شاته

په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه دوه کسان مړه شول

په پاکستان کې د کرونا وایرس دلاسه د مړو شمیره دوو ته ورسېده او دواړه پېښې د خیبرپښتونخوا نه رپوړټ شوي دي.

د وزیراعظم عمران خان د صحت د چارو مشیر ډاکټر ظفرمرزا وویل چې یو تن د خېبر پښتونخوا په مردان کې د کرونا ناروغۍ دلاسه ساه ورکړی ده.

ظفر مرزا د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټویټر دلارې وویل په مردان کې ۵۰ کلن تن د کرونا نه مړ شوی دی.

د وزیراعظم مشیر وویل د مردان دغه تن څو ورځې وړاندې د عمرې نه بیرته راغلی چې توخی، تبه او په ساه اخیستلو کې ورته مشکلات پیدا شول.

د خیبرپښتونخوا د خزانې او صحت وزیر تېمورسلیم جګړه د پېښور په لیډي ریډنګ هسپتال کې د ۳۶ کلن تن د مرګ تصدیق وکړو او ویې وېل چې هغه د کرونا ناروغۍ دلاسه ساه ورکیړه.

وېل کیږي چې د هنګو دغه ۳۶ کلن څو ورځې وړاندې د متحده عرب اماراتو څخه پاکستان ته بیرته تللی و.