د اسلام، افغانيت په جامه کې بړيڅ ليکوالان
18.08.2011 15:59د انټرنټ د عنکبوتي نړيوالې معلوماتي شبکې تر رامينځ ته کيدو وروسته داسې اشخاصو سر راپورته کړى چې په سياسي، ديني، وطني لحاظ يې پخوا جنازه وتلې وه بلکې ددغه چپ لاسو گوندونو د ټولو افرادو مړى هم خښ شوى وو، خو اوس گورو چې د انټرنټ د شبکې د فعاليدو سره دغه زړو مړه شويو ميکروبونو او ککړو عناصرو يو ځل بيا د نوي شعار لاندې سررا اوچت کړى او هغه هم د امريکايې امپريالستي نظر يې او حمايې لاندې ځکه دغه اشخاص پرون پاخه کمونست ملحدين ول او پر ملعون او ملحدلينن يې درود ويل او يا دا چې د ماوو په عقيده ول او يا دا چې تش په نامه د پښتو مدعيان ول دغه بې مروته جنابانو او چپ لاسو عناصرو هم ايمان خرڅ کړ هم يې پښتانه خرڅ کړل او هم يې دادى دوه ځله گران او سرلوړي افغانستان خرڅ کړ ايا تاسو نه گوري چې پخوانيو وطن پلورونکو کمونستانو او پرونيو د پښتو او پښتون درواغجنو ډنډورچيانو او د امريکا جاسوسانو نن يو ځل بيا سراوچت کړى او دا ځل يې د سره روسي قميص پرځاى يې له برگ امريکايې صهيونستي يهودي قميص څخه سر را ايستلي او د ازاد افغانستان او بيارغاونې خبرې کوي نن دغه بې مروته ځينې تش په نامه د افغانيت او اسلاميت دعوه کوونکي د مکتب، علم، پوهې، او سړک جوړونې خبرې کوي او هغه څوک غندي چې گويا ددغه غلامانو په اند په مکتب مدرسه، او عامه ځايونو کې چاودنې کوي او بيا دغه چاودنې بې له تدقيقه د مسلح مقاومت د غازيانو پر غاړه اچوي پداسې حال کې چې د مسلح مقاومت غازيان د وطن او دين اصلي ازاد خپلواک اتلان دي او ددې هيواد افغانستان ساتل او بشپړ ازادول غواړي نو ايا دا معقوله او سمه خبره ده چې د وطن حقيقي ځامن دي خپل پلار وطن په خپلو لاسونو وران کړي؟!
سره لدې چې د افغانستان دننه او بهر کې په عامه ځايونو لکه مدارس مکاتب او نورو عامه ځايونو کې چاودنې د C.I.A او F.B.I په لارښودنه د بليک واټر (تورو اوبو) او وايټ ايگل (سپين باز) تر ورويستي شبکې د ځينو خرڅو شويو نا افغانه افغانانو پر لاس کوي چې په شخصي امنيتي کمپنيو کې ځاى پرځاى شوي او پدې خبره خپله افغان رئيس جمهور حامد کرزى رسماً اعتراف کړى او ددغه امنيتي اجيرو شخصي شرکتونو او کمپنيو د بنديدو غوښتنه يې کړې خو ددغه رسمي اعتراف سره سره په افغانستان کې چپ لاسي ډلې، زاړه کمونستان، او د تش په نامه د پښتو درواغجن مدعيان د ذاتي تربگني، حسد او حقد له مخې دا ټوله پړه د مسلح مقاومت پر ليکو وراچوي ترڅو دغه مقدسي وطن پالي، دين پالي او ازادۍ غوښتونکي ډلې په ملې او بين المللي لحاظ بدنامه کړي، ځکه ددغه بدنامي نه هدف يوازې او يوازې دادى چې د مقاومت په نتيجه کې يو ځل بيا دغه مفسد وطن پلورونکي کمونستان او د پښتو په نوم انټرناسونالستان د قدرت واگې ترلاسه کړې لکه څنگه چې د تير جهاد په اخري شيبو کې او بالخصوص په نو ييمه لسيزه کې پرځاى ددې چې افغان اصيل مجاهدين د کابل سياسي او