د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بهرنيان د شمال او پاکستان له لاري وتل غواړي.

اصالت يار 03.03.2012 01:31

امريکايې جنرال (ويليم فريز) وايې چې امريکا او ناټو قواوي له افغانستان څخه د وتلو لپاره د پاکستان لارو ته اړتيا لري.
جنرال ويليم فريز دا هم وايې چې د مرکزي اسيا هيوادونه امريکايې زغروالو ټانکونو او زغروالو موټروتيريدو ته اجازه نه ورکوي نو ځکه جنرال فريز ددې کال ٢٠١٢ له تيريدو سره غواړي خپلي ځيني قواوي د پاکستان له لاري د کراچې سمندر ته تيري کړى او هلته يې د غټو انگو ټونو او کشتيو پرمټ د عربو بحيرى له لاري امريکا ته وليږدوي.
جنرال ويليم فريز وايې دا وخت مونږ له روسيې او د منځني اسيا له هيوادونو سره بيلا بيلي معاهدي او تړونونو نه امضا کړي چې پرمټ يې مونږ کولاي شو خپل ځيني پوځي او ملکي وسايل له افغانستانه اوباسو او له همدغي لاري مو افغانستان ته لوژيستکي مواد خپلو قواو ته پخوارسولي.
جنرال ويليم فريز په افغانستان او بهر کې امريکايي قواو ته د لوژيستکي موادو رسولو او اکمالولو مسؤل دى.
جنرال ويليم د تيري سه شنبي په ورځ د امريکا د سنا مجلس ته په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې افغانستان سمندر ته لار نلري نو پدې اساس مجبور يو چې خپل وسايل د پاکستان له لاري بهر ته منتقل کړو او هم يې وويل چې افغانستان ته لوژيستکي او پوځي مهمات او مواد رسول خورا ستونزمن کار دي، دا سبب دى چې د پاکستان لار پرانيستل اړين ديز
ده وويل مونږ له افغانستان څخه سږ کال (٢٠١٢) کې زيات پوځي مواد ايستل غواړو او ددې لپاره د پاکستان ځمکنۍ لار بايد خلاصه شي، داوي د جنرال ويليم فريز خبرى.
خو دا چې تر اوسه د پاکستان لاره د امريکا او ناټو قواو پرمخ بنده ده بې له شکه په افغانستان کې ميشتو امريکايانو او ناټو عسکرو ته يې د پام وړ مشکلات راولاړ کړي.
او دا هم بايد وويل شي که پاکستان د طورخم اوچمن لاري بندولو ته ادامه ورکړي نو امريکايان به بې له ډز او ډوزه له افغا نستان څخه د وتو لپاره چټکه لاره غوره کړي او د سيمي له هيوادونو څخه به مرسته اوغواړي.
بل خواته مسلحوافغان مجاهدينو خپلو عسکري حملو ته زور ورکړي او هم دا ډول افغان اولس په سترو سترو امريکا ضدمظاهرو لاس پوري کړي.
داډول د والسټريت ژورنال ورځپاڼه وايې چې بريتانوي پوځيان هم غواړي د ګران هيواد افغا نستان د شمال له لاري د منځني اسيا د هيوادونو پرمټ د بالتيک سمندرگى ته ځانونه ورسوي او له هغې لاري خپل پوځيان او مهمات بريتانې ته منتقل کړي.
پدې اړه د بريتانيې د دفاع وزير فيليپ هامونډ د دوشنبي په ورځ د قزاقستان له حکومت سره ددې هيواد له لاري د خپلو پوځونو او مهماتو د ليږدولو تړون او معاهده لاسيلک کړي او په پام کې لري چې د مرکزى اسيا د ځينو نورو هيوادونو سره هم تړونونه امضاء کړي ترڅو خپلو پوځونو او مهماتو ته د وتلو مناسبه او خوندي لار ومومي.
داوي د رسنيو هغه خپرې شوي شنني او معلومات چې درنو لوستونکو ته مو د غربي سرچينو له لاري وړاندي کړلي.
