ميټ رومني د صلحې مخالف دى
20.01.2012 23:48د امريکا د جمهوري غوښتونکي گوند کانديد ميټ رومني له افغان مجاهدينو سره د خبر اترو کلک مخالفت وکړ. ده دا خبرې د امريکايانو او افغانانو پر ضد وگڼلې، دغه جمهوري خواه مخکښ کانديد وايي : امريکا بايد له مجاهدينو سره د روغې جوړې خبرې ونه کړي.
دغه جمهوري پلوه کانديد د اوباما په اداره او حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل چې اوباما د امريکا دريځ او موقف کمزورى کړى. ده دا نيوکه هم وکړه چې د اوباما اداره ولې له افغان مجاهدينو سره د پټو خبرو کولو هڅې پيل کړي.
ميټ رومني د امريکا د جمهوريت خوښوونکي گوند د کانديدانو په منځ کې په دوو انتخاباتي سياليو کې مخکښ شوي که چيرې په راتلونکي کې هم د خپل گوند دننه انتخاباتي سيالي وگټي نو په راتلونکي نومبر مياشت کې به د ډيموکرات گوند له کانديد بارک اوباما سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ودريږي.
رومني د تيرې دوشنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکو کانديدانو سره د مناظرې پر مهال له افغان مجاهدينو سره د صلحې د خبرو کولو سخت مخالفت وکړ.
رومني وويل : دا سم کار نه دى چې مونږ له مجاهدينو سره خبرې وکړو. دوى (مجاهدين) زمونږ پوځيان وژني ده د اوباما دې اعلان ته چې گويا د ٢٠١٢ کال په شروع يا پاى کې په تدريجي ډول امريکايي عسکر له افغانستانه وباسي. ډېره کمزورې خبره ده. دې کار د امريکا سياسي او عسکري موقف کمزورى کړي مونږ بايد د عسکرو د وتلو په ځاى مجاهدينو ته ماته ورکړو.
تېره مياشت د امريکايانو لوړ رتبه مامورينو اعتراف وکړ چې د لسو مياشتو راهيسې مونږ له افغان مسلحو مجاهدينو سره د صلحې په خبرو بوخت يو.
دا وې د امريکايي رسنيو خبرې.
اوس دې خبرې ته پام کوو چې که چيرې په امريکا کې يو ځل بيا جمهوري پلوه گوند چې ورته امريکايي افراطيان ويلي شو په امريکا کې د قدرت واگي ترلاسه کړي نو د روانو خبرو اترو پايله به څه شي؟
دا وخت چې د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما کومې خبرې اترې له افغان مجاهدينو سره په قطر او کابل کې شروع کړي ډېرې په چټکۍ سره روانې دي او داسې اټکل کيږي چې دعراق په شان به له افغانستان څخه هم د امريکايي پوځيانو وتل له جدول سره سم ترسره شي. اوباما دا وخت د امريکا دننه او بهر کې دا هڅه کوي چې د ټولو طرفونو تعاطف او تائيد ترلاسه کړي.
له عراقه د امريکايي پوځيانو وتل او هم په همدې (٢٠١٢) کال په نيمايي يا آخر کې له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو تدريجي وتل به بې شکه د اوباما انتخاباتي کمپاين ته گټور ثابت شي لکه څنگه چې مونږ ډېر پخوا دا خبره اټکل کړې وه چې اوباما به د خپلو کړيو وعدو ځينې وعدې چې له امريکايي ولس او نړيوالو سره يې کړې وې، پوره کړي، له مجاهدينو سره په قطر او کابل کې پټې او ښکاره خبرې به د اوباما دا موقف چې د گوانتانامو زندان دې بند شي لا پياوړي کړي. دا چې مجاهدينو هم له دې فرصت نه د گټې پورته کولو هڅه کړې وخت او حالات د ځان په گټه وڅرخوي. زما او نورو له نظره يو ښه کار دى، اوس هغه وخت رارسيدلى چې امريکايان وتلو ته چمتو شي او افغان مجاهدين د خپل هېواد سالمې ادارې ته چمتوالى ولري او ټول افغانان په اعتماد کې واخلي او دا ثابته کړي چې مجاهدين هميشه او تل لپاره د ملي وحدت دعات او بلونکي وو.
