د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هرات كي دايراني توكو نندارتون جوړ شو

محي الدين نوري 04.10.2009 16:21

دهرات ولایت دمولانا جلال الدین محمد بلخي په تالار کې نن سهار د ایراني صنعتي شرکتونو د تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شو.

په دغه صنعتي نندارتون 60 ايراني شرکتونه خپل هغه صنعتي شيان نندارې ته ږدي چې په افغانستان کې ډېر کارول کېږي.

دمشهد نړيوال نندارتون مشر سيد محمد سيدي وايي :( په پنځه ديرشو غرفو کې دلاسي صنايعو اوخوراکي توکو توليدات ،تخنيکې سامان الات او نقليه وسايط دمينه والو نندارې ته ايښودل شوي دي .)

ددی نندارتون دچارواکو په وینا ددی نندارتون موخه ديران دهیوادد توليداتو لپاره بارزاموندنه، صنعتګرو او دتوليدوونکو هڅونه ولا پانګونی ته بلل شوی ده.

اقتصادی کارپوهان وایې که څه هم د دغه نندارتون ډېره گټه ايران ته رسیږی خو د دا ډول نندارتونونو جوړول د افغان او ايراني تجارانو ترمنځ د سوداگريزو اړيکو په پياوړي کېدو کې مهم رول لري.

دا په تیرو ۷ کلونو کې دیرانی شرکتونو دتولیداتو دریم نندارتون دی چی په هرات کې پرانیستل کیږی.