ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


برتانیا رسماً له اروپايي ټولنې ووتله

برتانيا رسماً له ۴۷ کاله غړیتوب وروسته له اروپايي ټولنې ووتله. د برتانيا د اساسي قانون د تېرې نېمې پېړۍ د دغه تر ټولو لوى بدلون ملا تړي او مخالفين په بېلابېلو مراسیمو کې دغه شېبه لمانځي. د ١٩٧٣ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه برتانيا اروپايي ټولنې ته ورگډه شوه، چې هغه مهال يې د اروپا اقتصادي ټولنه بلله.

31.01.2020 BBC

امریکا خپلو اتباعو ته: چین ته سفر د افغانستان او عراق غوندې خطرناک دی

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې ده چې چین ته سفر ونکړي.

31.01.2020 امریکا غږ

سیګار: د تېر کال دریو میاشتو کې د وسله والو بریدونه نژدې اته کلونو کې تر بل هر وخت ډېر شوي

له افغانستان سره د مرستو امریکايي مفتش یا 'سیګار' په خپل تازه درې میاشتني رپوټ کې ویلي، د ۲۰۱۹ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د وسله والو بریدونه د ۲۰۱۰ کال راهیسې چې ثبت یې پیل شوی، د همدې مودې لپاره تر بل هر وخت زیات وو.

31.01.2020 BBC

ازادي ستوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د افغانستان حکومت هڅه کوي چې له ووهان ښاره خپل اتباع وباسي ځکه په چین کې مرګونی کرونا ویروس مخ په خورېدو دی. منظورپښتین په دیره اسماعیل خان کې محکمې ته وروستل شو. په اندونیزیا کې له څو کلونو راهیسې د یوې تمساح په غاړه کې ټېر بند پاتې دی. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون خپریږي.

31.01.2020 ازادي راډیو

پاکستان د کرکټ د ۱۹کلنو نړیوال جام کې افغانستان ته ماتې ورکړه

افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام په منځلوبو/کوارټرفاینل کې پر پاکستان لوبه وبایلله.

31.01.2020 امریکا غږ

پاکستان چین ته پروازونه بند کړل

پاکستان چین ته ټول تلونکي پروازونه بند کړل او له چین سره یې د یوې مهمې لارې پرانستل هم ځنډولي دي.

31.01.2020 امریکا غږ

کاروان

کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.

31.01.2020 امریکا غږ

زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته تللی

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوې اعلامیې په حواله ویل شوي، چې ښاغلي خلیلزاد د پاکستان بهرنیو چارو له وزیر مخدوم شاه محمود قریشي او د دغه هېواد له پوځ مشر جاوید قمر باجوه سره د افغانستان سولې بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

31.01.2020 BBC

کرکټ: د افغانستان او پاکستان د ۱۹کلونو کوارټر فاینل لوبه

د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلونو کرکټ لوبډلو ترمنځ د کوارټر فاینل لوبه نن جمعه د کابل پر وخت ۱۲:۳۰ دقیقې پيل شوه.

31.01.2020 امریکا غږ

جنورۍ کې۲۳زره افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي ـ راپور

د کډوالۍنړیواله اداره یا «IOM» وايي، د روان ۲۰۲۰ کال له جنورۍ میاشتې څخه بیا د یادې میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې له ایران او پاکستان څخه ۲۳۴۸۱کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

31.01.2020 امریکا غږ

ولې اکثره خلک د پولیسو له چلند څخه ناخوښ دي؟

د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې ولې اکثره خلک د پولیسو له چلند څخه ناخوښ دي؟

31.01.2020 ازادي راډیو

ټیفا: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیاسي فشارونو لاندې دی

د دغه بنسټ ویاند احمد زبیر حبیب‌زاده د جمعې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل چې دا فشارونه په انتخاباتو کې د ښکېلو لورو له‌خوا دي، خو نوموړی په دې اړه جزئیات نه‌ورکوي.

31.01.2020 ازادي راډیو

'زلمی خلیلزاد پر افغان سولې د بحث لپاره اسلام اباد ته تللی'

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې د بحث لپاره نن پاکستان ته رسېدلی دی.

31.01.2020 امریکا غږ

غني: د ځڼغوزیو په څېر ۱۵ نورو توکو ته هم مارکېټ پیدا کوو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په راتلونکي یوه کال کې به لږ تر لږ د افغانستان پنځلسو تولیدي توکو ته د ځڼغوزیو په څېر نړیوال مارکیټ پیدا کړي. ښاغلي غني د پنجشنبې په ورځ د مالدارۍ او کرنې محصولاتو خونې د جوړېدلو په پرانیستغونډه کې دا خبره وکړه.

31.01.2020 BBC

'د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون راتلونکې اوونۍ وروستۍ پرېکړه اعلانوي'

د دې کمیسیون مرستیال ویاند محمد رضا فیاض پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل، د دې پرېکړې له اعلان سره به د ۳۰۰ زره لانجمنو رایو برخلیک هم روښانه شي. دا هغه رایې دي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د "ثبات او هم‌پالنې" انتخاباتي ډلې بې‌اعتباره بللي او د هغو د باطلېدو غوښتنه‌یې کړې.

31.01.2020 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more