اوس د همدغه تبصرو او شننو په رڼا کې غواړو خپلي نظريي او شننى د سوالونو او طرحو په شکل کې د درنو لوستونکو او گرانو هيوادوالو په خدمت کې وړاندې کړو او هغه پدې ډول دي.
پدې کې هيڅ شک نشته چې په روان کال ٢٠١٢ په پاى کې به بهرني عسکر له گران هيواد افغانستان وتل پيل کوي خو ددغه وتلو لپاره يې لکه چې تاسو په پورته څرگندونو کې ولوستل دوه لاري انتخاب شوي لومړي لار د هيواد دشمالي ولاياتو لار ده چې بريتانويان غواړي لدغې لاري خپل پوځونه او مهمات د مرکزى اسيا د هيوادونو له لاري د بالتيک بحيري په لار بريتانيې ته منتقل کړي.
ددې کار لپاره د بريتانيي د دفاع وزير فيليپ هامونډ د مرکزى اسيا له هيوادونو سره معاهدي امضا کړي، ښايې د بريتانيي د پوځونو وتل د شمال له لاري د هيواد د جنوب ،جنوب غرب او شرق په پرتله خوندي لار وي.
بل ددغه قواو تمرکز هم په شمالي ولاياتو کې دى سره لدې چې د بريتانيې ځيني فرقي په جنوب او جنوب غرب کې هم تمرکز لري خو ددى سره سره هم بريتانويان د هيواد د شمال لاره د ځان لپاره امنه بولي. امريکايان بيا د خپلو وتلو لپاره د هيواد له شرق او جنوب څخه کار اخستل غواړي په همدې موخه امريکايان کوښښ کوي چې له پاکستان سره ترينگلي اړيکي يوځل بيا جوړي کړي او پدې هکله د دواړو طرفونو لخوا کو ښښونه چې په ميرمن حنا رباني کهر او ميرمن هيلاري کلنټن کې متمرکزي دى کلکي د بيارغوني هلې ځلې رواني دي.
پاکستان ددغې لاري د پرانستلو لپاره ځانگړي شروط وړاندې کړي چې يو اساسي شرط پکې دادى چې امريکا او ناټو دې د هغه څلرويشتو پاکستاني پوځيانو د وژلو په اړه رسمي او علني بښنه اوغواړي چې څه موده وړاندې يې د مهمندو په سيمه کې په هوايې بمبارد کې ووژل.
امريکايانو او ناټو قواو تر دې دمه يوازې د تاسف په کلمو اکتفا کړي دغه بښنه نه غوښتل د ناټو د اکمالاتي لارو د تړلو لامل شوي، او ښايې همدغه ټکى دپاکستان لخوا د مزيدي لاري بندوني لامل شي.
دا چې امريکا به پدې هڅه کې چې د خپلو قواو د وتلو لپاره يې د پاکستان لاره انتخاب کړي ددغه لاري په خلاصولو کې کاميابه شي او که نه دا به په راتلونکو څو ورځو او مياشتو کې ښه جوته شي.
دلته پوښتنه داده چې امريکايان له گران هيواد افغانستان څخه وتل غواړي نو بيا دڅه لپاره خپل ټول پوځي مهمات له افغانستانه اوباسي پداسي حال کې چې امريکايان او ناټو قواوي تل دا خبره کوي چې مونږ په روان او راتلونکي کال کې افغان پوځ(ملي اردو) ته د افغانستان امنيت سپارل غواړو نو بيا ولي امريکايان همدغه لاس شته پرمختللي ځمکنى او هوايي قواوي او پوځي مهمات لږ يا ډ ير افغان پوځ او يا هم افغان اولس ته نه پريږدي ترڅو افغانان ورڅخه گټه پورته کړي او هم امريکايان يې له وړلو او د وړلو لپاره د نورو مصارفو څخه مستغني شي، هسي هم ددغه وسلو او اسلحو سره افغانانو بلدتيا پيدا کړي او هم افغانان دغه وسلو ته داوخت اشد اړتيا لري.
