د قرآن سوځوونکي دې علني محاکمه شي.
24.02.2012 18:20افغان ولس اواسلامي امت د هغه امريکايي عسکر او افسر د علني عاجلې محاکمې غوښتنه کوي چې تېره ورځ يې دکابل شمال ته څېرمه د باگرام په هوايي امريکايي اډه کې په گڼ شمېر کې قرآن کريمونو ته قصداً اور اچولى هغه په دې چې امريکايي عسکر ړانده نه دي، هغوى قرآن کريم پېژني خو اوس چې د ناټو قواوو مشر جنرال جان الن وايي چې په باگرام کې د قرآن کريم سوځونه عمدي او قصدي کار نه وو، بلکې اتفاقي او تلقايي عمل وو، يوه بشپړه مردوده خبره ده، چې هيڅ عاقل او د پوهې خاوند ته دمنلو نه ده، ځکه جنرال جان الن پوهيږي چې د قرآن کريم د سوزونې شنيع او د نه منلو عمل څو واره د امريکايانو لخوا په افغانستان، عراق، گوانتانامو او په خپله امريکاکې د احمق پاپ (تيري جونز) لخوا تکرار شوي.
هر ځل همدا ويل شوي چې د قرآن کريم بې حرمتي او سوزونه قصدي نه بلکې سهواً ترسره شوې، خو عاقلان او شنونکي بيا دا عمل يو مدروس او بشپړ استخباراتي عمل بولي چې ښايي تر شا يې تور لاسونه قرار ولري، دا وخت چې د افغان مجاهدينو او ماته خوړليو امريکايانو ترمنځ په کابل او قطر کې د صلحې او جوړ جاړي خبرې روانې دي نو د قرآن کريم د سوځولو عمليه قصدي عمل نه دى نو څه دى؟
افغان رئيس جمهور حامد کرزي وروسته له هغې چې د افغانستان په لر او بر بالخصوص ننگرهار، پروان، لغمان، لوگر، کونړ، بغلان، شبرغان، ترين کوټ کې د افغان ميړني ولس لخوا پراخې ولسي او ملي مظاهرې او دامريکايانو په مراکزو او اډو حملې وشوې نو اعلان يې وکړ چې مونږ د هغه امريکايي عسکر چې د باگرام په هوايي ډگر کې تېره ورځ د قرآن کريم بې شمېره نسخې سوځولي علنۍ محاکمه غواړو، د افغانستان جمهوري رياست دفتر وايي د افغانستان حکومت د دې محاکمې غوښتنه هغه وخت وکړه چې د امريکايانو د دې عمل پر ضد په ټول افغانستان کې خونړي اعتراضونه وشول او دغه وياند وايي چې ناټو قواوو د دغه عسکرو چې قرآن کريم يې تېره ورځ په باگرام هوايي ډگر کې سوزولى د محاکمې سره ضمني توافق کړى، خو د ناټو مسؤلينو په دې اړه لا تراوسه څه نه دي ويلي.
د افغان جمهوري رياست دفتر وايي چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما د هغه کسانو چې په دې پېښه کې لاس لري د تحقيقاتو ژمنه کړې.
تر دې د مخه حامد کرزي يو امريکايي جنرال تورن کړى و چې گويا د دغه جنرال د غفلت او اهمال په وجه دغه پېښه رامنځته شوې.
اوباما په يو پيغام کې له کرزي او افغان ولس څخه د دغه پېښې په وجه بخښنه غوښتې او ويلي يې دي چې دا کار قصدي او عمدي عمل نه و، خو بيا هم دې پېښې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې اعتراضونه راوپارول او د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکړل.
په دې مظاهرو کې تاو تريخوالى او مرگ ژوبله رامنځته شوې په لسگونو محصلين او ولسي خلک په شهادت رسيدلي او ډېر نور ټپيان شوي. دغه پراخ اعتراضونه او مظاهرې هغه وخت پيل شوي چې افغان کارگرانو د پاککارۍ پر وخت د قرآن کريم سوزيدلې نسخې وليدې دا کار د امريکايي قواوو لخوا تېره سه شنبه سهار مهال رامنځته شو چې د زړو کتابونو تر نامه لاندې يې د قرآن کريم ډېرې نسخې وسوزولې چې په ترڅ کې يې خلکو پراخې مظاهرې پيل کړې او د افغانستان دننه يې په امريکايي او ناټو پوځي هډو او بيسونو حملې شروع کړې چې په لسگونو محصلين او ولسي خلک په شهادت ورسيدل او ډېر نور ټپيان شول چې د بېلگې په توگه د خوږياڼيو د تيرې ورځې پېښه په گوته کولاى شو.
