د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مولانا محمد امير بجلي گهر صاحب سره څو شيبې.

اصالت يار 13.02.2012 18:56

د اسلامي امت لر او بر ته که نظر وکړو نو ستر ستر علماء، اکابر، مجاهدين، سلف صالح به په نظر راشي چې د وخت نامي او ستر شخصيتونه ول، هم يې خلکو ته علم رسولى او هم يې د حق، حقيقت، عدالت، شريعت انسانيت څخه ننگه او دفاع کړې.
دغه علماء کرام، اکابر مصلحين تل د باطل سره په جگړه کې پاتې شوي، ډېرى يې زندانونو ته تللي او ډېر زيات نور يې په شهادت رسيدلي.
طاغوتي حکامو به هميشه علماء کرام، مصلحين منورين، مجاهدين، بلونکي وژل او يا هم د زندان تورو خونو ته بيول، د دې لپاره چې حق ونه وايي. څه چې طاغوت او د وخت حاکم کوي په هغې باندې د صحت مهر ولگوي د امت، ملت د ويښولو پوهولو هڅه ونه کړي بلکې هغه څه وکړي لکه څنگه به چې د تېر وخت طاغوت فرعون غوښتل او ويل چې زه ستاسو اوچت او تر ټولو ستر رب يم. زه دا نه گڼم چې تاسو به له ما پرته بل رب ولرئ. او هامان ته يې وويل ما ته داسې قصر جوړ کړه چې د موسى عليه السلام د رب پلټنه وکړي. زه گومان کوم چې موسى رښتونى نه دى.
ايا دا به عقل ومني چې د فرعون په شان يو حقير او ذليل شخصيت د ځمکې، آسمانونو، انس و جان د خالق او مالک احوال د يوه لوړ قصر په جوړولو معلوم کړي؟ ځواب دا دى چې نه هرگز نه.
دا ډول د وخت حکام چې کله د غرور، فريب دوکې، حماقت په کرسۍ ناست وي نو گومان کوي چې دوى به خالداً مخلدة وي ولې نه پوهيږي چې الله جل جلاله د دوى په ټولو کړو وړو پټو او ښکاره اعمالو آگاه او خبر دى او دوى ازمويلي چې څه ډول کړنې سرته رسوي. الله جل جلاله فرمايي ((سنستدرجهم من حيث لا يعلمون)) مونږ دوى (کافران او گمراهان په مرحله وار ډول عذاب ته راکښوو په داسې حال کې چې دوى په ځان نه پوهيږي.)
دا خو د حقاني علماؤ په اړه د وخت د فرعونانو او طواغيتو کړنې وې چې غيض من فيض مو پرې رڼا واچوله. اوس لږ هغه علماء بلکې تش په نامه ځينې هغه اشخاص او څيرې چې شرعي علم يې کړى په قرآن او سنت پوهيدلي خو د دې سره سره د وخت د فرعونانو، طواغيتو او ديکتاتورانو په چوپړ کې پاتې شوي او دا يې د امت لپاره مصلحت گڼلى چې طاغوت مه په غصه کوئ، مخالفت يې مه کوئ او د طاغوت خبرې وومنئ ځکه چې حاکم ((ظل الله فى الارض)) د الله جل جلاله سورى وي په ځمکه کې او يا دا چې په افغانستان کې به ځينو له حق نه منکرو طاغوتي تش په نامه د وخت ځينو درباري علماؤ ويل چې ظاهر شاه واجب الاحترام او غير مسؤل شخصيت دى خو د دغه ځينو درباري علماؤ ترڅنگ ډېر حقاني مجاهد علماء هم شته چې هيڅ وخت يې د وخت فراعنوو او مستکبرينو ته سر ندى تيټ کړى د منبرونو له سرو څخه يې تل د حق، جهاد، دعوت اواز پورته کړى.
