ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د طالب قیدیانو د خوشي کولو کار ودریدلی: د ملي امنیت سلاحکار

څیړونکي وايي د ولسمشر غني او د هغه سیاسي سیال عبدالله عبدالله ترمنځه د شخړې په ګډون دا معامله د سولې د خبرو شورو کولو په لاړ کی لوی خنډ دی.

14.03.2020 ډیوه

عراق : په کیمپ تاجي بیا راکټي برید شوې

په عراق کې امنیتي چارواکو ویلي په یوې پوځي اډه راکټي برید شوې چېرته چې د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلافي ځواکونه موقعیت لري.  دا خبره په سمدستي ډول څرګنده نده چې کوم تلفات شوي او که نه.  یو عراقي کرنل رایټرز خبري شبکې ته ویلي چې لږترلږه لس راکټونه په اډه لګېدلي دي.  د خالي په ورځ د ورځې په وخت شوې دغه غیر معمولي برید په کېمپ تاجي څو ورځې وروسته له هغه شوې دې چې هم په دغه پوځي اډې شوي یو راکټي برید کې دوه امریکايي او يو برتانوي سرتېری وژل شوې او لږ تر لږه 14 نور ژوبل شوي وو. د شورو په ورځ په کیمپ تاجي د راکټي برید وروسته امریکایي ځواکونو ځوابي بریدونه په عراق کې د ایران تر ملاتړ لاندې ډلې کاتب حزب الله د وسلو په پنځه ډیپوګان په نښه کړي وو.   د امریکا د دفاع وزارت پېنټاګان ویلي وو چې په کیمپ تاجي په برید کې کارول شوي راکټونه په یو شمیر ډیپوګانو کې ساتل شوي وو. د برید وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي وو د تاجي په پوځي اډه بريد د زغملو نه دی او د زمه وارو سره به یې حساب کولې شي. دا لومړی ځل نه دي چې د ايران په ملاتړ ملېشه په عراق کې په اتحادي ځواکونو بريد کړی وي. د دسمبر په مياشت کې د کرکوک ښار سره نزدې اډه باندې د کاتب حزب الله ملېشې دغه ډول برید کړی او امریکايي کنټرېکټر يې پکې وژلی ؤ. امریکا د جنورۍ په مياشت کې د دغه بريد په بدل کې د ايران د قدس ځواک مشر قاسم سليماني وژلی، او بيا ايران په عراق کې د امريکا او اتحادي ځواکونو پوځي اډه په نخښه کړی چې پکې څو امريکايي سرتيري ژوبل شوي هم وو.

14.03.2020 ډیوه

کرونا وایرس: بلوچستان کې د ناروغانو شمیر ۱۰ ته ورسیدله

د پاکستان بلوچستان ایالت د چارواکو په ویناپه دغه ایالت کې د کرونا نارغانو شمره لسو ته ورسید. د چارواکو په وینا په دغه کې څلور د د کوټې ښار شپږ د هیواد د نورو ولایتونو اوسیدونکي دي. د دې تازه شمیر وړاندې په بلوچستان ایالت کې چارواکو د کرونا وایرس اوہ پېښو پخلی کړی وو. دبلوچستان ایالتي حکومتویاند لیاقت شاهواني په صوبه کې د کرونا وایرس د نورو ۳ پیښو پخلی کړی. وي او ای ډیوه سره د خبرو په مهال ښاغلي شاهواني زیاته کړ‎ہ له وایرس اغیژمن سوي ټول کسان په نیږ‎دو ورځو کې ایران ته تللي وو. نوموړي زیاته کړې چې څلور ناروغان د کوټېښار او شپږ د هیواد د نورو ایالتنو اوسیدونکي دي ۔ هم په کوټه ښار کې د چارواکو په وینا د ميا غندۍ له جلا مرکز یا قرنطین (ایسولیشن وارډ) څخه یې د کرونا وایرس دوه شکمن ناروغان فاطمه جناح چیسټ اینډ جنرل روغتون ته د تشخیص لپارہ لیبارټري ته لیږدولي وو او ھلته ثابته شوې چې په دغه کسانو کې کرونا وایرس دی. د چارواکو په وینا د پنځه نورو مشکوکو ناروغانو د وینې نمونې یې ھم د کوټې فاطمه جناح روغتون ته د تیسټ لپارہ لېږ‎لي دي.  د بلوچستان حکومت په میا غنډۍ سیمه کې ۵۴۱ زیارت کونکي چې له ایران څخه راغلي د کورونا وایرس د خپریدو د مخنیوي لپاره قرنطین کړي دي. د لیاقت شاہواني په خبرہ له ایران نه راستانه شوي د ۲۰۰۰ (دوہ زرہ) نه سېوا کونکي د جمعې په ورځ له تفتان څخه کوټې ښار ته راوستل شوي. د پاکستان د نورو ایالتو زیارت کونکي خپلو سیمو ته لیګل شوي خو پنځه سوہ ته نیږ‎دې زیارت کونکي د کوټې په میا غونډۍ کې قرنطین دي. د ښاغلي په خبرہ له ایران څخه شپږ‎ زرہ ته نیږ‎دې پاکستانیان راستانه شوي چې پکې څلور زرہزیارت کونکي دي.