تېره ورځ د خوږياڼيو ولسوالۍ خلکو او مسلحو ځوانانو يو پراخ لاريون په لاره واچاوه او په ترڅ کې د کږې بازار ته څېرمه او د خوږياڼيو ولسوالۍ ترڅنگ امريکايي بيس ته ورننوتل او د سهار په ٩ بجو جگړه شروع شوه چې تر ناوخته يې دوام درلود. په دغه ولسي او جهادي لاريون کې ١٠- امريکايي او ٢ حکومتي عسکر ووژل شول او ٢ تنه ولسي خلک هم په دغه اثنا کې په شهادت ورسيدل.
د خوږياڼيو پتمنو او مجاهدو خلکو په دغه اتله حمله کې د خپلې ايماني جذبې او ملي احساس اظهار وکړ، چې د دې نبيل او سپيڅلي عمل او جهاد اجر ورته د لوى الله جل جلاله نه غواړو.
بلخوا ته دا دى د هېواد په نورو ولاياتو کې د نويو لاريونونو خبرونه مو ترلاسه کړي او دا ډول د افغانستان په همسايه هيواد پاکستان کې هم د پاکستان د اسلامي گوندونو او نورو ازادو گوندونو لخوا په افغانستان کې د قرآن سوځونې په اړه پراخه مظاهرې شوي چې پرون د جمعې په ورځ يې لا زور واخيست ځکه چې د مسلمانانو پر مقدس کتاب او دستور العمل گران او سپيڅلي قرآن کريم تيرى شوى وو او دا د مسلمانانو او افغانانو طبيعي حق دى چې له خپلو مقدساتو او ځانونو څخه به په هر قدر او قيمت ننگه کوي، امريکايان نه شي کولاى چې په دا ډول کرکجنو او کرغيړنو اعمالو زمونږ جهادي، دعوتي، تبليغاتي او جنگي حوصله ما ته کړي، بلکې د امريکايانو هر ډول وحشت، دهشت، بد اعمال به زمونږ فولادي عزايم لا پسې کلک او غښتلي کړي، بلکې هغه کسان چې تر پرونه يې د جهاد کولو اراده نه لرله نن به عملاً د جهاد ميدان ته دانگي ترڅو د قرآن د حرمت د ساتنې په لښکرو کې ځان شريک او د انسانيت، شرافت، دښمنانو ته خوله ماتوونکى ځواب ورکړي.
بله خبره چې د دې طبيعي عکس العملونو په خوا کې خورا مهمه ده هغه د دغه امريکايي گستاخو او بې شرمو عسکرو او امريکايي په جنايت کې شريکو افسرانو علنۍ عاجله او عملي محاکمه ده چې هم د افغان ولس او هم د اسلامي امت او هم د افغان فعلي دولت او ولسي جرگې او هم په سنگرو کې د ناستو ځوانانو او اتلانو هيله ده، د سنگرو اتلانو دا څو ورځې کيږي د قرآن سوزونې په مقابل کې عسکري عمليات پيل کړي او تر ټولو د مخه يې د باگرام هوايي اډه په بې شمېره ميزايلو او له ځمکې نه ځمکې ته توغنديو باندې ويشتلي چې امريکايي يرغلگرو او هغه کسانو ته چې د قرآن سوزونې په توطيه کې لاس لاره درنه مرگ ژوبله اوښتې اوښتې او دا د الله جل جلاله فضل او کرم سره مجاهدينو له وخت سره سم د افغان مجاهد ولسي پاڅون سره د غبرگونو ښودلو په موخه امريکايي مراکز دهيواد په ټولو برخو او ولسواليو، ولاياتو او مراکزو کې په نښه کړل او د مؤمنينو زړونه او سينې يې يخې کړي د دې لپاره چې افغان ملت او اسلامي امت خپل احساسات مجروح نه کړي، بلکې نورې هم خپلې حوصلې لوړې او د جهاد سنگرونه تاوده کړي ځکه همدا د يرغلگرو د علاج لپاره سمه او مهمه لار ده او بس.