په هرات کې دامريکا دقونسلګرۍ د پرانستنې سند لاسليک شو
16.12.2009 16:29د هرات والي او د آمریکا سفیر په افغانستان کې نن سهار په هرات ولایت کې د امريکا قونسلګرۍ د پرانېستۍ سند لاسليک کړ.
ددې سند پر بنسټ دهرات ولایت پنځه ستوریز هوټل به د دریو میاشتو لپاره ددغې قونسلګرۍ د موقت ځای لپاره و کارول شي.
د آمریکا سفیر کارل ایکن بري دافغانستان سره د آمریکا د نظامي او انکشافي مرستو د ډیریدو خبره هم وکړه.
د بهرنيو چارو سر پرست وزیر داکټر رنګین دادفر سپنتا، په هرات ولایت کې د متحده ایالاتو د سیاسي نمایندګۍ جوړیدنه دافغانستان دبیارغونی او دآمریکا د مرستو په ډیریدنه کې یو ډیر مهم ګام وباله .
سپنتا وویل چې: ( دا له مزار ښار وروسته د امریکې دوهمه قونسلګري ده چې په افغانستان کې پرانیستل کیږي. او دا ډيرد خوشحالي ځای دی . او ددې امید شته چې د آمریکا دقنسلګرۍ پرانیستنه به په هرات کې دبهرنیو اقتصادي پانګه اچونې ته وده ور کړي).
کارل ایکن بري وویل: ( دآمریکا ددغه قنسولګرۍپه افتتاح سره به دغه دوه هیوادونه نور هم نیږدې شي او زموږ نظامي او انکشافي مرستې به هم زیاتې شي .) ده زیاته کړه چې د امريکا ددې قونسلګرۍ د پرانېستلو سره به د افغانستان په لوېديځ کې د هرات له خلکو سره د امريکا د اوږدمهاله ژمنو د ټينګښت په لاره کې هم یو مهم اقدام وشي .
کارل ایکنبري زیاته کړه چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما دوینا سره سم آمریکا له افغانستان سره د داسې دوامدارې دوستۍ او همکارۍ په هڅه کې ده چې په متقابل درناوي ولاړه ده .
په هرات ولایت کې به د آمریکا قونسلګري په راتلونکي کال کې پرانېستل شي او امريکا به تر هغه مهاله دهرات د پنځه استوریز یا ( پنج ستاره هوټل ) نه ګټه واخلي .
له بله پلوه بیا دهرات ښاریان له دې کبله اندیښمن شوي چې دآمریکا دقنسلګری دپرانیستلو سره به په دې ولایت کې دطالبانو بریدونه او دلارو بندیدنه ډېره شي. دوی وایې چې ددغه قونسلګرۍ ځای دهرات ولایت ددوو مشهورو پارکونو په مینځ کې دی او دوی به له دې وروسته دامنیتي ستونزو له کبله دې پارکونو ته لاړ نشي.
دمګړۍ د امریکا په سلګونو سرتیري او د ځانګړي ځواک وسله وال د هرات ولایت د تخت سفر او باغ ملت په سیمو کې ډیر تګ راتګ کوي چې دخلکو داندیښنې لامل شوی دی .
په كابل كې د امريكا سفارت بیا دیوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د امريكا قونسلګرۍ به په راتلونكى كال پرانستل شي او دهرات ولایت د ( پنج ستاره هوتل ) نه به تر هغو پورې ګټه اخلي تر څو چې يې نوې ودانۍ نه وي جوړه كړي.