د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهرات ولایت له محبس څخه بندیان خوشې شول

محي الدين نوري 17.12.2009 08:54

دهرات ولایت سیميیز چارواکې وايي دولسمشر حامد کرزي په فرمان ددې ولایت له مرکزی محبس څخه ۷۲ تنه بندیان خوشې شول.

دهیواد د جزایي قوانینو پر بنسټ، هغه محبوسین چې د خپل بند ثلث یې تیر کړی وي د مختلفو مناسبتونو په بهانه د ولسمشر په حکم سره خوشي کیدلای شي .

خود دغه قانون پر بنسټ هغه مجرمان چې دقتل، اختطاف او رشوکې یا لارې وهلو په تور نیول شوي وي نه خوشي کېږي .

دهرات ولایت د محبس مشر عبدالمجید صادقي وايي : ( هرات ولایت له عمومي محبس څخه ۲۷ تنه بنديان خوشې شول، چې د بند موده يې له يونيم کال څخه لږه وه .) صادقي زیاتوي چي د دغو بندیانو په ډله کې شپږ ښځې هم شاملې دي .

له محبس څخه خوشي سوي بنديان خوښ ښكاريده اودا ژمنه یې وكړه چې نوربه هيڅ ډول ناقونه كړنه نكوي.

دا مهال د هرات ولايت په عمومي محبس کې ۱۶۰۰ تنه بنديان شته چې ۸۵ تنه يې ميرمنې دي . دغه بنديان د ډول ډول جرمونو له امله په زندان کې شپې ورځې سبا کوي .

دا هم د ويلو ده چې په روان کال کې د دغه محبس ۳۷۰ بندیان د ولسمشر حامد کرزي د مختلفو فرمانونو پراساس خوشې شول .