د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه امریکایی سرتیري دمرغاب په سيندکې غرق شول

محي الدين نوري 05.11.2009 10:49

دبادغیس ولایت امنیتي مسئولان وایي چې دوه امریکایي سرتیري د بالامرغاب په رود کی غرق شوي دي .

ددې ولایت دامنیت آمر سمونيار محمد جبار وايي دغه دوه عسکر تیرماښام هغه محال په دغه رود کې ډوب شول چې غوښتل یې د دوی اکمالاتي بستې له دغه رود څخی را وباسي .

دغه اکمالاتي بستې دامریکایي الوتکو له خو دپراشوټ په وسیله په بالامرغاب ولسوالۍ کی و میشتو آمریکایی سرتیرو ته اچول کیدې چې و رود ته لویدلې وې.

 جبار وایي ژغورونکي او پلټونکي عملیات یې ددغه عسکرو دژغورولو لپاره پیل شو ي دي خو ددوی څرک لا نشته او دهغوی د ژوندي پاته کیدو تمه نشته .

ځايي خلکو هم په سیند کې ددغه آمریکایي سرتیرو دغرق کیدو پخلی کړی دی .

په هم دی حال کی طالب ویاند قاری یوسف احمدی وایی خارجي عسکر هغه مهال اوبويوړول چې دوی د رود نه بستی را باسلې او طالبان وسله لوال برید پر وکړ.