په دې حقاني علماء کرامو کې يو هم شيخ القرآن و الحديث مولانا محمد امير بجلي گهر دى چې دا وخت يې عمر تقريباً شپږ يا اوه اويا کلونو ته رسيږي. مولوي صاحب بجلي گهر چې پخوا يې د بلبل سرحد (پښتونخوا) لقب گټلى و په حقيقت کې د اسلامي نړۍ له حقبينو او نه ډاريدونکو علماوو څخه دى. مولانا بجلي گهر د جنرال ايوب خان په وخت کې د ا ټک په عسکري قلعه کې شپږ مياشتې د فارسي د دې شعر په وجه بندي شوى چې ويلي يې وو.
گربه مير و سگ وزير و موش دربانى کند
اين همه ارکان خانه ويرانى کند.
مولانا صاحب پوره شپږ مياشتې د دغه شعر په وجه د زندان په تورو خونو کې تېرې کړي. د جنرال ايوب خان په ا ړوند ويل کيږي چې دى په خټه پښتون او د افغانستان د خوست ولايت اوسيدونکى دى. ايوب د خپل وخت يو پوځي حاکم وو چې مارشلايي نظام يې پلي کړى وو.
مولانا بجلي گهر د خپل انقلابي خطابت په وجه له اولې ورځې څخه د وخت د پوځي او غير پوځي حکومتونو سره په ټکر کې وو خو مولانا صاحب په دې کې شهرت لري چې دى د خپل وخت او تر نن ورځې پورې يو نه ډاريدونکى با جراته مستغني شخصيت دى، مولانا صاحب ته د وخت حکومتونو وزارتونه پيشنهاد کړي وو خو مولانا صاحب دا پيشنهادونه جملة و تفصيلاً مسترد کړي او هغه په دې چې مولانا د يوه بشپړ اسلامي او شرعي نظام د راتللو ارمانجن دى او دا کار هله ممکن دى چې د ملک ټول نظام شرعي او اسلامي شي، مولانا بجلي گهر له هغه فصيحو بليغو علماء کرامو څخه دى چې د ټولو خلکو د سويې، او ذوق سره سم خطاب يې کړى او په خپلو ويناوو او خطابو کې يې تل د عربي، فارسي، پښتو، اردو، پنجابي، هندکي ژبو اشعار زمزمه کړي چې په دې بابله مولانا بجلي گهر يو فريد انداز او طريقه لري، چې ډېر نور علماء کرام يې هم تقليد کوي، زه خپله د دې څو کرښو ليکونکى هم کله نا کله له ځان، ملگرو او کورنۍ سره د مولانا صاحب بجلي گهر په طرز کې ځينې اشعار زمزمه کوم او ډېر وخت راسره دا ارزو وه چې يو ښکلى مسجد ولرم او پخپله په کې د خطابت دنده سرته ورسوم، خو متاسفانه چې زمونږ انقلاب دومره اوږد شو چې دا دى اوس زما په سر کې هم سپين ويښتان پيدا شوي خو تراوسه مې د مسجد د خطابت ارمان نه دى پوره شوى. په هر صورت مولانا بجلي گهر دا وخت ډېر سپين ږيرى شوى او کمزورى شوى خو لله الحمد چې فکري، عصبي، روحي، معنوي قواوې يې هماغسې په خپل حال دي او د الله جل جلاله نه دا سوال کوو چې مولانا صاحب ته هديد عمر ورکړي او يو ځل بيا يې د منبر او محراب سر ته راولي او يو ځل بيا مسلمانان او پښتانه په خپل خواږه انقلابي اواز سره خوشحاله او معنويات يې راژوندي کړي.
