BBC
 شاته

خلیلزاد بیا د افغان ټاکنیز کړکېچ د هوارولو غوښتنه وکړه

خلیلزاد د انځور حقوق Getty Images

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا پر افغان سیاستوالو غږ کوي چې خپلمنځي اختلافونه ختم او جوړ جاړی وکړي.

د نوموړي په خبره، افغانانو ته پکار دي هغه سیاسي کړکېچ اوار کړي چې له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته له دوو لوړو رامنځ ته شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون ولسمشر غني د دې انتخاباتو ګټونکی اعلان کړ، خو د مارچ پر نهمه چې اشرف غني لوړه کوله ترڅنګ یې عبدالله هم لوړه وکړه.

ښاغلي عبدالله ویل، ټاکنو کې درغلۍ شوې او پایلې نه مني، ځکه موازي حکومت جوړوي.

* خلیلزاد: ولسمشر غني او عبدالله باید ژر توافق ته ورسیږي

* غني اجرائیه ریاست لغوه کړ؛ خو عبدالله وایي "غني نور ولسمشر نه دی"

د لوړې مراسمو پورې هم خلیلزاد هڅه وکړه چې دغه دواړه مشران سره جوړ کړي، خو هڅو یې پایله نه درلوده.

نوموړي اوس بیا یوه ټوېټ کې ویلي چې دغه له لوړې رامنځ ته شوی کړکېچ د افغانستان امنیت ته زیان رسوي:

"د کورونا ویروس مرګونی ګواښ رامخې ته کړی او له افغانانو غواړ يچې خپل هېواد او خپلو خلکو ته لومړیتوب ور کړي. د ژوند او مرګ موضوع ده".

ټاکلې وه چې د ولسمشر د لوړې مراسمو پسې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره یو پلاوی جوړ شي چې پکې به د افغان حکومت او سیاسي ډلو او مدني ټولنو استازي له طالبانو سره د سولې خبرې کوي، خو تراوسه دا پلاوی هم نه دی اعلان شوی.

له بلې خوا د لوړې مراسمو کې ولسمشر غني د طالبانو د پنځو زرو بندیانو د خوشي کولو لپاره د یوه فرمان صادرولو خبره وکړه.

د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه کې د پنځو زرو طالب بندیانو خوشي کول مهم بلل شوي دي، خو لا هم دا بندیان خوشي شوي نه دي.

ښاغلي خلیلزاد چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا غواړي چې له طالبانو سره د خپلې هوکړې له مخې د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.

د هغه په خبره، که څه هم افغان حکومت او طالبانو دې برخه کې ژمنه کړې، خو تر اوسه هېڅ بندیان نه دي خوشي شوي