ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کورونا وېروس؛ اروپا کې د میلیونونو وګړو پر تګ راتګ محدودیت لګېدلی

د نړۍ په لر و بر کې د کورونا وېروس مخنیوي په اروپا کې میلیونونه وګړي د تګ راتګ له سخت محدودیت سره مخامخ کړي دي. په اسپانیا کې چې له برتانیا وروسته په کې د اروپا په کچه په کورونا ډېر اخته کسان دي، ټول ښاریان قرنطین شوي او یوازې د خوارکي توکو او درملو لپاره بهر ته د وتلو اجازه شته.

16.03.2020 BBC

د کوټه ګلیډیټرز ټیم د پاکستان سوپر لیګ 2020 نه بهر شوې دی

که څه هم د پاکستان سوپر لیګ 2020 په نن شوي لوبه کې د کوټه ګلیډیټرز ټیم د کراچۍ کینګز ټیم ته ماتې ورکړه ، خو سېمي فاینل ته لاره موندلو کې پاتې راغلي.  دکراچۍ په نېشنل سټېډیم کې ترسره شوې لوبه کې کراچۍ کینګز لومړی د بیټنګ پرېکړه وکړه.  لومړی د بیټینګ پر مهال ، کراچۍ کینګز د کوټه ګلیډیټرز لوبډلې ته د151 رنزونو یا د منډو هدف وټاکه ، چې کوټه ګلیډیټرز په 17 اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړو. هم نن شوي په یو بله لوبه کېلاهور قلندرز ټیم د ملتان سلطانز ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه. د پاکستان سوپر لیګ لومړۍ سېمي فاینل به د ملتان سلطانز او پېښور زلمي ترمینځ وي او دوهم سېمي فاینل به د کراچۍ کنگز او لاهور قلندرز ترمینځ کېږي.

