BBC
 شاته

خلیلزاد: د بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی

خلیلزاد د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلیلزاد پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې رسنیو کې پاروونکې ویناوې ونکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د دې وخت را رسېدلی دی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشي کولو چاره پیل کړي.

ښاغلي خلیلزاد نن چارشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا غواړي چې له طالبانو سره د خپلې هوکړې سره سم د بندیانو د خوشي کولو چاره ژر تر ژره پیل شي.

نوموړي ویلي، که څه هم افغان حکومت او طالبانو دې برخه کې ژمنه کؤې، خو تر اوسه هېڅ بندیان نه دي خوشي شوي.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د کورونا وېروس ستونزې ته په کتو د بندیانو د خوشي کولو موضوع لا جدي شوې ده، او باید چې وخت ضایع نشي.

زلمی خلیلزاد وایي، افغان حکومت او طالبان کولی شي چې بندیانو د خلاصونو لپاره تخنیکي ګامونه پورته کړي، او زیاتوي چې دی به پخپله د دواړو خواو لومړنیو غونډو کې حاضر وي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني ویلي، د طالب بندیانو خوشي کولو واک له افغان حکومت سره دی

د ده په وینا، د کورونا وېروس او د سفر محدودیتونو له کبله ښایي دا لومړنۍ غونډې مخامخ شونې نه وي، او په مجازي ډول ترسره شي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې ده چې د دوی خوشي کېدونکي بندیان به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي، او که داسې کېږي نو د سولې بهیر به زیانمېږي.

نوموړي همدا راز پر ښکېلو غاړو غږ کړی دی چې په رسنیو کې دې پاروونکې ویناوې نه کوي.

د بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.

طالبان ټینګار کوي چې له امریکا سره د دوی د هوکړې له مخې لومړی باید د دوی پنځه زره بندیان خوشي شي، او بیا به دوی بین الافغاني مذاکرات کېږي.

Image caption د بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.

خو افغان حکومت وایي، د بندیانو خوشي کولو واک له دوی سره دی، او دوی له امریکا سره د بندیانو د خوشي کولو په اړه کومه هوکړه نه لري.

د بندیانو د خلاصون له موضوع ور هاخوا طالبانو نن چارشنبه ویلي، که په افغانستان کې د کورونا د وېروس ستونزه جدي شي نو دوی چمتو دي چې خپل بریدونه کم کړي.

پرون سې شنبه په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا ویلي وو، د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره دې افغانستان کې اوبند وشي.

افغان حکومت نن چارشنبه د اوربند په تړاو د اروپایي ټولنې د استازي د څرګندونو هرکلی وکړ.