طالبان: که د کورونا وېروس ستونزه جدي شي خپل بریدونه کمولی شو
افغان طالبان وايي که په دې هېواد کې د کرونا وېروس ناورین جدي کیږي نو دوی چمتو دي چې خپل بریدونه لا کم کړي او د دې وېروس د خپرېدو پر ضد مبارزه کې له اړوندو بنسټونو سره مرسته وکړي.
د دې طالبانو له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې، پرون سې شنبه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ویلي وو، د کورونا ناروغۍ کابو کولو لپاره باید په افغانستان کې اوربند وشي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن چارشنبه د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي د دې غوښتنې هر کلي کړی.
افغان حکومت ویلي، دوی چمتو دي چې د کورونا ویروس سره د مبارزې او سولې لپاره هر ګټور ګام واخلي.
طالبان وايي، د دوی تر واک لاندې سیمو کې هم د کورونا وېروس پر ضد تدابیر نیول شوي.
د دې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل دوی د کورنا وېروس سره د مبارزې په موخه مرستندویه روغتیايي بنسټونو او ټولنو ته هر ډول زمینې برابروي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازی سهېل شاهین هم د تاوتریخوالي پېښو پړه پر افغان ځواکونو وراچوي او وایي، د حکومت پوځي کتارونه د دوی د ولکې سیمې ته د ننوتلو هڅې کوي.
په افغانستان کې د کورنا په ویروس د اخته ناروغانو شمېر تر دې دمه ۲۲ ته رسیدلی. تر اوسه ټولې ۳۴۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې چې ۲۷۲ يي منفي او ۴۵ يي لا هم د معاینې لاندې دي.
کورونا ویروس چې دا مهال په نړیوال ناورین بدل شوی په افغانستان کې يي بیا د جګړو له کبله د لازمې نه پاملرنې په اړه اندیښنې مخ پر ډییریدو دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویانده درانۍ وزیري وايي له کورونا وېروسه د راپیدا شویو اندېښنو پر مهال اوربند د سولې له بهیر سره هم مرسته کوي او په وینا يې حکومت دې کار ته چمتو دی.