دلویدیځې حوزې خبریالانو داحسان الله شهید زوی وژنه وغندله
10.12.2009 07:25په هرات کي دسیمیيزو، ملي او بین المللي رسنیو خبریالانو نن په یوې ځانګړې ناسته کې دافغان خبریال احسان الله شهید زوی وژنه او په لغمان ولایت کې دخبریالانو ډبول وغندل .
دغه ناسته دهرات ولایت داطلاعاتو اوکلتور مخې ته دسفما دځوانو خبریالانو دمرکز، دمتخصصانو دشورا د ژورنالیستانود انجمن او دهرات دپوهنتون دژورنالیستانو دټولنې له خوا جوړه شوې وه.
تېره ورځ په لغمان کې پر یو شمېر خپلواکو ژورنالیستانو هغه مهال دملی اردو دځواکونو لخوا برید وسو چې دوی غوښتل د امریکايي ځواکونو لخوا د ملکیانو د وژنې په غبرګون کې ترسره کیدونکی لاریون تر مطبوعاتي پوښښ لاندي راولي.
ویل کیږي چې په دغه لړ کې دآمریکایی ځواکونو په عملیاتو او اخ او ډب کې دجلال اباد تلویزیون یو تن مخکینی خبریال احسان الله شهید زوی هم وژل شوی دی.
دلویدیځې حوزې خبریالانو په یوه پنځه مادیيزه پریکړه لیک کې د دولت اونړیواله ټولنې څخه ددې پیښی دپلټنې غوښتنه وکړه.
خبریالانو نن په هرات ولایت کې وویل چې دخبریالانو سره دا وروستی تاوتریخ والی دا جوتوي چې افغان خبريالان دهیواد په هره سيمه کي تر گواښ لاندي دي .
دغه خبریالانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له افغان حکومته غوښتي چې په دې اړه پلټنې وکړي او د شهیدزوی قاتلین او پر خبریالانو باندې برید کونکي پیدا او محاکمه کړي .
همداراز د هرات داطلاعاتوکلتوررئیس نعمت الله سروري ویلي چې دافغانستان په قوانینو کې ژورنالیزم اودبیان ازادۍ ته درنښت شوی او باید د کارپه وړاندې یېخنډ پیدا نشي. سروري هم دلغمان پیښه وغندله او دهغې عاملینو ته یی دسزا غوښته وکړه.
په روان کال کې دا څلورم خبریال دی چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې وژل کیږي.