د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هرات کې سلګونو کسانو لاریون وکړ

محي الدين نوري 04.10.2009 16:19

ورسته ترهغه چی یو ځوان په هرات ولایت کې دانسان تښتونکو له خوا ووژل شو ددې ولایت په سلګونو اوسیدونکوپه یو لاریون لاس پورې کړ.

شل کلن عبدالواسع دومیاشتې وړاندې دهرات ولایت دمرکزنه دوسله والو انسان تښتونکو له خوا تښتول شوې وو .

ددغه هلک خپلوانو نن رسنیو ته وویل:( چی انسان تښتونکو ده دوی نه یولک آمریکایی دالر غوښتې ول او دوی یواځی شل زره ورکړی نو ځکه انسان تښتونکو عبدالواسع یی وواژه .)

ورسته ترهغه چې تیر ماښام ددغه شل کلن ځوان ټوتې ټوتې شوې جسد پیدا شو، نن دهرات اوسیدونکو دهغه جسد یې دولایت دمقام ومخ ته انتقال کړ.

دلاریون کونکو شمیر چې سلګونو ته رسید په داسی حال کې چې ددولت ضد شعارونه یی ورکول دهرات ولایت دامنیتی چارواکو داستعفا غوښتنه وکړه .

لاریون کونکو ددغه پیښې دعاملینو د قصاص غوښتنه کوله .

په دې وروستيو کې د هرات په ښار کې د انسان تښتونې پېښې او ناامنې مخ پر زیاتې دو دې .

تېر کال په دغه ښار کې د انسان تښتونې پر وړاندې د دغه ښار ډاکټرانو او قاضيانو د څلورو ورڅو لپاره پر لاريون لاس پورې کړى و .

که څه هم ددی ولایت دامنیتې چارواکو سره مو اړیکه ونیوله خو دوی ددې پیښی په هکله رسینو ته څه ونه ویل.