15.03.2020 ډیوه

کرونا وایرس او سیاسي لانجې – د افغانستان د سولې بهير ته غټ چلېنجونه

داسې ښکاري چې په افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو انتخاباتو پر سر دوامداره کشالې، او تر څنګ یې د کرونا وایرس د خورېدو مسئلې په هغه هېواد کې د سولې او روغې جوړې هڅو ته لا زیاتې ستونزې راپیدا کړي دي. افغان چارواکو نن د اتوار/یکشنبې په ورځ، د کرونا وایرس د پنځو نویو کېسونو د پیدا کېدو خبر ورکړ چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا وایرس د تایید شویو پېښو شمېر، ۱۶ ته ورسېد. داسې وېره شته چې ممکن دا شمېره پسې زیاته شي، ځکه په دې وروستیو کې په زرګونو زائرین او کډوال له ایرانه تازه راستانه شوي دي، چېرته چې د کرونا وایرس پېښې ډېرې دي او سلګونه کسان یې وژلي دي. د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد، په قطر کې له طالبانو سره د امریکا د لوظنامې تر دستخط وروسته، کابل ته ولاړ چې هلته د بین الافغاني مذاکراتو دپاره په کابل کې د حکومت او نورو ډلو د یو مشترک مذاکراتي ټیم د جوړېدو هڅې تېزې کړي. خو له هغه وخته راهېسي، خلیلزاد د صدر غني او د هغه د سیاسي رقیب عبدالله عبدالله ترمنځ په جوړجاړي لګیا دی. صدر غني د انتخابات د ګټونکي په توګه لوړه (سوګند) وکړ او په نړېواله کچه هم په رسمیت وپېژندل شو، مګر عبدالله عبدالله چې پخپل سر ځان ته ولسمشر وایي، تر اوسه چا په رسمیت ندی پېژندلی. د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي ناندرې لا روانې دي. د امریکا استازي زلمي خلیلزاد تر اوسه څو څو ځله له دواړو سره لیدلي دي، خو داسې معلومیږي چې د دوی د سیاسي لانجې په هوارولو کې تر اوسه ندی کامیابه شوی. په افغانستان کې د ناټو غیرپوځي استازی نیکولاس کې د خالي یا شنبې په ورځ پر ټوېټر یوه ویډیو خپره کړله او پر افغان مشرانو یې غږ وکړ چې ډېر زر دې خپل منځي اختلافات حل کړي او جوجاړی دې وکړي. نیکولاس کې وویل: "په داسې حال کې چې کرونا وایرس پر ټولې نړۍ سیوری غوړولی او د عامه صحت بحران او اقتصادي بحران یې رامنځ ته کړی دی، دا عجیبه ده چې سیاسي مشرتابه نشي کولای د خپلو اختلافاتو دپاره کوم لاره پیدا کړي او ملک سره یو موټی کړي، هم د خلکو د صحت په خاطر او هم د سولې په خاطر." تشدد دوام لري په همدې حال کې، طالبان او حکومت یو بل ملامتوي چې د هېواد په ځینو سیمو کې یې تازه حملې ترسره کړي دي. د تشدد زیاتېدل، د امریکا و طالبانو د لوظنامې عملي کولو ته خنډونه پېښولی شي. په کندهار ولایت کې چارواکو وي او اې ته وویل، یو عسکر چې په پټه د طالبانو کس و، نن د اتوار/یکشنبې په ورځ یې پر افغان امنیتي قواوو ډزې وکړې او کم از کم اوه افغان عسکر یې ووژل. طالبانو هم دا منلې چې دا کس د دوی جنګیالی و، په حکومتي قواوو کې یې لاره موندلې وه، او د عسکرو له وژلو وروسته يې واپس طالبانو ته پناه وړې ده.  د زندانیانو د خوشې کولو پر سر جنجال په قطر کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ کومه لوظنامه امضا شوه، د هغې له مخې تمه کېده چې په افغانستان کې به جنګ سوړ شي او د مارچ پر لسمه به د بین الافغاني خبرو دپاره لاره هواره شي. خو زنداني طالبانو د خوشې کولو پر سر راولاړ شوي اختلافات د دې سبب ګرځېدلي چې بین الافغاني خبرې وځنډیږي. تمه کېده چې د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې، افغان حکومت تر ۵۰۰۰ طالب زندانیان له بنده خوشې کړي او په بدل کې یې طالبان هم ۱۰۰۰ تنه چې له دوی سره اسیر دي، آزاد کړي. خو ولسمشر غني تېره هفته امر وکړ چې پنځه زره طالب بندیان په تدریج خوشې کوي، هغه داسې چې اول به د ورځې سل سل تنه خوشې کوي تر پنځلسو ورځو چې یو نیم زر کسان شي، او بیا د بین الافغاني مذاکراتو په لړ کې به هرو دوو هفتو کې سلګونه طالبان له بنده خوشې کوي، هغه هم په دې شرط چې طالبان په تشدد کې د پام وړ کم والی راولي. طالبانو په تېزۍ سره دا پلان رد کړ او غوښتنه یې وکړه چې د دوی ۵۰۰۰ بندیان دې فوري او بغیر له کوم شرط څخه خوشې کړی شي.  د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وي او اې ته وویل: "[د امریکا او طالبانو] د لوظنامې په متن کې روښانه ویل شوي چې ټول ۵۰۰۰ بندیان به بغیر له کوم شرطه خوشې کیږي هغه هم د بین الافغاني مذاکراتو وروسته." د یکشنبې/اتوار په ورځ د ولسمشر غني یو سلاکار، وحید عمر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغان حکومت به ټول ۵۰۰۰ بندیان په یوځل او د دې تضمین نه بغیر چې دوی به بیا جنګ نه کوي، نه خوشې کوي. وحید عمر وویل: "مونږ لا اوس هم د طالب بندیانو د لېستوتو په ارزولو، د هغو په پېژندلو، او د هغوی د جرمونو د څرنګوالي د ارزولو په پروسې بوخت یو. مونږ دلته یو قانوني نظام لرو او نشو کولای چې بس همداسې سترګې پټې کړو او طالب بندیان خوشې کړو." هغه دا ونه ویل چي د دوی دا پروسه به څومره وخت ونیسي. د امریکایي عسکرو د وتلو چارې امریکا له طالبانو او افغان حکومت سره د خپلو جلا جلا لوظنامو پر اساس، "شرایطو ته په کتلو" سره د تېرې هفتې د ګل/دوشنبې ورځې راهیسي له افغانستان څخه د خپلو عسکرو راایستل پیل کړي دي. د ټرمپ انتظامیې توافق کړی چې په څوارلسو میاشتو کې به ټول امریکایي او ائتلاف ځواکونه له افغانستانه راوځي. د دې په بدل کې طالبانو منلې چې د خپل واک لاندې سیمو کې به چا ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د امریکا خلاف استعمال کړي.  د سولې بهیر او د کرونا وایرس خطر د امریکا د خارجه وزارت یو پخوانی مامور پروفیسر بارنېت روبین په ټویټر کې لیکلي چې په افغانستان کې د کرونا وایرس د خورېدو کچه معلومه نده، ځکه په افغانستان کې صحي نظام نیمګړی دی او د ټېسټ کولو سهولتونه هم کم دي. بارنېټ روبین زیاتوي چې افغان ولس ته د کروناوایرس له امله پېښ شوی خطر، د افغان سولې په لاره کې پراته خنډونه لا پسې زیاتولی شي. هغه لیکي: "د تربګنیو د ختمولو دپاره د عامه صحت له اړخه زورور منطقي دلایل شته دي. د وبا د خورېدو د مخنیوي د پاره، ټول قوتونه باید ډزبندي وکړي او ځانونه دې په مرکزونو کې خوندي کړي یا دې د جنګ کرښې بیخي پرېږدي او کورونو ته دې ستانه شي، ځکه د قواوو یوځای راټولېدل هم د مرض د خورېدو خطرې زیاتوي." افغان حکومت په ټول هېواد کې خصوصي او سرکاري ښوونځي (سکولونه) او پوهنتونونه تر یوې میاشتې پورې تړلي دي. زرګونه افغانان په تیرو دوو هفتو کې له ایرانه راستانه شوي او ګومان کیږي چې له ځانونو سره به یې کرونا وایرس هم افغانستان ته انتقال کړی وي. د افغانستان د کډوالو وزیر د یکشنبې/اتوار په ورځ پارلمان ته وویل چې لس تنه افغان مهاجر په ایران کې د کرونا وایرس له امله مړه شوي او ګڼ شمېر نور ناروغ شوي دي. د افغانستان د هرات ولایت والي ویلي چې هغه له داسې ورځې په وېره کې دی چې بیا به افغان چارواکي د کرونا وایرس له امله د مړو شویو کسانو د مړو په ټولولو ونه رسیږي.  