خو دا بايد هېر نه کړو چې د افغانستان دننه او امريکا کې ځينې متخلف او ابليس مزاجه شخصيتونه په لوى لاس غواړي چې جگړه ونه دريږي او مزيدې وينې تويې شي، د مثال په توگه په افغانستان کې د شمالي ټلوالې څو کرکجنې څيرې لکه دوستم، امر الله صالح، محقق له مجاهدينو سره د صلحې په خبرو ناراضه او مخالف دي. د شمالي ټلوالې دغه څو تنه هو بهو د امريکاد جمهوري پلوه گوند د يوه افراطي نصراني شخصيت ميټ رومني خبرو ته ورته دي. تاسو ته به معلومه وي چې تېره مياشت کې د امريکا ځينې د کانگريس غړو د جرمني د برلين ښار کې د دوستم، صالح، محقق لپاره خاصه غونډه جوړه کړې وه چې موخه ورڅخه په افغانستان کې د فيډرالي يا ايالتي سيسټم رامنځته کول وو چې دې عمليې ته د لا مرکزيت عمليه وايي په فيډرالي نظام کې د هرې حوزې يا زون مشر مستقل واک چلوي او په ډېر کمو مسائلو کې مرکز ته رجوع کوي. که دغه سيسټم په افغانستان کې رامنځته شي. بې له شکه چې د هېواد لږه کي به يو وخت د بيلتون غوښتنې په موخه بغاوت شروع کړي لکه څنگه چې دوه مياشتې د مخه جنوبي سوډان له شمالي سوډان بېل شو. د امريکايانو دا دوه ځايه له دوه مختلفو سياسي افغاني ډلو سره بيلې بيلې خبرې په دې دلالت کوي چې د افغان مسئلې په ا ړوند امريکايان هم په څو ډلو ويشل شوي چې ښکاره بېلگه يې جمهوري پلوه گوند دى، جمهوري پلوه امريکايي گوند افراطي نظريه لري چې په ځينو مواردو کې له استالينيزم ته مشابه مواقف خپلوي خو بل طرف ته ديموکراتان چې د جنگ پر ځاى خبرو ته ترجيح ورکوي. په هر صورت دا يوه څرگنده خبره ده چې جمهوري پلوه گوند د امريکا د افراطيانو ډله تشکيلوي او ديموکراتان د امريکا د سيکولرستانو ډله تشکيلوي، جمهوري پلوه گوند ځکه افراطي گوند دى چې په کې د ښي لاسو (نصرانيانو) اکثريت دى، چې د مذهبي انگيزو په لرلو د جنگي جنون طرفداري کوي.
دا ډول په افغانستان کې ځينې اقليتي گوندونه او څيرې چې دا وخت د امريکا تر اشراف لاندې او د لسو کلونو راهيسې مزدورانه حکومت ته چې سرترسره له ملي خيانت، اداري فساد څخه ډک دى ادامه ورکوي. په دې خفه دى چې افغان مجاهدين او امريکايان دې د صلحې په خبرو کې يوې موافقې ته چې د جنگ د ودريدو سبب شي ورسيږي.
د شمال مزدوره ټلواله چې ځينو رهبرانو يې لکه احمد شاه مسعود، دوستم پخوا له روسانو سره د نن امريکايانو په شان انډيوالې او مزدوري کوله نن يو ځل بيا د وارخطايۍ او زعر ښکار شوي او داسې انگيري چې گويا د افغان اکثريت حکومت راتلو سره به د دوى د ټولو ملي جناياتو لکه د پرديو ځمکو غصبول، له ملي خزانې څخه پيسې پټول د مخدره موادو قاچاق کول، په اخلاقي مسائلو کې ښکيليدل به رسوا او پاى ومومي ځکه خو د شمالي ټلوالې ځينو مشرانو پر ځاى د دې چې په قطر او کابل کې دمجاهدينو او امريکايانو ترمنځ د صلحې خبرې تائيد کړي د دې برعکس د څو امريکايي افراطي مسيحيانو په غوښتنه برلين ته ځي او هلته د فيډرالي سيسټم غوښتنه کوي او له افغان په سنگر کې ناستو مجاهدينو سره خبرې ردوي.
خو افغان مجاهدين بايد متوجه وي، چې کورني منافقين په رښتيا هم د حقيقي بين الافغاني او د مجاهدينو او امريکايانو ترمنځ تفاهم او صلحې مخالف دى. فلهذا امريکايان و ته بايد په ښکاره وويل شي تر هغه چې د افغانستان واگي په بشپړ ډول د افغان ملت اکثريت ته نه وي سپارل شوي جنگ او جگړې به ادامه کوي. مونږ د اقليتونو مخالف نه يو خو د دې سخت مخالفت کوو، چې لږکي دې په اکثريت ولس د پرديو په اشاره او تمويل مسلط شي.
هر قوم او د هرې ژبې ويوونکي حق لري چې د خپل عدد او نفوس په اندازه د ازادو انتخاباتو او يا د اهل الحل و العقد په شورى کې خپل مناسب ځاى ترلاسه کړي.
په هر صورت اوس چې مجاهدين په کابل او قطر کې د صلحې خبرې کوي، هيله ده چې د هېواد په گوډ گوډ کې د جنگ د اودرېدو او افغانانو ته د واک پر سپارلو منتج شي. په دې صلحه کې هم د افغانانو خير دى او هم د امريکايانو، افغانان به خپل هېواد په جگو سترگو ترلاسه کړي او امريکايان به په ابرومندانه ډول له افغانستانه امريکا ته ستانه شي. مزيد امريکايان به په دې بې هدفه جنگ کې نه وژل کيږي او واشنگټن ته به د تابوتونو د وړلو سلسله ختمه شي او نه به هم امريکايي سرتيري د جنگ د فشار له امله خودکشي کوي. دا کار به د نړيوال امن امن سره پوره مرسته وکړي.
په همدې هيله.