د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هرات: په اسماعيل خان ځانمرګي ۲۰ مړه او ټپيان کړي دي

محي الدين نوري 27.09.2009 14:24

د اوبو او برېښنا وزير اسماعيل خان له هغه ځانمرګي بريد څخه روغ وتلی چي نيږدي ۲۰ ولسي وګړي پکۍ مړه او ټپیان شوي دي.  د برید مسووليت طالبانو منلی دی.

امنيتي چارواکي وايي چې دغه ځانمرګی برید دیوې سراچې موټر په وسیله شوې دې.

د اوبو او برېښنا پر وزير هغه وخت ځانمرګې بريد وشو، کله چې دموټرونو کاروان یی نن سهار دهرات دمركزنه د دي ولايت دهوايي ډگر به لور روان وو څو کابل ته ستون شی.

سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي چې به دي برید كي څلور ولسي وګړي وژل شوي او۱۶ تنه نور ټپيان دي. په ټپیانو کې یو ښځه او څو کوچنیان هم شامل دې.

دهرات ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند نورخان نيكزاد وايي چې په اسماعيل خان باندې نن سهار نهه بجي دهرات ښار په لومړۍ ناحيه کې دیوه موټر په استفادې سره ځانمرګی برید وشو. نيكزاد وايي په بريد کې د اسماعيل خان دري ساتونکی ټپي او شوی او موټر ته يې زيان اوښتی دی .

ده وويل:( چې د چاودنې په ټپيانوکې دوه يا درې تنه د ښاغلي اسماعيل خان ساتونکي او نور ولسي وګړي دي .)

د اوبو او برېښنا وزیر تر اوسه پورې پخپله په دې اړه کوم غبرګون نه دې ښوولی دی .

په سيمه کې عيني شاهدان وايي له بريده وروسته په لس گونو مړي او ټپيان په سيمه کې نژدې روغتونونو ته ولېږدول شول او د چاودنې غږ په ليرې پرتو سيمو کې هم تر غوږو شوى و .

د سيمه ييزو خلکو په وينا، په دې چاودنه کې درې کسان وژل شوي تر شلو دیر نور ټپيان دي چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بلل شوى دى . ددوې په وینا دا چاودنه دومره زوروره وه چې په شاوخوا کې یې ترپنځوسو مترونو پورې دوکانونه ، کانتینرونه او موټرونه ویجاړ کړي دي.

د بريد مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستی او ويلي يې دي چې په خپله اسماعيل خان او دهغه څلور ساتونکي يې وژلي خو چارواکي دغه ادعا ردوي.

دابرید داوبو او بريښنا پر وزیر ورسته تر هغه کېږي چې نوموړي پرون په هرات کې د دولت وسله والومخالفانو ته خبرداری ورکړ.