15.03.2020 ډیوه

بریتانیا د "اېچ ای وي" د مخنیوي درمل بازار ته وړاندې کوي

د بریتانیا د عامې روغتیا چارواکو اعلان کړی دی چې له اپرېل میاشتې نه به د "اېچ ای وي" وېروس د خپرېدو مخنیوي لپاره ځانګړي درمل بازار ته وړاندې کوي. د پرېپ په نامه دا درمل که په ورځ کې یو ځل وخوړل شي نو د ناخوندي جنسي اړیکو پر وخت د اېچ ای وي وېروس د لېږدېدو مخه نیسي

15.03.2020 BBC

 غني خان : شاعر، نثر نګار، انځور گر، مجسمه ساز او سیاست دان (1914 – مارچ 15 1996)

پښتانه پوهان متفق دي چې غني خان یواځې د نوم غني نه بلکې د هغه هنر او شخصيت دواړه غني وو. غني خان دشاعرۍ نه پرته نثر نګار، انځور گر، مجسمه ساز او سیاست دان هم وو.

15.03.2020 ډیوه

د کروناویروس په اړه په امریکا کې د دعا ملي ورځ 

ولسمشر دونالډ ټرمپ یکشنبه (مارچ۱۵) په ټولې امریکا کې د دوعا ملي ورځ اعلان کړې ده. 

15.03.2020 امریکا غږ

د کروناویروس د مخنیوي لپاره د نړۍ په کچه تازه اقدامات

د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کروناویروس د کنټرول لپاره تازه اقدامات اعلان شوي دي.

15.03.2020 امریکا غږ

سلام رحیمي: طالب زندانیانو خوشي کوو، خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سلام رحیمي وایي، حکومت د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی او دا بهیر یې نه دی ځنډولی، خو طالبان هم باید له خپلو ژمنو سره سم د تاوتریخوالي کچه کمه کړي. ښاغلي رحیمي دا څرګندونې له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې

15.03.2020 BBC

د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

15.03.2020 امریکا غږ

په ایران کې کروناویروس ۱۱۳ تنه نور هم مړه کړل

په ایران کې د روغتیا چارواکي وايي چې په تېرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس شاوخوا ۱۱۳ نور کسان هم مړه کړي دي.

15.03.2020 امریکا غږ

کورونا وېروس: پاکستان کې مثبتې پېښې له ۵۰ واوښتې

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وېروس له کبله بېړنی حالت اعلان شوی دی او روان وضعیت د ژوند او کاروبار پر ډېرو برخو ناوړه اغېز کړی دی. پاکستان کې ۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوې. دې مطلب کې د نړۍ په لر او بر کې د کورونا وېروس په اړه وروستی حال موندلی شئ.

15.03.2020 BBC

د کروناویروس د ډار تر سیوري لاندې د فرانسې انتخابات 

د کروناویروس د خپرېدو د ویرې سره سره په فرانسه کې خلکو د یکشنبې په ورځ په محلي انتخاباتو کې رایې ورکړې.

