د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په مصر کي د اسلامي نهضت په وړاندې ننگونه

اصالت يار 01.08.2012 14:47

دا اوس ټولو وومنله چي په مصر کي اخوان المسلمين دحسني مبارک ٣٣ کلنه توره دوره پاي ته ورسوله حسني مبارک پس له هغي دې مقام ته ورسيد چي دمصر د وسلوال پوځ يوه ځوان خالد الاسلامبولي دخپلو ملگرو بالخصوص عبدالزمر په ملتيا په ١٩٨١ کال کي دمصر پخواني ولسمشر انورالسادات درسمي گذشت پرمهال په نښه کړ او ځاى پرځاى يې وواژه پدغه وخت کي حسني مبارک هم موجود وه او پر لاس ټپي شوى وو .
مصري ځواکونو خالد اسلامبولي پس له څو لحظو وينو او زندان ته يې بوتلو ، اسلامبولي دمصر د الجهاد تنظيم کړى وه چي مشري يې د شيخ عمر عبدالرحمن پرغاړه چي دا وخت اويس له څو کلونو په امريکايي دعمر قيد سزا تيروي، امريکايان وايي دي يې ځکه بندي کړي چې ده داتيايمې لسيزي په اخر کي د امريکا داوکلاهو ما سيټي دلوڅولو او د امريکايانو دمباح الدم گڼلو فتوى صادره کړي چي پدې توره کي ايمل کانسي هم په دارو وځړول شو او شيخ عمر عبدالرحمن چي دمصر د الجهاد گوند مؤسس وه زندان ته وليږدول شو شيخ عمر په دواړه سترگو معذور دي بله خوا دشيخ عمر سره يو موافق وه چي نوم عزه ام العزام وه ، اودا په حقيقت يې د سى اى اې ايجنټ وه .
په هر صورت خالد اسلامبولي په ١٩٨١ کي انوارالسادات وواژه او دا وژل يې ددې لپاره کړي چي انوارلسادات د اسرائيلو له پخوانى صدراعظم بيگن سره د امريکا د پخواني جمهور رئيس جيمى کارتر جي دا وخت ژوندى دى په توسط د کمپ ډيوډ معاهده امضاءکړي وه که حسني مبارک هماغه وخت له انورالسادات سره وژل شوى واى ښايي دمصر حالات به دحسني مبارک له دور څخه بهتر وو دا چي اوس حسنى مبارک را پرځيدلي او تر محاکمي لاندې دى بلکي ويل شوى چى حسني مبارک داوخت دغيوبت او کوما په حالت کي دى، او د مصر اوسنى پادشه ډاکټر محمد المرسى په خپلو لومړنيو څرگندونو يې ويلي چي دحسني مبارک محاکمه به ترسره پيل کوي، او دده عسکونه به په رسمي ادارو کي نه لگيږي او نه به هم دده دکاميابيدو په مناسبت وياړ غونډي جوړيږي ا و دمصر دپاڅون شهداوو قاتلين به محاکمه کيږي .
اوس دې خبرې ته راځو چي په مصر کي وروسته له تر دده دمصر عسکري طبقى مدني حکومت دمصر اسلامپالو ته وسپاره ددغه حکومت په وړاندې اوس يو څو داسې جيلنجونو مخ کي پراته دي چې يو يو يې په گوته کووو او لږه رڼا پرې اچوو .
لومړي چيلنج دمصر کمزورى او ديواليه اقتصاد او مالي حالت دى ، حسنى مبارک او دمصري ملي خوانى تشي کړي اودا وخت دمصر په مرکزي حزاکو کي وه انه يا جنيه هم شته بلکې مصر کورني او بهرني ديون او قرصونه له حده اوشتي ددغه مريض اقتصاد رغول او علي الاقل ته ا نهيار او پناه څخه يې ژغورل بى له شکه داخوانيانو او مصري اسلامپالو او وطن پالو پر وړاندې يو غټ جيلنج دي ، خو ميد شته چي اخوانيان به لدغه ستر امتحان څخه په برياليتوب ووځي او هغه پدې چي اخوانيان علمي، طبى، اقتصادي، کوادر او جزاء لري او دهغوي پرمټ به ان شاءالله ددغه مزمن مشکل لپاره حل را وباسي او دمغرضو کړيو خولي به بندي شي، بل چيلنج کورني مشکلات دي چي په چپ لاسو تنظيمونو او پوځ کي خلاصه کيږي په کومه اندازه چي د مصر پوځ ويره لري په هماغه اندازه دمصر چپ لاسى تنظيمونه، پردي پال شخصيتونه ، ملي او اداري مفسدين هم ويره لري او لدې نه هم ويريږي چي مبادي الدوى سره دحاکم اسلامپال گوند دمشرانو لخوا دقيصه محاسبه وه نشي او دا کار ځکه کيدونکى دي چي دمصر حالت هله سميداى شي چي له غاصبينو، مفسدينو، غلو او داړه مارانو ملي شمتنۍ بيرته واخستل شي ا ودمصر پر مظلوم او نادارو خلکو ويشل شي .
