خلیلزاد: د "بندیانو د سمدستي خوشې کیدو" وخت رارسیدلی دی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، وایي د بندیانو د خوشې کولو وخت رارسیدلی دی.
طالبان: که د کورونا وېروس ستونزه جدي شي خپل بریدونه کمولی شو
طالبان وايي که افغانستان کې د کرونا وېروس ناورین جدي شي نو دوی چمتو دي چې خپل بریدونه لا کم کړي او د دې وېروس د خپرېدو پر ضد مبارزه کې له اړوندو بنسټونو سره مرسته وکړي. بله خوا افغان حکومت د اوربند په اړه د اروپایي ټولنې استازې د غوښتنې هرکلی کړی
د کرونا ویروس څومره وخت ژوندی وي؟
د کرونا ویروس د هوا په قطرو کې چې د ناروغ کس له خولې راوځي څو ساعته او د ځمکې پرمخ او وسایلو کې تر څو ورځو پورې ژوندی پاتې کیږي او د ناروغۍ سبب کیږي.
امریکا او کېنېډا به په عارضي توګه خپل شریک سرحد وتړي
ی پي په خپل رپورټ کې وايي که چیرې امریکا او کېنېډا په مکمله توګه شریک سرحد وتړي نو دواړه ملکونه به د اقتصادي نقصان سره مخامخ شي ځکه چې دواړه ګاونډي ملکونه په اقتصادي کچه هم د یو بل سره تړل شوي دي
د افغانستان او ایران ترمنځ د دیپلوماتیکې ترینګلتیا رپوټونه
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د ایران افغانستان ترمنځ په دې وروستیو کې دیپلوماتیکه ترینګلتیا رامنځته شوې او دواړو هېوادونو د یو بل ځینې دیپلوماتان هم شړلي. د بهرنیو چارو وزارت د دیپلوماتانو د شړلو په اړه څه نه وایي او ټینګار کوي چې له ایران سره یې اړیکې عادي دي
د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
ملیشیا د خلکو په بهر تګ بندیز ولګولو
ملېشیا کې د کورونا وایرس څخه د اغېزمنو کسانو شمېر د ۵۰۰ تنو څخه هم زیات شوی دی او حکومت یې د دوو اونیو لپاره نیمه بندیز هم اعلان کړی
د کرونا دلاسه بې روزګاره شویو امریکایانو سره به حکومت مالي مرسته کوي، د صدر ټرمپ اعلان
صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل هغه خلک چې د احتیاط په توګه په کور ناست دي او هوټلونه، رېسټورانټونه او بارونه یا شرابخاني یې تړل شوي دي "پېسې به زر در روانې شي."
ټرمپ: د "چیني ویروس" نه زیانمن شویو امریکایانو ته پیسې ورکوو
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي، د هغو امریکایانو سره به ډیر ژر مالي مرستې وشي چې د کروناویروس د خپریدو په وجه زیانمن شوي دي.
د افغانستان بازارونو کې د خوراکي توکو بیې بېرته راټیټې شوې
د افغانستان له شمالي بندرنو دغه هېواد ته د واردو شویو خوراکي توکو سره په بازارونو کې لوړې بیې راټیټي شوې. د کورونا وېروس له امله د پولو بندیدو اندېښنو تېرو څو ورځو کې د خوراکي توکو نرخونه لوړ کړي وو. ولسمشر غني ویلي، افغانستان د خوارکي توکو له کمښت سره مخ نه دی
د فرانسې د روغتیا وزیره: د کرونا خپریدل به په شاوخوا ۱۲ ورځو کې راکم شي
د فرانسې د روغتیا وزیرې نن د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) ویلي چې هیله منه ده چې د راتلونکو اتو ورځو څخه تر ۱۲ ورځو پورې د کروناویروس د خپریدو کچه راکمه شي
کورونا وېروس؛ تېر ۲۴ ساعتونه افغانستان کې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو څلورو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کورونا کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. خو دغه وزارت وايي د کورونا وېروس ټولې ۳۴۰ مشکوکې پېښې ثبت شوې چې د ډېری ازموينې منفي دي. د دغه وزارت په وینا، نوې مشکوکې پېښې په ۲۳ ولایتونو کې ثبت شوې
په پاکستان کې د کرونا کېسونو شمیره ۲۴۷ ته ورسېدله
بلخوا د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ویلي د کرونا د شک په بنیاد هغه ځانله کیږي. شاه محمود قرېشي په تېرو ورځو کې د چين د پنځو ورځو سفر کړی و
خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائروسو درې نورې پېښې رامنځته شوي
په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو درې نورې تازه پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره صوبه کې په کرونا وائروسو داخته مریضانو شمیره ۱۹ؤ ته رسېدلې ده.
امریکا په افغانستان کې د کونسلګرۍ ټولې چارې ودرولې
په کابل کې د امریکا سفارت پرون دوشبنې په ورځ ناوخته په خباره شوي بیان کې په افغانستان کې د امریکايي وګړو روغتیا ته اندیښنه ښودلې اوله هغوی غوښتي چې له دې هیواد څخه ووځي