15.03.2020 امریکا غږ

کرونا وایرس - امریکا ته رسېدونکي مساپر له څه مشکلاتو سره مخامخ کیږي؟

اې پي -  پس له هغه چې د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د کرونا وایرس د خورېدو سره مقابله کې له اروپایي هېوادونو سره پر تګ راتګ بندیزونه ولګول، ګڼ شمېر امریکاییان چې په سفر تللي و، په بېړه خپل ملک ته ستانه شول او اوس په هوایي ډګرونو (ائېرپورتونو) کې له ستونزو سره مخ دي. له سفره ستړي ستومانه مساپر د امریکا په ائېرپورټونو کې انتظار باسي چې د دوی ضروري معاینه یا سکریننګ وشيو او دا انتظار په ساعتونو وي. په سوشل میډیا باندې خپاره شوي تصویرونه ښیي چې د شیکاګو په اوهېر انټرنېشنل ائېرپورټ کې رارسېدلي مساپر په اوږدو کتارونو کې شاوخوا څلور ساعته انتظار ایستلی دی، او دې کار د ایلینوي ایالت د منتخب استازو غبرګون هم راپارولی دی. د ایلینوی ګورنر، جې بي پرېتزکر د صدر ټرمپ او نایب صدر پېنس په حواله ټویټ کړی او ویلي یې دي چې د کسټم چارې د وفاقي حکومت تر اثر لاندې دي او دوی غواړي چې وفاقي حکومت دې د خلکو دې ستونزې ته پام وکړي. د ایلینوی ډېموکراتو سنېټرانو، ډېک ډوربېن او ټامي ډک وورت هم په همدا شان ټویټونه کړي دي. سنېټرې ډک وورت پر خپل ټوېټر لیکلي دي: "دا د منلو نده، دا بې فایدې او بالکل د هغه څه خلاف دي چې موږ یې باید د کووېډ-۱۹ د مخنیوي دپاره وکړو. د ټرمپ انتظامیې ته په کار ده چې فوري دې اوهېر ائېرپورټ ته اضافه مرسته راولېږي."  که څه هم د امریکا شهریانو او ګرین کارډ لرونکو ته اجازت شته چې امریکا ته راستانه شي، مګر له یورپ څخه راغلي مسافر ټول د امریکا یو له ۱۳ ائېرپورټونو ته لېږل کیږي کومو کې چې د هغوي صحي سکریننګ باید وشي او د قرنطینې هدایات ورکړل شي. د امریکا د داخلي امنیت نګران وزیر چاډ وولف، د نیمې شپې وروسته، د ټویټونو په خپرولو سره دا ومنله چې په ائېرپورټونو کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه جوړه شوې، خو ویې ویل چې د هر مساپر سکریننګ، یوازې یوه دقیقه (یو منېټ) وخت نیسي. چاډ وولف زیاته کړه چې د دې پروسې د تېزولو دپاره به دوی اضافي کارکوونکي هم وګوماري او له ائېرلاینونو سره به کار وکړي. هغه له خلکو د زغم او صبر غوښتنه کړې ده.  د امریکا په غټو ائېرپورټونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه او زیات انتظار، دا وېره هم دوی ته پیدا کړې چې په کرونا واېرس اخته نشي، ځکه د صحت ادارې وایي چې خلک باید په ډېر شمېر سره راغونډ نشي. له اروپا، چین، او ایرانه چې څوک راځي، هغو ته ویل کیږي چې ۱۴ ورځې دې ځان په کور کې قرنطینه کړي. صدر ټرمپ پخپلو خبرو کې سپارښتنه کړې چې که ضرورت نه وي، خلک دې له سفر کولو ډډه وکړي. په امریکا کې نږدې ۳۰۰۰ کسان په کرونا وایرس اخته شوي او د دې بیمارۍ له امله د مړو شمېر ۵۷ ته ختلی دی. په ټوله نړۍ کې بیا په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۱۵۶۰۰۰ نه اووښتی دی.

15.03.2020 ډیوه

هند کې د کروناویروس ضد مبارزې لپاره د غوا میتیازو څښل

په هند کې یوې ډلې هندوانو پدې باور چې گواکې د غوا میتیازې (ادرار) څښل د کروناویروس مخه نیسي، د میتیازو څښلو محفل جوړ کړی دی.

15.03.2020 امریکا غږ

کروناویروس ایران کې ۱۰ افغان کډوال مړه کړي

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په ایران کې ۱۰ افغان کډوال د کروناویروس  له امله مړه شوي دي.

15.03.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more