شاته

جاني خېلو د ناامنۍ پرضد په پېښور کې احتجاج اعلان کړو

د خېبر پښتونخوا د بنو په جاني خېلو کې قامي جرګې ویلي حکومت ورسره د ناامنۍ د مخنيوي، بې درکه شوو کسانو د خوشي کولو او علاقه د وسله والو نه د پاکولو کړې ژمنې نه دي پوره کړي او د روانې نومبر مباشتې په 28 م نیټه يې پېښور ته د احتجاج کولو ويلي دي.

جاني خېلو د روان کال په مارچ کې د څلور زلمیو د مړو تر موندلو وروسته اته ورځې او د یو قبایلي مشر تر وژل کېدو وروسته 28 ورځې پرلت وهلی وو.

دا دوه پرلتونو وروسته له هغې ځنډول شوي ووچې د صوبې وزيراعلا او بيا د قامي مشرانو په منځګړیتوب د صوبې د يو وزیر او ضلعې انتظاميو معاهدې کړې او د دوی غوښتنې يې منلې وې.

د دې سیمې خلکو چې پکې د علاقې قامي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو ګډون کولو د نومبر په 21مه د خپلو غوښتنو لپاره جرګه کړې او ویلي يې دي دوی له حکومته په جاني خېل کې امن، د هدفي وژنو بندول، د وسله والو ويستل او د علاقې نه بې درکه شوو کسان خوشي کول او د هدفي وژنو کې وژل شوو کسانو په وژنه کې ککړ کسان مالومول غواړي.

د جاني خېل قام یو مشر ملک مویز ویلي علاقه یې د نا امنۍ سره مخ ده هره ورځ تنکي ځوانان پکې وژل کیږي او په زوره بې درکه کیږي ، دوی د چا پi خلاف نه دي، په علاقه کې د امن غوښتنه کوي خو د دوی دغه غوښته نه منل کیږي هغه جرګې ته ویلي دوی دوه ځله احتجاجي پرلتونه کړي په دوی تشدد شوی خو د خپلو غوښتنو نه دي په شا شوي او هر پرلت کې دوی یوازې د علاقې د امنیت ټیګښت خبره کړې ده.

دوی ویلي دا پرلتونه وروسته د هغې ختم کړی شوي چې د صوبې اعلا وزیر دوی ته د غوښتو منلو ژمنې کړې وې، هغه زیاته کړه د دوی سره د مې او مارچ په میاشتو کې د علاقې د امنیت ټیکنښت او په علاقه کې د پرمختیایي چارو وعدې شوې وې.

خو د ملک مویز په خبره په وعدو تر اوسه څه عمل نه دی شوی نو ځکه دوی بيا احتجاج کولو ته مجبوره شوي دي.

د مارچ په مياشت کې احتجاجي مظاهره د څلور تنکو کچه هلکانو د مړو ترلاسه کېدو وروسته شوې او بيا د وزیراعلا په مشرۍ معاهده کې په علاقه کې د امنیت ټينګولو، علاقه د وسله والو څخه پاکولو، د هلکانو په وژنه کې ککړو کسانو نيولو او سزا ورکولو، او د علاقې نه د بې درکه کسانو مالومولو ويل شوي وو.

د جرګې یو بل غړی ډاکټر نورمحمد وايي، حکومت دې په علاقه کې امن په ځای کړي. د علاقې خلک د سختې ویرې سره مخ دي.

هغه تور پورې کړو په علاقه کې اوس هم وسله وال په ښکاره لیدل کیږي خو د هغوی د مخنيوي لپاره هیڅ ګامونه نه اخستل کیږي.

نور محمد وویل د صوبې اعلا وزیر په خپله منلي وو چې دا علاقې وروسته پاته کړی شوي او د پرمختیا لپاره يې ترقیاتي پيکيج ورکولو ژمنه کړې وه خو تر اوسه یې دا ژمنه هم نه ده پوره کړې.

هغه زياته کړه دوی ته ویل شوي وو چې د کومې بدې پېښې وروسته د حکومت سره تماس ونيسي خو نوموړی تور لګوي که دوی د حکومت سره تماس نیسي حکومتي چارواکي ترې په شا کيږي. ځکه دا پریکړه کړې چې د صوبې مرکز پیښور ته احتجاج وغځوي.

په اتمه جولايۍ د خېبرپښتونخوا د وزيراعلی محمود خان د دفتر څخه جاري شوي بيان کې ويل شوي وو د جاني خېلو سره شوې معاهدې په ځای دي، د علاقې د پرمختيا دپاره د دوه اربه روپو ورکولو او 500 کسانو ته د نوکرو ورکولو اعلان شوی وو.

د بنو جاني خېلو قوم د احتجاجي پرلتونو په مهال اسلام اباد ته لاريونونو پېل کړي چې بيا وروسته په لارو کې په زوره ودرول شوي او د مرګ ژوبلو پېښې پکې هم رامنځته شوې وې.

وي او اې ډيوه د بنو مرستیال کمشنر زبېر نيازي او د ټرانسپورټ وزیر شاه محمود چې په يوه معاهده کې شامل وو، سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو ځواب ورته نه دی ويل شوی.

د علاقاې یو امنتي چارواکي وايي، حکومت له جانی خېلو سره د پرلتونو پر مهال شوې ژمنې په ځایې دي خو پوره کېدل به یې وخت اخلي.

هغه وویل دوه اربه روپۍ ترقیاتي پیکیچ منظور شوې، وژل شوي کسانو ته مرستې ورکړل شوې او د امنیت د پاره وسله والو سره خبرې روانې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.