خامنه یي د کرونا سره د مبارزې لپاره د امریکا د مرستو وړاندیز رد کړ
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي وايي د کروناویروس سره د مبارزې په برخه کې له ایران سر د امریکا د مرستو وړاندیز یو نااشنا کار دی.
خامنهاي: کورونا وېروس د امریکا تولید دی؛ مرسته یې نه اخلو
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي پر امریکايي چارواکو تور لګولی چې ګواکې کورونا ويروس يې جوړ کړی دی. ده ویلي چې له همدې کبله د دې وېروس د مخنيوي په برخه کې له امریکا مرسته هم نه اخلي. امریکایان بیا کورونا وېروس یو چینایی وېروس بولي
کابل کې د میدان وردګ پر ښاروالې وسله وال برید شوی
د میدان وردګو پر ښاروالۍ د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند خوشحال خان مېنه کې وسله وال برید شوی دی.
خېبر پښتونخوا کې په کرونا وائروسو د مړو شمیره درېوؤ ته ورسیده
په خیبر پښتونخوا کې یوه میرمنه دکرونا وائروسو له امله مړه شوې ده چې ددې سره په صوبه کې دتیرې یوې اوونۍ په مهال دکرونا له امله دمړو شوؤ کسانو شمیره درېوؤ اؤ په ټول پاکستان کې څلورو ته رسېدلې ده.
کروناویروس؛ د افغان دولتي ادارو کاري ساعتونه کم شول
د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کروناویروس خپرېدو مخنیوي د هڅو په لړ کې د دولتي ادارو کاري مهالوېش کې درې ساعته کموالی راوست.
افغانستان کې د کرونا وائروسو ۱۰تازه پېښې مخې ته راغلي دي
چارواکي وایي په تیر یو شواروز کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د کرونا وائروسو ۱۰نوې پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره په دغه هیواد کې د کرونا دناروغانو شمیره ۴۳ته رسېدلې ده.
دشهباز شریف وطن ته په ستنېدو څارملنه کې دساتلو غوښتنه شوې
دپاکستان مسلم لیګ(نواز) مرکزي صدر اؤ په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف لندن کې دڅلورو میاشتو له اېسارتیا وروسته د اتوار په سحر پاکستان ته رسېدلی دی.
کابل کې دوه بهرني ديپلوماتان په کورونا وېروس اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر کابل کې خبریالانو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۹۷ اخیستل شویو نمونو لس د کورونا مثبت پېښې دي. نوموړي وویل، د دوو سفارتونو دوه دیپلوماتان په کورونا وېروس اخته شوي او اوس د تجرید حالت کې دي.
افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ۱۰ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ.
بلخ کې د نوروز مېلې لغوه کېدو سیمه ییز بازار ته ٪۹۰ زیان اړولی
د افغانستان په شمال کې ځايي چارواکي وايي، په بلخ کې کورونا ناروغۍ او د نوروز جشن لغوه کېدو په دې ولایت کې سیمه ییز بازار ته ۹۰ سلنه زیان رسولی. افغان حکومت د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په بلخ کې د نوروز لرغونی جشن لغوه کړ چې له افغانستان او نړۍ به زرګونه خلک ورته راتلل.
کرونا وائروس:خیبر پښتونخوا کې کاروبارونه وتړل شول،دسورلیو په ګاډو تر ېوې اوونۍ بندیز
پاکستان کې په چټکتیا سره دکرونا وائروسو خوریدو له امله دخیبر پښتونخوا حکومت ټوله صوبه کې تر درېوؤ ورځو دبازارونو تړلو اؤ تر یوې اوونۍ یوې ضلعې نه بلې ضلعې ته د سورلیو دګاډو په تګ دبندیز اعلان کړی دی.
داتوؤ نوؤ پېښو مخې ته په راتلو سره خیبرپښتونخوا کې د کرونا دناروغانو شمیره۳۱ؤ ته رسېدلې
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو د اتوو نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره په دغه صوبه کې په کرونا وائروسو د اخته ناروغانو شمیره ۳۱ ته رسېدلې ده.
لېوال: ایران په کورونا وېروس د اخته افغانانو شمېر نه راکوي
په ایران کې افغان سفیر عبد الغفور لېوال بي بي سي ته ویلي "که څه هم له اړوندو سرچینو مو په مکرر ډول مالومات غوښتي"، خو ایراني چارواکو په دې هېواد کې په کورونا وېروس د اخته افغانانو دقیق یا اټکلي شمېر نه دی راکړی.
کورونا وېروس: خیبرپښتونخوا کې بازارونه او هوټلونه تړل کېږي
د خیبر پښتونخوا حکومت په دې ایالت کې د کورونا وېروس د خورېدو مخنیوي لپاره اعلان کړی چې د یکشنبې ورځې سهار له ۹ بجو به په ټول ایالت کې بازارونه، مارکېټونه او هوټلونه تړل کېږي. د ایالتي حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ځایونه به د دوه ورځو لپاره، یعنی د سې شنبې ورځې د سهار تر ۹ بجو بند وي.
غني: نوي حکومت کې هېڅ سیاسي، سلیقوي او شخصي اختلاف نشته
ولسمشر غني په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، له لسیزو وروسته په افغانستان کې یوه داسې سیاسي ډله واک ته رسېدلی چې پر لویو ملي اهدافو، د اساسي قانون په چوکاټ کې د واک پر جوړولو او له ټاکنو وروسته په رامنځته شوي مشرتابه یوه خوله دي. ښاغلي غني ټینګار کړی چې دا ډله کولی شي ولس ته د خدمت بهیر لا ګړندی کړي او دولتي نظام له فساد، تعصب او نورو ستونزو پاک کړي.