شاته

کرونا وايرس: د مردان منګا يونين کونسل تړل شوی

د خېبرپښتونخوا په مردان ضلع کې پرون د شورو، چهارشنبې په ماښام په کرونا وايرس اخته تن مړی شوی او د دغه پېښې وروسته د مردان مانګا یونين کونسل تړل شوی دی.

د مردان ضلعي چارواکو ويلي د مردان په مېډېکل کمپليکس کې د کرونا وايرس له امله د مړ شوي تن تعلق د ضلعې د منګا يونين کونسل سره دی.

منګا يونين کونسل د مردان او چارسدې ضلعې ترمنځ پروت دی.

د مردان ضلعې انتظامیه وايي دغه ۵۰ کلن تن چې د کرونا وايرس څخه مړ شوی په وروستيوکې د سعودي عرب نه راغلی ؤ، او په مردان مېډېکل کمپليکس روغتون کې د دوه ورځو نه داخل ؤ.

ځايي سرچینې وايي تېر ماښام د هغه مړينې وروسته يې جسد نن سهار کلي ته وړل شوی او خاورو ته سپارل شوی دی.

سرچینې وايي د کرونا وايرس څخه مړ شوي تن سره د عمرې نه دوه نور تنه هم يو ځای راغلي او سرچينې زياتوي دغه دواړه تنه هم ځانله کړی شوي دي.

ضلعي انتظاميې بېګاه د شپې حکمنامه جاري کړې او د منګا يونين کونسل تړلو يې ويلي دي.

د مرستيال کمشنر په حکمنامه کې ويل شوي چې يونين کونسل ته به نه د بهر څوک ورځي او نه به د هلته بهر چاته د تلو اجازه وي.

په خېبرپښتونخوا کې د کرونا وايرس نه دوېم تن د پېښور په لېډي ریډنګ روغتون کې مړ شوی دی، د خېبرپښتونخوا حکومتي مشير اجمل وزير ويلي د هنګو سره تعلق لرونکی تن چې مړ شوی د ترکي نه د دوبۍ په لار اسلام اباد ته راغلی ؤ.

په پاکستان کې د کرونا وايرس له امله دوه تنه مړه شوي او د دواړو تعلق د خېبرپښتونخوا سره دی.

د مطبوعاتي شمېره ترمخه دا وخت په پاکستان کې ۲۰۸ تنه په سند صوبه، ۳۳ په پنجاب، ۲۳ په بلوچستان، ۱۹ په خېبرپښتونخوا، ۱۶ په ازاد کشمير او ګلګت بلتستان او دوه تنه په اسلام اباد کې په کرونا وايرس اخته شوي دي.