په هرات کې يو امريکايى مسلمان شو
13.12.2009 12:19د آمریکا يو تن عيسوي اوسېدونكی پرون په هرات کې د يو لړ مراسمو په ترڅ كې د توحيد كلمه وويله او د اسلام په سپيڅلي دين مشرف شو.
دغه ۳۱ کلن آمریکایی ، چې پخوانى نوم یې انجنیرمیتوویلیاس ، په اسلام له مشرف کېدو وروسته پرې د عبدالله نوم کېښودل شو .
عبدالله دسوپریم په نوم دیوه شخصی امنیتي کمپنۍ کې مسئولیت لاره چې پنځه کاله وړاندی افغانستان ته راغلی او دهرات – کندهار فعالیت کاوه.
دهرات په ګازرګاشریف مسجدکې دخطیب مولوي مجیب الرحمن تازه مسلمان شوي آمریکایي انجنیرمیتوویلیاس یا عبدالله ته دشهات کلیمه او داسلام لمړني احکام ور وښودل.
ګڼ خلک د عبدالله ليدو ته ورغلي وو، راغلو خلکو پر عبدالرحمن ګلونه ور شيندل او تر کليمې ويلو وروسته يې پګړۍ ور په سرکړه .
عبدالله خلکو ته وویل چی: ( زما سره زما خداى مرسته وکړه، ما د نورو دينونو په اړه معلومات راغونډ کړل او اسلام مې پکې خوښ کړ . له تاسوپه مننه غواړم په راتلونکی یوه ریښتینی مسلمان ووسم.پخوانی دین مې مسحيت وه پنځه کاله راهیسې چې افغانستان ته راغلم له انټرنټ اوبیلابیلو لارومې اسلام سره پیژندګلوي پیداکړه) .
تر دی مخکې هم دهرات په ګلران ولسوالۍ کې یو آلمانی مسلمان شوی و او په هرات کې یې ژوند کاوه.

