شاته

امریکا، بریتانیې او اسټرالیا په رسمي توګه د اتومي اوبتلونو تړون لاسلیک کړ

اسټرالیا په رسمي توګه د خپلو بحري ځواکونو اوبتلونه په اتومي وسلو د سمبالولو لپاره د بریتانیې او متحده ایالاتو سره نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ.

د اسټرالیا د دفاع وزیر پیټر ډټن د امریکا او بریتانیې د دیپلوماتانو سره د لاسلیک په مراسمو کې برخه واخیسته. په تړون کې به د درې واړو هیوادونو تر منځ په اتومي وسلو د سمبالو اوبتلونو د ځواک په هکله حساس معلومات شریک کیږي.

دا په اتومي وسلو د سمبالو اوبتلونو په هکله لومړنی تړون چې په عامه توګه لاسلیک کیږي. دغو دریو واړو هیوادونو د همدې روان کال د سپټمبر په میاشت کې د دفاعي همکارۍ ائتلاف د جوړولو خبر ورکړی و چې هدف یې په آرام سمندر کې د ستراتیژیکو ستونزو سره مبارزه وي.

په همدې سیمه کې د چین او متحده ایالاتو سیالي هم مخ په زیاتیدو ده.
د تړون د لاسلیک نه وړاندې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي و چې "دا تړون به همکارۍ ته اجازه ورکړي او پدې سره به زمونږ دوه اړخیز دفاعي وضعیت بهتر شي".

د امریکا،بریتانیې او اسټرالیا تر منځ د(AUKUS) ائتلاف له مخې اسټرالیا ته ۸ په اتومي وسلو سمبال پرمختللي اوبتلونه ورکول کیږي چې د اوږد واټن پټ ماموریت اجرا کولو وړتیا لري. د همدې تړون له مخې درې واړه هیوادونه د سایبري، مصنوعي استخباراتو، کوانټوم او د سمندر لاندې د نامعلومو وړتیاو په هکله معلومات شریک کوي.
چین پدې تړون اختلاف څرګند کړی او هغه یې "بې حده غیر مسؤلانه" او د سیمې ثبات ته خطر بللی.
دې تړون یوازې چین نه بلکې د ناټو غړی هیواد فرانسه هم خفه کړې. فرانسه ځکه په غصه ده چې د اسټرالیا سره په ډیزلو چلیدونکو اوبتلونو قرارداد چې اټکلي ارزښت یې ۶۵ میلیارده امریکایي ډالره کیده، فسخ شو.

خو د اسټرالیا صدراعظم سکاټ موریسن د تړون د تنظیم کولو په برخه کې د انتقادونو پروا نده کړې. ښاغلی سکاټ پدې ټینګار کوي چې دا تړون یې د هیواد د ملي ګټو په خاطر کړی.