شاته

د فرانسې د روغتیا وزیره: د کرونا خپریدل به په شاوخوا ۱۲ ورځو کې راکم شي

د فرانسې د روغتیا وزیرې نن د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) ویلي چې هیله منه ده چې د راتلونکو اتو ورځو څخه تر ۱۲ ورځو پورې د کروناویروس د خپریدو کچه راکمه شي.

د فرانسې د روغتیا وزیرې ولیور ویغان ویلي چې د حکومت له تصمیم وروسته چې ټول هیواد یې قرنطین کړ، دا هیله شته چې په اتو یا دولس ورځو کې ددې ویروس خپریدل کم شي.

هغې زیاته کړه: «چیرته چې لازم وي مونږ به مداخله وکړو تر څو ډاډمن شو چې خلک د انفرادی کیدو (له کورونو څخه نه وتلو) امر ته درناوی کوي او که نه. کله چې زه له خپلې کړکۍ بهر ګورم، وینم چې خلک په پرله پسې توګه دا (کار) مراعت کوي.»

فرانسه پداسې حال کې د کروناویروس د پیښو د کمیدو هیله کوي چې په ګاونډي هیواد اسپانیه کې پدې ویروس د اخته کسانو شمیر د چهارشنبې په ورځ مارچ اتلسمه ۱۳۷۱۶ تنو ته لوړ شوی او د مړو شمیر ۵۵۸ تنو ته رسیدلی دی.

د سه شنبې په ورځ په اسپانیه کې د کروناویروس د پیښو کچه ۱۱۱۷۸ تنه وه او د مړو شمیر ۴۹۱ تنه و چې په یوه ورځ کې پدې ویروس د اخته کسانو څخه ۶۷ تنه مړه شوي دي.