عسکري واگې ترلاسه کړي ددې پرځاى ستميان، کمونستان، شيعه مليشي، ازبک مليشي، پنجشيري مليشي د سترو کمونستو جنرالانو لکه جنرال اصف دلاور، جنرال نبى عظيمي جنرال مؤمن، جنرال فوزى او نورو کمونستو جنرالانو په لاس کې ولويدې چې ترينه خپلمنځي جگړې وزيږيدي او دغه جگړو پوره لس کاله دوام وکړ او چې په پايله کې يې لس کاله دمخه امريکايانو د القاعدې د موجوديت په بهانه پر افغانستان يرغل وکړ پر افغانستان امريکايې او غربي يرغل څه تصادفي خبره او د يوې ورځې زيږنده نه وه بلکې د افغان مجاهدينو د کاميابي نه وروسته او د شوروي اتحاد له ماتې سره سم غربيانو د هغه افغانانو په مشوره دا افغانستان د نيولو پلان جوړ کړ چې پخوا غرب ته ددغه او هغه وجهې پر بنا تښتيدلي وو چې پدغه تښتيدلو کې زاړه کمونستان تش په نامه د پښتو مدعيان، شعله يان ستميان او سيکولرستان ول له امريکايانو سره يې يوځاى دا پلان طرحه او جوړ کړ چې د شوروي پرضد افغان مقاومت بايد په هر قيمت د کابل د واگې اخستلو څخه منعه شي همغه وو چې د مجاهدينو ترمنځ خپلمنځي جگړه پيل شوه دا لنډ تاريخ او وقايع مې ځکه د درنو لوستونکو په مخ کې کيښودل ترڅو له حقايقو خبر او عادلانه قضاوت وکړو، اوس يو ځل بيا او دا چې مونږ د امريکايې، صليبي امپراطوري د ټغر د ټوليدو او د ځوان، افغان، مسلح مقاومت د بشپړې کاميابې په درشل کې يو، گورو چې ځينو غلام صفته اشخاصو د ليکوالې او د بيان د ازادۍ تر چتر لاندې د قلمونو نوکې تيزې کړي تر څو يو ځل بيا يې د افغان مسلمان ملت په سينه ورومنډي او پرې يې نږدي چې ددغه مبارک جهاد ثمره په خپلو لاسونو راټوله کړي او هغه دا چې دغه منافقو عناصرو د جهاد او مجاهدينو پرخلاف د غرب په اشاره او پيسو پراخه ناروا منافقانه تبليغات شروع کړي زه ددغه تش په نامه ليکوالانو چې د پرديو غلامان او له ايمانه خلاص جاسوسان دي نومونه ذکر کول نه غواړم، خو دومره وايم د هغه چا په غلامۍ، کفر، وطن پلورنه کې شک مکوي چې د مسلح مقاومت په مجاهدينو پسې ليکنې کوي او د بدنامولو کوښښ يې کوي ولو که دغه ليکوالان د وطنيت، اسلاميت دعوه هم اوکړي.
ايا دا ظلم او جفا نده چې مجاهد ځوان سر ورکوي، ددين او وطن لپاره خپله قيمتي او مبارکه وينه تويوي، ځواني خاورې کوي او د دې ټولو قربانيو سره سره دې ورته تروريست او د پرديو غلام وويل شي؟!
خو بل خوا ته هغه څوک چې امريکايان يې افغانستان ته راوستلي، او په امريکايې ادارو کې کارکوي، ډالرې معاش ترلاسه کوي او بيا همدغه امريکايان هره ورځ په لسگونو نور عام افغانان وژني او په لسگونو نور زخميان کوي او په سلگونو زندانونو ته اچوي، هيڅوک هم ورته غلام او بړيڅ نه وايې پداسې حال چې د پښتو او شريعت له نظره او حتى د نړيوالو قوانينو او اعرافو له نظره دا کسان بې ناموسان او بې غيرتان دي ځکه د وطن سودايې کړى، دين پرې ايښي پخپله خاوره کې په خپله خوښه نورو ته سپارلي او ددغه بې غيرتي په مقابل کې ډالر ترلاسه کوي.