خو دا چې امريکايان له افغانستان څخه خپلي ټولي وسلي ايستل غواړي دا د امريکايانو دا ادعا چې گويا دوي افغان پوځ مضبوطول ا ورغول غواړي غلطه ثابتوي.
او پدې کې امريکايان په ښکاره د درواغو او دوه مخۍ مرتکب کيږي بل خبره داده چې امريکايان بايد دغه وسلي د افغان جنگ د تاوان ورکولو په مقابل کې د يوې برخې په توگه اخلاقاً پريږدي.
ځکه امريکايانودتيرولسو کلونواشغال په موده کې ډ ير بې گناه افغانان چې شميره يې له دوو لکونو اوړي د همدغه وسلو پر مټ په شهادت رسولي.
او دادى نن د همدغه بيچاره غريب او بې نوا او تش لاسي اولس د مقدس جهاد او جنگ په درشل کې لدې خاوري وځي.
او دا داسي وتل دي چې امريکايانو ته په ډ ير لوړ قيمت تمام شو او خالي لاس به لدې هيواد (افغانستان) څخه ستينيږي.
خو د وتلو پرمهال يوه ويره شته چې د درنو افغانانو پام ورته را اړووم او هغه دا چې داسي نښي نښاني او شکونه تر سترگو کيږي چې امريکايان ښايې د وتلو پر مهال له ځانه سره ځيني داسي مواد هم منتقل کړي چې د ټول وژني (اټومي) بمونو کې ورڅخه استفاده کيداى شي لکه: يورانيم چې په افغا نستان کې په پراخه پيمانه مو جوديت لري.
فلهذا دې نقطي ته بايد افغانان متوجه وي چې امريکايان داسي څه له هيواده ونه باسي چې هغه د افغان ملت له ملي مهمو او حيوي شتمنيو شميرل کيږي.
ددې کار د مخنيوى لپاره بايد افغانان په گډه سره له نن څخه يو داسي هيئت او پلاوي انتخاب کړي چې په ټولو علمي او ټيکنالوژي لحاظونو متخصص وي او د هر ډول خامو او پخو موادو څېړنه او پېژندنه کولاى شي.
لکه څرنگه چې گران هيواد افغانستان ته د امريکايانو راتگ خطرناک وو او هم يې موجوديت ستر خطر وو نو دا ډول وتل يې هم له خطر نه ډک دى او هغه لکه چې مو ورته اشاره وکړه چې دوى ( امريکايان) به حتماً داسي څه له ځانه سره وړي چې د افغانانو لپاره قيمتي وي داسبب دي چې افغانان بايد د امريکايانو د وتلو پر مهال په خپلو ځمکنيو لارو او بندرونو کې د کلک تفتيش څخه کار واخلي او د کابل فعلي اداره بايد پدې اړه له امريکايانو څخه تعهد ترلاسه کړي، بل خواته دا شک هم شته چې کومي وسلي امريکايانو د D.D.R د پروسي تر نامه لاندې له افغانانو ټولي کړي.
ښايي د وتلو پر مهال يې له ځانه سره يوسي ددې ترڅنگ لکه څنگه چې د مسلح مقاومت لخوا په بيلا بيلو کچو له افغان حکومت او امريکايانو سره خبري کيږي دغه نقاطو ته پاملرنه به بې گټي نه وي په اخر کې ترڅو د مقالي لمن راټوله کړو وايو چې الحمدلله افغان اولس ته الله جل جلاله د دنيا په پخواني دوهم ابر قدرت او اوسني اول ابر قدرت (امريکا او ناټو) بريا ورپه برخه کړه چې چا يې تصور هم نشو کولاي اوس نو ددې سترى فتحي د شکراني په خاطر پکار ده افغانان ټول واړه او غټ اختلافات يو خواته کړى او د گران هيواد افغانستان د کنټرول پخاطر لاسونه سره يو کړي او د هر ډول خپلمنځي جنگ جگړي مخه ونسي.