افغان بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی احضار کړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه هېواد کې یې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو احضار کړی او دا یې ور په یاد کړي چې د ولسمشرۍ ټاکنو بهیر پای ته رسیدلی.
آي پي ال د کروناویروس له کبله وځنډول شو
د هند کرکت بورډ د جمعې په ورځ (مارچ۱۳) اعلان وکړ چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې د آی پي ال لیګ لوبې دوې اونۍ وځنډولې.
د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو سازمان مشرانو ولسمشر غني ته مبارکي وویله
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د اسلامي همکاریو او ملګرو ملتونو سازمانونو مشرانو ولسمشر محمد اشرف غني ته په ولسمشرۍ ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې ده او د همکاریو د پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.
افغان حکومت ولې د یوناما مشر احضار کړ؟
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ مارچ ۱۳ په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت (یوناما) مشر تاداماچي یاماماتو احضار کړی و.
کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
اروپايي ټولنې د ټرمپ د پروازونو د بندیز پرېکړه وغندله
اروپايي اتحادیې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ په هغې پریکړې نیوکه کړې چې له اروپا څخه امریکا ته یې په پروازونو بندیز لګولی دی.
افغان طالبان: له بهره "تپل" شوی نظام د منلو نه دی
طالبان وايي چې" نور جهتونه او ځواکونه دې زموږ په هېواد کې د ناکامو او ناشونو تجربو د تکرار هڅه نه کوي. " په دې اعلامیه کې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې ته اشاره شوې خو له دې پرته کوم بل ځانګړي لورې او یا ځانګړو هڅو ته اشاره نه ده شوې.
د بغداد مظاهره چیان: امریکا او ایران دې عراق کې سیالي نکوي
ګڼو عراقيانو په بغداد کې د جمعې په ورځ (مارچ۱۳) مظاهره وکړه او پر اورپکو ډلو یې د امریکا پوځي بریدونه په عراق کې د ایران او امریکا جګړه وبلله.
کرونا ویروس نړۍ کې څه باندې ۵۰۰۰ کسان مړه کړي
د لویدیځ پر وخت د جمعې په شپه (مارچ۱۳) تر ۱۱ بجو پورې د کروناویروس له کبله په نړۍ کې ۵۰۴۳ تنه مړه شوي دي.
د پاکستان د ونډو بازار په يوه اوونۍ کې په درېم ځل راغورځېدلی
د پاکستان د ونډو بازار د کاروباري اوونۍ په پينځمه ورځ ۱۶۰۰پوائنټونه راکم شوی او د دې ترڅنګ پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې هم د فشار سره مخ ده.
کرونا وايرس: خېبرپښتونخوا هم تعليمي ادارې وتړلې، افغانستان سره په پولو سکريننګ روان دی
د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د کرونا وایرس د خطر له امله يې د ۱۵ ورځو دپاره په صوبه کې د ټولو تعليمي ادارو تړلو پرېکړه کړې ده.
ارګ: د ملګرو ملتونو عمومي منشي اشرف غني مبارکي ویلې
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ولسمشر غني ته د افغانستان د ولسمشر ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.
امریکايي جنرال وايي نه ګڼي چې طالبان د افغان سولې ژمنه وفا کړي
د امریکا د مرکزي کمانډ جنرال کېنتهـ مېککنزي ویلي امریکا نه غواړي چې د طالبانو سره د افغانستان د سولې تړون مات شي خو داسې نښې ښکاري چې دا تړون به پاتې شي.
'یوې اونۍ کې د کرونا له ویري ۴۰زره افغانان له ایران راستانه شوي'
د افغانستان د کډوال او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ایران کې د کرونا ویروس زیاتېدو له امله روانه اونۍ له ایران څخه څه باندې ۴۰۰۰۰ افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان: نېب د مطبوعاتي ادارې مشر نيولی، د سوشل ميډیا غبرګون
د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) د شخصي مطبوعاتي ادارې (جنګ او جيوګروپ) مشر شکيل الرحمان نيولی دی.