14.03.2020 ډیوه

کرونا وایرس: د اروپایانو امریکا ته په راتګ بندیز د نن نه عملي شو

په دغه فیصله باندې د اروپايي اتحاد غړو بیا سختې نیوکې کړې وې او دغه فیصله يې یو اړخیزه بللې وه.

14.03.2020 ډیوه

که د کرونا وایرس ښکار شئ "وارخطا کیږئ به نه"

د امریکا په سیا ټل ریاست کې د کرونا وایرس ښکار شوې37 کلنه الیزبت شنایډر واي که د کرونا وایرس ښکار شئ نو وار خطا کېږئ به نه.

14.03.2020 ډیوه

د کرونا ویروس سره مقابلې لپاره د ټرمپ او کانګرس اقدامات

د امریکا د استازو مجلس نن شنبه (مارچ ۱۴) د کرونا ویروس د خپریدو له امله پر خلکو د فشار د کمیدو په هدف د مرستو یوه طرحه تصویب کړه.

14.03.2020 امریکا غږ

د طالب زندانیانو خوشي کولو لړۍ لا نه ده پيل شوې

د افغانستان د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل بي بي سي ته وویل چې د دغو کسانو د خوشې کولو پر څرنګوالي کار روان دی. هغه بي بي سي ته وویل چې د دغو کسانو د خوشې کولو پر څرنګوالي کار روان دی.

14.03.2020 BBC

افغان حکومت د طالب بندیانو پرېښودل وځنډول

د افغانستان حکومت له خپلو زندانونو څخه د طالبانو د ١٥٠٠ بندیانو د پرېښودو بهیر ځنډولی دی.

14.03.2020 امریکا غږ

د آشنا تلویزیون د شنبې خپرونه

د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه

14.03.2020 امریکا غږ

د افغانستان د کرکټ ولایتي لوبې وځنډول شوې

د افغانستان د کرکټ بورډ وايي چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې د ولایتي لوبډلو ترمنځ دګریډ۱ داخلي سیالۍ وځنډولې.

14.03.2020 امریکا غږ

د سوریې جګړه؛ نهو کلونو کې څه باندې ۳۸۰زره خلک وژل شوي

په سوریې کې په ۲۰۱۱ کې جګړه پیل شوه او دا دی شاوخوا نهه کاله کیږي چې هلته تاوتریخوالی روان دی.

14.03.2020 امریکا غږ

کروناویروس؛ افغانستان ټول ښوونځي او پوهنتونونه وتړل

افغان حکومت د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ټول حکومتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونه وتړل.

14.03.2020 امریکا غږ

د ناټو استازی افغان سیاستوالو ته: کرونا په نړۍ خپره ده، سوله وکړئ

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي پر افغان سیاستوالو غږ کړئ چې خپلمنځي اختلافات حل او سولې ته کار وکړي.

14.03.2020 امریکا غږ

د قبايلي ضلعو ترهګرۍ ځپلي کاروباریان د حکومت نه مرستې غواړي

په خېبر پښتونخوا کې د ورګډو شويو قبايلي ضلعو کاروباريان وايي په سيمه کې د نا امنۍ او پوځي عملياتو له امله د دوی کاروباونه دومره اغېزمن شوي چې په تېرو ۷۰ کالو کې يې څه ګټلي هغه يې د لاسه ورکړي دي.

14.03.2020 ډیوه

د ناټو استازي افغان سیاسي مشران جوړجاړي ته وهڅول

په افغانستان کې د ناټو سازمان استازي نېکولاس کې پر افغان سیاسي مشرانو غږ کړی چې خپلمنځني اختلافونه ختم کړي او خپلو کې جوړجاړی وکړي. ښاغلي کې نن شنبه په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې ویلي، هماغسې چې نړۍ د کورونا وېرس له بحران سره مخ ده، په افغانستان کې هم یو سیاسي بحران روان دی.‌‌

14.03.2020 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more