ايا دا به څوک وومني چې يو تش په نامه افغان دې له امريکايانو سره کاروکړي او بيادې په عين وخت کې دافغانيت او وطنيت دعوه وکړي او يا دا چې د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره دې هر ډول قربانۍ ته چمتو شي ايا دغه ډالر خواره جنابان نه ويني چې د دوى باداران امريکايان له عامه افغانانو سره په کليو، بانډو او ښارونو کې څه ډول چلند کوي، ايا دغه ړانده امريکايې تنخواه خواره تش په نامه افغانان نه گوري چې امريکايان د افغانانو د کورونو د تالاشۍ پروخت څه ډول غيرانساني چال چلند کوي؟! که نه دا نور اولس د خداى پيداندى اويا افغانان او انسانان ندي؟!
ايا همدغه کسان تروريستان ندي چې په امريکايي ادارو، مؤسسو، بيزو، او هوايي اډو او پنډغاليو کې کارکوي؟! له دوى پرته ټول افغان اولس د پنټاگون د ځناور صفته مسئولينو او جنرالانو په تورلست کې دې هر ازاد افغان القاعده، طالب، او مجاهد دي هر امريکا مخالف هيوادوال د امريکايانو په نظر کې تروريست، مختلف او مرتجع دى خو بلخوا ته هر بې احساسه او بې مروته، غوړه مال افغان چې له امريکايانو سره له لرې او نيژدې همکاري کوي، امريکا دوست او مترقي دى نو د تورلست څخه يې نوم ايستل شوى ايا دغه يې غيرتان ددې حق لري چې پر مسلح مقاومت نيوکه وکړي هغه هم اخلاقي، ادبي، انساني نيوکه نه بلکې له حسد، کينې، غرض او مرض ډکه نيوکه لکه چې مو وويل دغه نيوکې هماغه کسان او عناصر کوي چې پرون يې زمونږ د پياوړي ملت د مجاهدينو پرلاس ماته خوړلې او نن يوځل بيا دادى او دامريکايانو تر اشراف او وزرو لاندې هم زمونږ د ځوانانو مخلصو مجاهدينو پر لاسه ماته خوړونکي او له امريکايانو سره يوځاى تښتيدونکي دى، نو ځکه خو دوى مونږ د همسايه ملکونو مليشي وايې ايا دامعقوله ده چې يو څوک د ٦٠ ناټو ملکونو سره لس کاله وجنگيږي او هغه دې بيا په اخير کې ځان دغه او هغه ملک ته تسليم کړي او ايا دا عقل مني چې يو افغان مجاهد دى ډالر، يورو، فرانک، پونډ او نورو لپاره دې د سر قرباني ورکړي؟!
زه نه پوهيږم چې دا ځينې تش په نامه مفکرين او ابتدايې ليکوالان او چپ لاسي او چپ اندې عناصر ولې پخپل عقل فکر کوي پدې خويو ماشوم هم پوهيږي چې څوک مزدوري کوي نو بايد په ښه تنخواه او ښو پيسو يې وکړي، نه دا چې د ډيرو پيسو پرځاى لږې پيسې واخلي خو حقيقت دادى چې دغه ځينې عناصر ځکه پر مسلح مقاومت نيوکې اوټکې کوي چې که دغه مقاومت ژر کاميابه شي نو ددوى حرامه ډالرې او تنخواه به ودريږي او بيا به ايرکنډيشن موټرې او کورونه نه وي بيا دا حرام تجارت او بزنس ختم شوى وي، د دوى يې پروطن څه، دوى ته يوازې ډالر او د راحت وسايل اهميت لري، خيردى که نور افغانان د امريکايانو له لاسه، وژل کيږي او يا بنديانيږي او هم يا هم له هيواده د تروريزم د کرغيړن تور په بهانه شړل کيږي خو چې د دوى تنخواوې بندې نشي.
دا چې دوى د سړک پر ورانې، د مکتب مدرسي، پوهنتون پر ويجاړيدو اوښکې تويوي دا هم محض درواغ او افتراء ده ځکه دوى د همدغه مکتب، مدرسي پوهنتون ښار جوړونې له پيسو او ملي خزانې څخه په لکونو ډالر غلاکوي او خپلو شخصي حسابونو ته يې د هيواد دننه او بهر کې ليږدوي ايا دا ډول غرضي او مرضي خلکو ته مسلمانان يا وطن پال ويلاى شو او ايا دوی ددې حق لري چې په سپکه خوله د مقاومت لوريو ته گوتې ونيسي او خپل ټول ملي او ديني او اخلاقي خيانتونه په دوه گوتو پټ کړي.
