په نیمروز ولایت کې ۲۳ طالبان مړه او ټپیان شوي دي
17.12.2009 08:34په نیمروز ولایت کې دافغان او ائتلافي ځواکونو دتصفیوي عملیاتو په لړ کې تر ۲۳ ډیر ددولت ضد وسله وال مخالفین مړه او تپیان شوي دي.
سیمییز چارواکي وایي چې دغه عملیات وروسته ترهغه په خاشرود ولسوالی کې تر سره شول چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې وسله وال بریدونه تر سره کړل.
د دوو ورځو راهیسې دافغان او ائتلافی ځواکونو دغه تصفیوي علیمات په دې ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو دځپلو لپاره پیل شوي دي.
سیمییز چارواکي وایي چې تیره شپه طالبانو دخاشرود ولسوالۍ پشته حسن د پوستی دتصرف هوډ درلود چې دامنیتۍ ځواکنو دمقاومت سره مخامخ شول او وروسته بیا ائتلافي ځواکنو ددوی پر مورچو باندې بريدونه وکړل.
د نيمروز والي غلام دستګير ازاد وایی :( تیره شپه دائتلافي ځواکونو چورلکو هم په دغه عملیاتو کې دطالبانو پر مورچو باندی بمبار کړی چې ۱۳ طالبان مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي دي .) دی زیاتوي چې په دغه عملیاتو کې دملي اردو سر تیرو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
له بله پلوه بیا طالب وسله والو رسنیو ته په خبروکې د خپلو څلورو كسانو د ټپي كېدو خبره تاييد كړې ده او ادعا كوي، چې په دغو عملياتو كې دوه امريكايي عسكر او اوه افغان پوليس هم وژل شوي دي.
دا په تیره یوه میاشته کې شپږم وار دی چې دنیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالۍ کې وسله وال طالبان بریدونه کوي.
ددغه نښتو په لړ کې لږ تر لږه لس دولتې سرتیری او نیږدی ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نیمروز دهیواد دهغو ولایتونو په شمیر کې راځي چې طالب اورپکي پکې پراخ شتون لري خو د ائتلافي ځواکونو څرک پکې نشته .