زه تېره ورځ د پېښور تاريخي ښار او د پښتونخوا په زړه کې د ډبگري گارډن ته د يوې قيمتي دوا اخستلو لپاره تللى وم چې د يوه بوتل دوا قيمت ٣٤٠٠ درې زره څلور سوه کلدارې وه. دا په ژوند کې اول ځل وو چې د يوه گران استاد په غوښتنه هلته ولاړم او دوا مې ورته راونيوله. تر دوا اخستلو وروسته زه او زما ملگرى همکار ورور منصور جاهد هم راسره وو. زمونږ کوښښ دا وه چې د پېښور رنگ روډ ته لاړ شو په همدې تکل له ډبگري گارډن څخه پياده روان شو او په خبرو خبرو کې بهانه ماڼۍ ته ورسيدو. هلته قدرتاً د مولانا صاحب محمد امير بجلي گهر مسجد ته برابر شو. د ماښام جمعه ولاړه وه د ماښام لمونځ مو په جمع سره ادا کړ. تر لمانځه وروسته مو له يو طالب العلم نه پوښتنه وکړه چې آيا دغه مسجد د مولانا صاحب بجلي گهر نه دى؟ هغه وويل : هو دى. دا پوښتنه مو ځکه وکړه چې هغه پخوانى مسجد چې ما ليدلى و نوى شوى و. بيا مو پوښتنه وکړه چې مولانا صاحب چيرې دى. يو کس يې ځاى راوښود او مخامخ د مولانا صاحب د ناستې ځاى ته ورغلو. سلام مو ورسره وکړ او تر روغبړ وروسته مو مولانا صاحب ته ځان وروپېژند. هغه له مونږ سره ډېره مينه وکړه او ښه راغلاست يې وويل : مونږ هم مولانا صاحب ته خپل تاثرات وړاندې کړل. مولانا صاحب ته مو وويل چې پښتانه ستا د احسان مرهون دي هغه وويل: آيا تاسو دا وخت پښتانه وينئ. ما وويل هو هغه وويل چې دا څنگه پښتانه دي چې ميرمنې يې لوڅ مخ بازارونو کې گرځي. دې ته خو زه پښتون نه شم ويلاى. د چا چې ميرمنې په بازارونو کې گرځي او يا يې په موټر سايکلو له ځانه سره گرځوي ما ورته وويل چې تا پښتنو ا و مسلمانانو ته ډېر ستر خدمت کړى هغوى مو راويښ کړي.
مولانا صاحب وويل چې مونږ يې په خبرو ستړي کړو خو دوى سم نه شول. شپيته کاله کيږي چې زه دوى ته غږيږم. هيره دې نه وي مولانا صاحب لا شل کلن نه و چې په خطابت يې شروع کړى او پوره شپيته کاله يې پښتنو او مسلمانانو ته د خطابت دعوت، روښان فکرۍ خدمت کړى. له دې هيڅ با ضميره حقشناسه شخصيت سترگې نه شي پټولاى. بيا ما له مولانا صاحب څخه د عکس د اخستلو غوښتنه وکړه. هغه راته وويل عکس حرام دى. ما څو ځله دا خواهش وکړو چې ورڅخه تصوير واخلم خو هغه هر ځل دا خبره تکرار کړه چې تصوير اخيستل حرام دي بيا يې راته دا شعر وويل :
جب تصور دل مين هو تصوير کى حاجت نهين
زلف کى پاپند کو زنجير کى حاجت نهين
ژباړه : کله چې په زړه کې تصور (فکر) موجود وي د تصوير (عکس) ضرورت نشته.
بيا مولانا صاحب د خپلو ذکرياتو او يادونو په ذکر سره چې مونږ هم ماضي (هغه ماضي او تير وخت چې د ده د انقلابي کارنامو څخه ډک دى ورياد کړ دا شعر يې راته وويلو :
زندگى خواب هے ديوانى کا
نه سمجهنے کا او نه سمجهانے کا
ژباړه : ژوندون د ليوني خوب دى چې نه دې پرې پوهيږي او نه نور پرې پوهولى شي. د ده مطلب دا وو چې ژوند داسې په منډه تيريږي چې يو انسان تصور هم نه شي کولاى او په زياتره خلکو داسې تير شي چې پرې خبريږي هم نه. مولانا صاحب يوه کوچنۍ قيصه راته وکړه. ده وويل چې زه کله عربو ته تللى ووم له يو عرب سره په مسجد کې مخامخ شوم هغه راته وويل : من اين انت؟ د کوم ځاى يې؟ ما وويل : من الباکستان. هغه وويل : من اي منطقة فى الباکستان؟ ما وويل : چې من منطقة ذات قلل و جبال. زه د داسې غرونو اوسيدونکى يم چې د غرونو او څوکو لرونکې ده. من قبيلة يقال لها افريديين. د يوې قبيلې سره تړاو لرم چې ورته افريدي قبيله ويل کيږي فقال لى اذهب معى. ما سره لاړ شه. ما وويل (اين) چېرته؟ ده وويل : (الى دار القضاء) د قضاء خونې ته. ما ورته وويل (لما) ولې؟ ده وويل : (جعلتنى عاشقاً عليک) زه تا په ځان باندې عاشق کړم. (لم ارى مثلک فصيحاً و بليغاً فى الباکستانين) ما نه دى ليدلى بليغ او فسيح شخصيت ستا په شان په ټولو پاکستانيانو کې.