دا وجه ده چې بړيڅ ليکوالان د پيسو او ډالرو لپاره ليکنې کوي او يا دا چې على الاقل د امريکايانو دود او دوستي لپاره متملقانه ليکل کوي او يا دا چې د کفر او اسلام ترمنځ او د ناپييلتوب تر شعار لاندې د مذبذبينو لاره غوره کوي تر څو له يوې خوا له ديني، وطني او ملي مسئوليتونو غاړه (شانه) خالي کړي او له بل پلوه ډالرې تنخوا ترلاسه او د امريکايانو له شرنه ځان په امان کړي ځکه مخالفت هم قرباني ته اړتيا لري يو ډارن او بزدل انسان د ټوپک مخالفت خو پريږده چې محضې د خبرې او خولې مخالفت هم نشي کولاى ځکه حق ويل هم جهاد دى بلکې ورته بهترين جهاد ويلى شو اصل( افضل الجهاد کلمة و حق عند سلطان جائر)) بهترين جهاد د حق خبره د ظالم پادشاه او سلطان پر وړاندې کول او ويل دى دا نن چې ځينې بړيڅ، مزدور او منافق ليکوالان د حق له ويلو چپ دى او دامريکايانو پرځاى مجاهدين ملامتوي وجه يې داده چې د دوى ضمير مړدى ايمان يې ختم شوى، غيرت يې نشته دوى ته چې غربي ميډيا هر څه ورتلقينوى همغه د طوطيانو په څير زمزمه کوي غربيان وايې په سلو کې اويا ملکي وژنه مجاهدين کوي او ديرش په سلو کې ناټو قواوې دا هم يو ستره لاسته راوړنه ده چې غربيان خو په سلو ديرش ملکي وژنه مني خو حقيقت دادى چې سل په سلو کې ملکيان د ناټو لخوا په نښه کيږي او وژل کيږي.
نو اوس اى د څو روپيو ليکواله او اى د څو ډالرو وطن پلورونکيه ترجمانه او ماموره او اى د ايمان او غيرت نه خلاصه جاسوسه ايا ته رښتيا هم افغان يې، ايا رښتيا هم د مسلمان پلار مور نه زيږيدلى يې ايا ته نه ويني چې په وطن کې برلاس د چادي، پټ زندانونه د چادي؟! فحشاء او رذالت څوک خوروي؟! ستا بچيان څوک نصرانيان کوي؟ ستا ملي خزانې طبيعي زيرمې څوک لوټوي؟! ستا د لور ترڅنگ په مکتب، پوهنتون، دفتر کى پردي ځوى او سړى څوک کښنيوى؟! دا څوک دي چې تا دا بد لپاره غلاموي؟! دا ته نن ولې وطن نشي ساتلاى؟! ايا ته افغان نه يې؟! دا خاوره ستانده؟! که ته داسې نه يې نو بيا خو د ضمير په حکم زمونږ افغانيت او اسلاميت او شجاعت وومنه ته د C.I.A غلامي کوي خو زه ورسره جنگيږم که د ناټو شپيته مسلح پرمختللى هيوادونه زما په غاړه کې د غلامي جغ نشي اچولې نو سوال نه پيداکيږي چې تر ناټو ناتوانه او ضعيفه هيوادونه به مونږ غلامان کړي خو که ستا مطلب له مهاجرينو څخه وى هو دا وخت په همسايه هيواد پاکستان کې تقريباً درې ميليونه افغانان اوسيږي زمونږ د ازادۍ علت دادى چې مونږ هيڅ نلرواونه په څه بند او وازيو يو بستره يوه ديگچه او يوه لوټه لرو که کله مو هم زړه غوښته هر چيرې هر وخت په ازادانه ډول تلاى شو زمونږ غلام کول څه اسان کارندى ځکه مونږ په لوږه، تنده او بې خوبې اموخته يو. د سر لوړو مجاهدينو د بشپړ واک په هيله