طالب بندیانو خوشې کول؛ د خلیلزاد څرګندونو ته د افغان حکومت غبرګون
د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د زلمي خلیلزاد له څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغان حکومت په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
"پاکستان د چمن لار خوراکي توکو او ترانسپورت ته بېرته پرانیزي"
پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ویلي، د پاکستان د هغې پرېکړې هرکلی یې کړی چې له جمعې ورځې راهیسې به د چمن دروازه د خوراکي توکو او ترانسپورت پر مخ بېرته پرانیزي.
هرات کې د کرونا د تشخیص مرکز نن فعالیت پیلوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په هرات ولایت کې د کروناویروس د مشکوکو پېښو د تشخیص لپاره لابراتوار نن په فعالیت پیل کوي.
بونېر: د کرونا وايرس پېښې مخې ته راتلو وروسته خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو ويل شوي
په خېبرپښتونخوا کې پرون د شورو، چهارشبنې په ورځ د کرونا وایرس درې پېښې مخې ته راغلې چې پکې يوه په مردان، بله په بونېر او درېمه په هنګو کې رپوټ شوې وه.
کورونا وېروس؛ ایټالیا کې په یوه ورځ ۴۷۵ کسان مړه شول
په ایټالیا کې په یوه ورځ د کورونا وېروس له امله ۴۷۵ کسان مړه شوي او دې سره په دغه هېواد کې له کورونا د مړو شمېر نژدې درې زرو کسانو ته ورسېد. ایټالیا کې نژدې ۳۵ زره ۷۱۳ کسان کورونا وېروس نیولي، خو له څلور زرو ډېر پکې له دې ناروغۍ رغېدلي دي.
الیس ویلز: د واک پر سر جنجال باید پای ته ورسیږي
دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو په افغانستان کې د جمهوري ریاست د ټاکنو وروسته د واک پر سر د راپورته شوي جنجال د پای ته رسیدلو غوښتنه کړې او ویلي دي، چې موازي حکومتونه کار نه ورکوي.
کرونا وايرس: د مردان منګا يونين کونسل تړل شوی
د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې پرون د شورو، چهارشنبې په ماښام په کرونا وايرس اخته تن مړی شوی او د دغه پېښې وروسته د مردان مانګا یونين کونسل تړل شوی دی.
که پوتین تر ۲۰۳۶ واکمن وي، افغانستان ته به څه پایله لري؟
روسیه کې نوی قانوني بهیر که اجرا شي ۶۷ کلن پوتین ته اجازه ور کوي چې بیا دوه ځلې ولسمشرۍ ټاکنو کې نوماند او تر ۲۰۳۶ کال واکمن شي. ویلادیمیر پوتین دې وروستیو کې د خپل هېواد پارلمان ته وینا کې داسې جالبه طرحه وړاندې کړې چې له ۲۰۲۴ کال وروسته یې کرملین کې واک غځولی شي.
خلیلزاد بیا د افغان ټاکنیز کړکېچ د هوارولو غوښتنه وکړه
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا پر افغان سیاستوالو غږ کوي چې خپلمنځي اختلافونه ختم او جوړ جاړی وکړي. د نوموړي په خبره، افغانانو ته پکار دي هغه سیاسي کړکېچ اوار کړي چې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته له دوو لوړو رامنځ ته شوی دی.
کورونا وېروس: پاکستان کې لومړۍ مړينه او د نورې نړۍ حال
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له دوه سوه زره زيات خلک د کورونا وېروس پر ناروغۍ اخته شوي او تر دې مهاله له اتو زرو زياتو کسانو د دې وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د دې وېروس له امله د يوه کس مړينه تاييد شوې ده.
په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه دوه کسان مړه شول
ظفر مرزا د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټویټر دلارې وویل په مردان کې ۵۰ کلن تن د کرونا نه مړ شوی دی. د وزیراعظم مشیر وویل د مردان دغه تن څو ورځې وړاندې د عمرې نه بیرته راغلی چې توخی، تبه او په ساه اخیستلو کې ورته مشکلات پیدا شول
خلیلزاد: د بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي. نوموړي پر دواړو خواو غږ کړی چې دې برخه کې تخنیکي ګامونه پورته کړي
خلیلزاد: د "بندیانو د سمدستي خوشې کیدو" وخت رارسیدلی دی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، وایي د بندیانو د خوشې کولو وخت رارسیدلی دی.
طالبان: که د کورونا وېروس ستونزه جدي شي خپل بریدونه کمولی شو
طالبان وايي که افغانستان کې د کرونا وېروس ناورین جدي شي نو دوی چمتو دي چې خپل بریدونه لا کم کړي او د دې وېروس د خپرېدو پر ضد مبارزه کې له اړوندو بنسټونو سره مرسته وکړي. بله خوا افغان حکومت د اوربند په اړه د اروپایي ټولنې استازې د غوښتنې هرکلی کړی
د کرونا ویروس څومره وخت ژوندی وي؟
د کرونا ویروس د هوا په قطرو کې چې د ناروغ کس له خولې راوځي څو ساعته او د ځمکې پرمخ او وسایلو کې تر څو ورځو پورې ژوندی پاتې کیږي او د ناروغۍ سبب کیږي.