د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نیږدې ۹۰ وسله وال مخالف دهرات دپولیسو سره یوځای شول

محي الدين نوري 21.11.2009 17:53

په هرات ولايت کې ددولت یو بل مخالف وسله وال قومندا نن دنیږدې ۹۰ تنه وسله والو کسانو سره یوځای امنیتي چارواکو ته تسلیم شو.

امنیتی چارواکي وایي قومندان سلیمان چې په پښتون زرغون ولسوالۍ کې له دوه کلونو را په دې خوا سل کسيزه ډله جوره کړی وه ،په دې ولایت کې یې غیرقانوني فعالیت کاوه.

قومندان سلیمان چې دوه کاله وړاندې دهرات دسرحدي پولیسو یو ځایي قومندان و،  ورسته ترهغه چې دڅارنوالۍ لخوا دغیر قانوني وسلو په درلودلو تورن شو و غره ته وخوت او د دولت ضد وسلوال فعاليت یې پيل کړ.

دهرات امنیه قومندان جنرال عصمت الله عليزی وایي ،چې قومندان سلیمان په خپله خوښه او ددولت په غوښتنه د  ۸۵ کسانو سره تسلیم شوی او  ۸۵ میله سپکه او درنه وسله یې هم له ځان سره راوړې ده.

په هرات ولايت کې د تيرې يوې میاشتې په لړ کې د دولت ۱۵ مشهورمخالف وسله وال قومندانان له خپلو 300 تنو وسله والو کسانو سره دولت ته تسلیم شوي دي .

وروسته تر هغه چې په هرات ولایت کې د دولت مشهورمخالف وسله وال غلام يحى اکبري ووژل شو، له دولت سره د وسلوالو مخالفينو د يوځاى کېدو لړۍ په دې ولایت کې زور اخیستی دی .

که څه هم دغه کسان دولت ته تسلیم شوي دي خو دهرات په کشک کهنه، کشک رباط سنګی او ګلران ولسوالیو کې ځينې نور وسلوال مخالفين پیدا شوي دي چې په سیمه کې د ناامنۍ سبب شوي دي.