صدر ټرمپ: په کرونا وایرس د چین خاموشۍ مرض په نړۍ کې خپور کړو
د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه په چین خپل تنقید کې صدر ټرمپ وویل په کرونا ډیر زر او ډیر په اسانه قابو موندل کېدلی شو که چېري چین په وخت نړۍ ته د دې په اړه معلومات ورکړی وی
پر کاروبارونو د کورونا وېروس اغېز: عکسونه
د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له هوا د سټلايټ له لارې اخيستل شويو عکسونو ښکاري چې د کورونا وېروس د سفر او ګرځندوی پر صنعت څومره اغېز شيندلی دی.
ناټو افغانستان کې پر روانې سیاسي ګډوډۍ اندېښنه وښوده
د ناټو سازمان سرمنشي ینز ستولټنبرګ نن پنجشنبه په بروکسل کې ویلي، دا سازمان په افغانستان کې پر روانې سیاسي ګډوډۍ اندېښمن دی. نوموړي پر افغان سیاسي دلو غږ کړی دی چې روان وضعیت ته یو ټولشموله حل ومومي. له دې وړاندې زلمي خلیلزاد هم له افغان سیاسي مشرانو ورته غوښتنه کړې وه
دکرونا وایروس په هکله پنځه معلومات
دنړیوالې روغتیا سازمان WHO دکرونا وایروس په هکله دخلکو دخبرو په باب داسې وايي
صدر ټرمپ وايي د کرونا وایرس له امله د جنګ په رنګ حالاتو سره مخامخ دی
د کرونا مخنیوي لپاره د جوړ شوي ټاسک فورس د چارواکو سره په وائټ هاوس کې دخبري کانفرنس په وخت صدر ټرمپ وویل چې دوي به په لکهونو شمېره د حساسه ناروغانو لپاره د سا اخستلو وېنټی لېټرې مشینونه هم اخلي
ټرمپ وايي ځان ورته د جګړې د وخت ولسمشر ښکاري
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ځان ورته د جګړې د وخت ولسمشر ښکاري او له یو پټ دښمن سره مخ دي.
په امریکا کې د کرونا دلاسه بې روزګاري زیاته شوي
د کرونا وایرس د خورېدو وروسته د امریکې د ونډو بازار یا سټاک اېکسچینج هم غورځیدلی دی او صدر ډانلډ ټرمپ ویلي حکومت به امریکایانو سره مالي امداد کوي او د پېسو چېکونو به ورلیږي
د امریکا د پارلمان دوه غړي په کروناویروس اخته شوي
د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د فلوریدا ایالت جمهوري غوښتونکی غړی ماریو دیاز-بالارت او د یوټا ایالت دموکرات غړی بن مکادمز اعلان کړی دی چې د کروناویروس کووید۱۹ په ناروغۍ اخته شوي دي.
کورونا وېروس: افغان حکومت طالبانو ته د بشپړ اوربند وړاندیز وکړ
د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد ویلي، په هېواد کې د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه طالبانو ته د سراسري اوربند وړاندیز کوي. خو د اوربند له وړاندیز سره یو ځای ښاغلي خالد دا اعلان هم وکړ چې افغان امنیتي ځواکونه به نور له دفاعي حالته راووځي او د فعالې دفاع حالت ته به ځي.
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر په ډیره اسماعیل خان کې د کرونا څارملنې مرکز کتنه وکړه
په ګومل میډیکل کالج کې جوړ کړی شوي د څارملنې په مرکز ته میډیا ته د تلو اجازه نه ورکړل کیږي خو وزیراعلی وایس اف امریکه ډیوه ته وویل خپله یې د انتظاماتو جاج اخیستی دی او په دې څارملنه کې د صوبائی حکومت په لارښونه ټول انتظامات برابر کړې شوي دي
د چین په ووهان ښار کې د کروناویروس خپریدل صفر شوي
چینایي مقاماتو ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره نن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) د چین په ووهان ښار کې د هیڅ نوې پیښې رپوټ ندی ورکړل شوی.
د کرونا وایرس له امله پاکستاني سفارتخانو د ویزو او سندونو د تصدیق چارې وتړلې
خارجه وزارت بهرني هیوادونو کي خپلو سفارت خانو او هلته اوسیدونکوپاکستاني وګړو ته د غیر ضروري سفر څخ ځان ګرزولو هدایت کړی او د خارجه وزارت ویاندي عایشه فاروقی یو ویډیو پیغام کی وویل خارجه وزارت هم حفاظتی ګامونه اخستي
ایران کې د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر ۱۲۸۴ ته ورسید
د ایران د روغتیا وزارت ویلي چې د کروناویروس په وجه دغه هیواد کې د مړینو شمیر د پنجشنبې تر ورځې مارچ ۱۹ پورې ۱۲۸۴ تنو ته رسیدلی دی.
کروناویروس؛ د نړۍ مشران غواړي نړیوال مالي سیستم وژغوري
د نړۍ مالي مشران په بیړنیو اقداماتو او بازار ته د نغدو پیسو په پمپ کولو (وړاندې کولو) سره هڅه کوي چې د کروناویروس په وجه ګډوډ شوی نړیوال بازار ډاډمن کړي.