ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


بلاروس: له پولنډ سره شخړه نغواړو؛ کډوال ومنئ 

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو وایي چې له پولنډ سره کومه شخړه نغواړي خو له اروپايي ټولنې څخه یې غوښتنه دا ده چې د بلاروس او پولنډ په سرحد کې اېسار ۲۰۰۰کډوال دې ومني. 

22.11.2021 امریکا غږ

په پېښور کې داعش په حمله کې د وژل شوي یو پولیس افسر د کورنۍ حال

د امتیاز احمد په پسماندګانو کې د هغه کونډه مېرمن، څلور لوڼه او یو زوی پاتې دي. د امتیاز احمد ورور فياض احمد وايي د ورېرو او د وراره په یتيم کيدو غمجن دی

22.11.2021 ډیوه

اېمنسټي انټرنیشنل: پاکستاني چارواکي دې په زورہ د بې درکه کولو ناوړ‎ہ چلند ته د پای ټکی کيږ‎دي

نړیوال سازمان اېمنسټې انټرنیشنل غوښتنه کړې چې پاکستاني چارواکي باید د جبري بې درکه کولو ناوړه کارونه پای ته ورسوي او د بېدرکه کسانو کورنیو باندې د دغه عمل ویجاړونکې اغېزو په اړه تفصیل ورکړي.

22.11.2021 ډیوه

د افغانستان د بانکي نظام د پاشل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری 

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که له افغانستان سره مرستې ونشي، بانکي نظام به یې وپاشل شي. 

22.11.2021 امریکا غږ

آی اېم اېف: پاکستان ته د قرضو به حاله کولو په سر ابتدایي سلا شوې ده

د اوو مياشتو ځنډ وروستو، پاکستان او نړيواله مالياتى اداره (آی اېم اېف) د شپږ بلينه ډالره پور پيکج بحالولو لپاره په سټاف ليول لوظنامه باندى سلا شوي دي.

22.11.2021 ډیوه

ګلالۍ افغان: د ښوونځي له مخې تیریږم خو د ننوتو اجازه یې نه لرم

د طالبانو ویاند سهیل شاهین په یو وروستي ټويټ کې لیکلي "مونږ ژمن یو چې د اسلامی اصولو په رڼا کې د لومړنیو زده کړو څخه تر لوړو زده کړو پورې انجونو او هلکانو ته مساوی حق ورکړو"

22.11.2021 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

22.11.2021 امریکا غږ

ملګرو ملتونو غوښتلي د افغانستان مالیاتي نظام دې د نسکورېدو نه بچ کړی شي

رویټرز خبري ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل يو رپورټ کې وویل د افغانستان د بېنکونو نظام په اړه یو اېن ډي پي د دریو پاڼو په خپل رپورټ کې خبرداری وکړو د بېنکونو نظام نسکورېدل به د افغانستان اقتصاد دپاره لوی قیمت او د یو اېن ډي پي په قول بې انتها منفي سماجي اثرات ولري

22.11.2021 ډیوه

جاني خېلو د ناامنۍ پرضد په پېښور کې احتجاج اعلان کړو

د خېبر پښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې قامي جرګې ویلي حکومت ورسره د ناامنۍ د مخنيوي، بې درکه شوو کسانو د خوشي کولو او علاقه د وسله والو نه د پاکولو کړې ژمنې نه دي پوره کړي او د روانې نومبر مباشتې په 28 م نیټه يې پېښور ته د احتجاج کولو ويلي دي.

22.11.2021 ډیوه

باجوړ او مستونګ کې د ډزو په پېښو کې د سياسي غړو په ګډون شپږ تنه وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع او د بلوچستان صوبې په مستونګ کې د ډزو دوه پېښو کې د سياسي غړو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه په ډزو وژل شوي دي.

22.11.2021 ډیوه

د عاصمه جهانګيرکانفرنس: د نواز شریف په ادارو نيوکې، د فواد چودري د غونډې نه انکار، د پشتين وينا

په لاهور کې د يادې بشري حقونو فعالې او وکیلې عاصمه جهانګير په ياد کې راجوړې شوې دستورې ته په وېنا کې پخواني وزیر اعظم نواز شريف د پاکستان په ادارو نيوکې کړي، د اطلاعاتو وزیر فواد چودري په غونډه کې د ګډون څخه انکار کړی او د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ويلي دوی ته د جايزو غوښتنو په سر غدار ويل کيږي.

22.11.2021 ډیوه

د پاکستان د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار مبينه خبرې، "نواز شریف ته سزا ورکول دي"

د پاکستان د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار مبينه خبرې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي چې پکې نوموړی وايي، "ميا صېب (نواز شریف) ته سزا ورکول دي او خان صاحب (عمران خان) راوستل دي".

22.11.2021 ډیوه

بلوچستان حکومت په منظور پشتن او نورو دغه صوبې ته په ورتګ بندېز لګولی

د پاکستان د بلوچستان صوبې حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په مشر منظور پشتين، علي وزیر او محسن داوړ سره په نورو صوبې ته په داخلېدو د 90 ورځو بندېز لګولی دی.

22.11.2021 ډیوه

امریکا، بریتانیې او اسټرالیا په رسمي توګه د اتومي اوبتلونو تړون لاسلیک کړ

اسټرالیا په رسمي توګه د خپلو بحري ځواکونو اوبتلونه په اتومي وسلو د سمبالولو لپاره د بریتانیې او متحده ایالاتو سره نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ.

22.11.2021 امریکا غږ

امریکا کې یو کس شل تنه په موټر وهلي

د امریکا د وسکانسن په ایالت کې یو کس د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم۳۰) د خلکو یوه ډله چې د کرسمس په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه په موټر وهلي، لږ تر لږه ۲۰ تنه ژوبل کړي.

22.11.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more