لري بلکې دا شکونه له ډيرو عامو افغانانو سره هم شته هغه پدې چې تر اوسه پوري د افغان مجاهدينو او امريکايانو ترمنځ د خبرو نتايج را برسيره شوى ندي او بل طرف ته د مجاهدينو د کابل د فعلي ادارى سره داسي خبري ندې شوي چې د افغانستان د راتلونکي مؤقت، منتخب او يا ملي حکومت بڼه پکې روښانه شوي وي، لکه دا سوالونه چې ايا حامد کرزى به په خپل ځاى پاته کيږى او که حکومت به يوې موقتي ادارى ته چې ټولو اړخونو ته بالخصوص مجاهدينو ته د منلو وړ وي سپارل کيږي د موقت حکومت مشرى به څوک کوي؟ پوځ به چاته ژمن وى، د کورنيو جگړو دنه رامينځ ته کيدو ضمانت به څوک کوي؟ دا او دې ته ورته ډير داسي سوالونه شته چې بې ځوابه پاته دى او ځوابول غواړي، هغه ددى لپاره چې دا وخت د افغانانو ترمنځ ملي عالق مسائل نه مطرح شوى او نه يې هم د حل کوښښ شوي، فلهذا د بهرنيو د ډيالوگ ترڅنگ بايد افغانان هم خپلمنځي لورى او پاليسي معلومه کړي ترڅو د هر ډول کورنى اخ او ډب مخه ونيول شي، که افغانان د راتلونکي کال دمخه خپل دريځونه مطرح او توصيه نکړي الله مکړه ددى غټ احتمال شته چې د کابل د ارگ او کرسۍ نيولو مسابقه شروع او د تنظيمي خپلونو لړۍ يوځل بيا شروع شي ځکه دا بايد له اوس څخه معلوم او اعلان شي چې له امريکايانو څخه به د هيواد چابيان څوک تسليموي او دا د چا حق دى؟! او دا هم معلوم کړل شي چې د راتلونکي حکومت به د انتخاباتو له لاري راځي که نه د ملي تفاهم او يا هم د اهل الحل والعقد د ستورى په اساس، ددى سوالونه ځوابونه حتمى دي او پدې سوالونه خپله پټول الله مکړه د ستري فتنى سبب کيدلاى شي.
اوس ديته راځو چې افغان اسلامي او ملي پوځ څنگه جوړولاى او تضمينولاى شو اسلامي پدې معنى چې د افغانستان خلک سل په سلو کې مسلمان خلک دى او ملي پدې معنى چې دغه اولس له بيلا بيلو قمونو او قبايلو جوړ اولس دى او پښتانه پکې اکثريت دى ددغه نفوذى او عددي اصولو پر بناء بايد دغه پوځ جوړ شي ترڅو يوه خوا او بله خوا د محروميت احساس وه نه کړي دا وخت چې امريکايان او ناټو قواوى وتلو ته ځانونه چمتو کوى پکار ده د افغان ملي پوځ خبره چې د هيواد د ملا د تير او شاه رگ حيثيت لري په قوت سره مطرح شي او دا خبره هسي بابيزه ونه گڼل شي ځکه دا دري لسيزي مونږ ډيرو هيوادونو دې ته پريښودو چې يوه افغانۍ اسلامي قوي اردو جوړه کړو، اوس خو تر پخوا هم زيات دى کارته ضرورت او اړتيا ده، تاسو وليدل چې افغان اوسنۍ ملي اردو دې ته چمتو نده ، چې دا وخت له امريکايانو او ناټو قواو څخه محاربوي واگي ترلاسه کړي ځکه د اردو لا په حقيقت کې تاسيس شوى نده، فلهذا خبره دا مطرح کيږى چې ملي او اسلامي اردو به څنگه او له چا څخه تشکيلوو، زما په نظر تر څو د اوسني حکومت انديښني او د عم ملت تشويشونه هم رفع شي ښه به داوي چې د امريکايانو تر وتلو دمخه او له وتلو سره سم افغان مسلح مجاهدينو ته د ملي اسلامي پوځ بڼه ورکړل شي او په صلح اميزه توگه ورته د هيواد د بيلا بيلو برخو واک وسپارل شي ترڅو د هر ډول خپلمنځي جنگ جگړي مخه ونيول شي او دا هم بده نده چې د اوسنۍ ملي اردو له ليکو څخه عام افغانان من والي مجاهدين له ځان سره توظيف او ورڅخه د هيواد په امنيت کې ورڅخه کار واخلي ځکه مجاهدين توکميز مشکل هم نلري.
او پخه جنگي ملي او بين المللي تجربه هم لري او د همسايه هيوادونو په سياسي، امنيتي نشيب اوفراز هم ښه پوهيږي او ددى ضمانت کولاى شي چې د مجاهدينو د قواو او رجالو په موجوديت کې البته د نورو افغانو مسلمانو ورونو او د ملت د خورو ورو بچيانو په شمول هيڅ همسايه هيواد نشي کولاى چې د افغانستان حدود اربعه تهديد کړي هغه پدې چې دغه مجاهدين د امپراطوريو د ځپلو او ورسره د جنگ بئن المللى تجربه لري فلهذا پکار ده چې افغان مجاهدين سره د داخل د اوسيدونکو افغانانو او حتى په ملي اردو کې د مخلصو دين پالو، وطن پالو په شمول د راتلونکي پوځ هيکل او اډانه تشکيل کړي، دې سره به د افغان اوسني حکومت او عام ولس انديښنى پاي ومومي اودغه کار زما په نظر يو وسط او معتدل حل دى.
والله اعلم .