دا قيصه له مولانا صاحب سره په سعودي عربستان کې او بالخصوص په مسجد نبوي شريف مدينه منوره کې پېښه شوې وه. مولانا صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې دا شعر هم د هغه چا په اړوند وويلو چې بازارونو ته يې ميرمنې له شرعي محرم پرته او مخ لوڅ ځي:
هغه تېر شو چې مې مينه په غلا غلا کړه.
اوس په درست جهان رسوا ده په غلا نه ده.
د مولانا صاحب مطلب دا وو چې پخوا به ښځو ډېره حيا کوله. اوس ډېرو ښځو د حيا څادر شلولى او د حجاب مراعت نه کوي، لوڅ مخونه او له شرعي محرم نه پرته بازارونو ته ځي او دا يوه ډېره د مصيبت خبره ده.
مولانا صاحب وويل چې ما په دې مسجد چې د حافظانو مسجد ورته وايي پوره شپيته کاله د خطابت دنده ترسره کړې، چې په بهانه ماڼۍ کې د مولانا بجلي گهر په مسجد شهرت لري او ډېر خلک هلته د مولانا صاحب د خوږو او انقلابي تقريرونو د اوريدلو لپاره ورتلل. زه هم د همدغه خلکو له جملې څخه يم چې د متعلمۍ په وخت کې به ځينې جمعې د ده مسجد ته ورتلم او بيا به خپلې ليليې ته راستنيدم او کله نا کله به مې يو بل متعلم هم له ځانه سره بيوه او دا ډول د پښتو د درانه شاعر او د پښتو شاعرانو پاچا (ملک الشعراء) عبدالرحمن بابا هديرې ته هم د عبدالرحمن بابا زيارت ته د دعا کولو لپاره ورتلو.
له مولانا بجلي گهر يا بلبل سرحد (پښتونخوا) سره مو څو لحظې وخت تېر کړ او ډېر خوشحاله شو خو دا ډېر مختصر ليکن ډېر قيمتي ملاقات و چې مونږ يې تصور هم نشو کولاى خو د الله جل جلاله خوښه وه چې زه يې په دې موخه کې بريالى کړم او د مولانا صاحب په شان يو عظيم انقلابي، دعوتگر شخصيت چې مسلمانانو او پښتنو ته يې يو ستر دعوتي، فکري، انقلابي او توحيدي ميراث پرېښى ما ته يې د ليدلو او د لنډو خبرو کولو چانس راکړ.
رښتيا هم چې مونږ ډېر داسې شخصيتونه لرو چې خلکو هېر کړي خو تاريخ به يې نه هيروي او د تل لپاره به د دوى کارنامې ژوندۍ وي.
په آخر کې ما د مولانا صاحب څخه وغوښتل چې د اسلامي امت حالت څنگه ارزيابي کوي. هغه لاس پورته کړ او ويې ويل : چې الله جل جلاله دې پرې رحم وکړي. له دې دعا وروسته مونږ له مولانا صاحب څخه په ډېره مينه او اشتياق رخصت واخيست. په دې دعا سره دا مقاله ختموو چې مولانا محمد امير بجلي گهر صاحب هغه نسخه ده چې تکرار يې ښايي ناشونى وي نو مونږ ورته د مديد عمر او بيا د خطابي ميدان ته د راتللو دعا کوو او د نورو حقاني علماء مفکرينو ميدان ته د راوتلو هيله لرو ځکه امت د علماؤ په دعوت ژوندى پاتې کيداى شي او بس.