دمصر د حکومت پر وړاندې بل چيلنج مخ په زياتيدونکى نفوس او دخلکو ډير والي دي او داستوگنځايونو کموالي خو ددغه مشکل لپاره هم دمصر نوي جمهور رئيس داسي اعلان کړى چې داوسيدني او استوگنځايونو دپراختيا لپاره په ټولو هغه خلکو ته چي کورونه يې تنگ اويا دنورو خلکو په کورونو کې اوسيږي فوراً مخکې ورکول کيږي چې ځانته پکې کورونه جوړ کړى .
د مصر دحکومت پر وړاندې بل چيلنج همسايه ملک اسرائيل دي چې دمصر دپخوانيو رژيمونو سره يې بيلابيل تړونونه کړي اوس ددغه تړونو بيا کره کتنه کيږي او اسرائيل لدغه کاره سخت په تشويش کي دي دمثال په ډول اسرائيل له مصر څخه دسوځولو گاز په ډيره ارزانه او نړيوالى منډهۍ څخه په کم قيمت رانيسي بلکې ويل چي دغه گاز په مفته اسرائيل ته ورځي اوس اسرائيل ويريږي چې هسي نوى منتخب حکومت دغه تړون او نور تړونونه له اسرائيلو سره لغوه اعلان کړى او دا حتمال ډير قوى دى، ځکه دمصر نوى منتخب مشر هوډ لري چيدمصر کورنۍ او بهرنۍ وضعه سيمه کړى او دا هله سميداى شي چي دتير ديکتاتور تپل شوى نظام ظالمانه معاهدات لغوه شي .
دمصر دحکومت پر وړاندې يو بل چلينج هم نړيوال سازش او موامره ده ، نړيوال صليبي ايتلاف اودسيمې مغرض او مفسد رژيمونه نه غواړي چې د اسلامپالو حکومتداري او نظام جوړونه کاميابه شي دوي به تر ډيره حده کوښښ وکړي چې دمصر داوسنى منتخب رژيم ترجبه هم ناکامه کړي خو دمصر اسلامپال بالخصوص دعدالت د گوند مشران او په مجموع کي ټول مصري اسلامپال دې خطرناکي نقطې او موامرې ته متوجه دي او لدې چيلنجه به هم ځاى وباسي، چي ښه مثال ترکيه ده دا وخت سره لدې چې ترکانو د اسلامي نظام او اسلامي جمهوريت اعلان هم ندي کړى خو دغه اسلامي انقلاب په عمل کي د بشپړ پايلي کيدو په حال کي دى .
اوس داخبره يوځل بيا کول غواړو چي دمصر اسلامپالو ته څه پکار دى چې له کورنيو او بهرنيو موامري ځان او حکومت وژغوري، ددغه ښکاره اومرموزو موامرو علاج څنگه کيدلي شي، له شکه پرته تجربو ثابته کړي چي کوم زعيم او رهبر قوم او ولس په تمامه معنى خپلول او ملگري کول غواړي پکار ده دعامه خلکوعامه او خاصه احتياجات رفعه کړي او دخدماتو له لارې خپل محبوبيت څرگند او جوت کړي، دمثال په ډول دترکي او مصر اسلامپالو يوازې دتشو او غوړو شعارونو له لارې نه بلکې دعملي لارې يې خپلو ملتونو ته دا ثابته کړي چي ددې دحکومت او سالمي حکومت داري وړتيا لري دمثال په ډول دمصر او ترکيې اسلامپال په زرگونو ډاکټران او داسې معلمين لري چي دهېواد په لرو بر تو سيمو کي عامه خلکو ته صحي او تعليمي خدمات وړاندې کوي او په بدو او ناسمو حالاتو لکه زلزله، گرمي، يخني کي د نادارو او اړو کورنيو سره بيلابيل انساني کومکونه کوي، دا وجه وه چي دمصر او ترکيي اسلامپالو په غوڅ اکثريت مصري او ترکي انتخابات وگټل او ديکتاتور پردي پال نظامونه يې په مدني مبارزه له منځه يوړل او دا يو لويې حکمت دى چې ددې زندانونه وگالل کلونه کلونه صبر يې وکړ حوصله يې له لاسه ورنکړه ، مايوس نه شول او دخپل ټاکلي هدف پر کور په ايمان او يقين سره مخ په وړاندې لاړل او الله جل جلالله هم ددوى ښه اعمال ضايع نکړ او ددې ته يې تمکين ورکړ الله جل جلاله دنيکو کارانو بيک اعمال ضايع کوي، او په ځمکه کي ورته حکومت او خلافت ورکوي، دا چي اخوانيان الله جل جلاله په ډير وعملي امتحانونو کي کامياب کړي هيله ده چي ددغه ستري بريا په ميدان کي بريالي او لوړ سر را ووځي په الله جل جلاله توکل وکړي، دمصلحو افرادو څخه کار واخلي، کار اهل کار ته وسپاري د روابطو پرځاى ضوابطو ته اهميت ورکړى او پرنږدي چې ددې پاکو صفونو ته متملق ، منافق او دوه مخې مصلحت پال شخصيتونه لار پيدا کړي، همدا دکاميابۍ لاره ده ، که افغان اسلامپالو هم په دعوتي، خوماتي اداري بعدونو کي دمصر، ترکيي، اسلامپالو، په پل پل کيښوده يه يقين سره ويلاى شو چي افغانستان ددوى دى او دوى به پري راتلونکى حکومت کوي ، په همدې هيله .