شاته

آی اېم اېف: پاکستان ته د قرضو به حاله کولو په سر ابتدایي سلا شوې ده

د اوو مياشتو ځنډ وروستو، پاکستان او نړيواله مالياتى اداره (آی اېم اېف) د شپږ بلينه ډالره پور پيکج بحالولو لپاره په سټاف ليول لوظنامه باندى سلا شوي دي.

د ګل په ورځ د آی اېم اېف په اعلاميه کې ويلی شوي چې د پاکستان لخوا پيشګي اقداماتو او په ځانګړي توګه د ادارو په کچه د اصلاحاتو وروستو د ذکر کړی شوې لوظنامې منظوري به د آی اېم اېف بورډ اف اېکزېکټیو ورکوي چى له وجې به یې پاکستان ته يو ارب پينځه کروړه او نېوي لکه ډالره مېلاویږي.

د روان کال اپريل مياشت نه د پور بحاله کولو په اړه خبرې د ځنډ ښکار شوې وې او حکومت د فنډ سختو شرطونو لکه د انرجۍ بيعې لا نور لوړولو، ټېکسونه زياتولو او په ادارو کې اصلاحات راوستلو ته تيار نه و.

خو تيره اونۍ د خزانې د پاره د وزير اعظم سلا کار شوکت ترين خبريالانو ته ويلي وو چې د آی اېم اېف بورډ اف ډاؽريکترز غونډې نه وړاندې پاکستان ته به پينځه اقدامات اخېستل وي او دا د سټيټ بينک اف پاکستان خپلواکي، ټېکس استثنى ختمول، د تواناؽۍ بيعې زياتول، حکومتي ادارې شخصي څانګې ته ورکول او د ډالر بيعه په مارکيټ پريښودل دي.

اقتصاد پوهان او څيړونکي د پرمختګ د کورني او نړيوال مارکيټ د پاره يو ښه ګام بولي او وايي، د دې اجازت وروستو به هرو مرو مثبتې اغيزې راځي. خو ورسره زياتوي چې د پور بحالولو وروستو به هم پاکستان ته د آی اېم اېف د شرطونو پوره کولو د پاره نور ګامونه پورته کول په کار وي.

پاکستان دپاره سخت شرطونه

وى او اې ډيوه سره خبرو کې، د خزانې د پاره د وزير اعظم يو پخوانی سلاکار ډاکټر سلمان شاه دا يوه مناسبه او توله لوظنامه بولي او وايي: " آی اېم اېف ويلي چې پاکستان زياتره اهداف چې په کې د بنيادي اډانې اصلاحات شامل دي، اخيستي دي او اوس د دوى ډير زور د انرجۍ څانګه او حکومتي ادارو کې په اصلاحاتو باندى دی."

د آی اېم اېف سختو شرطونو سوال ته په ځواب کې نوموړي وويل چې پاکستان خو زياتره مشکلات وزغمل لکه د ډالر په مقابله کې د روپۍ بيعه راکمولو او نړيواله کچه باندې د خوراکي شيانو بيعې لوړيدلو نه چې کومه ګراني راغله، او اوس هم بيروني جهټکې شته چې له وجې یې پريشاني شته خو زياته یې کړه: "زما په خيال دې لوظنامې سره به ښه والی راشي."

بل پلو په اقتصادي چارو ژور نظر لرونکی خبريال ذيشان حيدر وايي چې دا د پور د بحالۍ لوظنامه نه ده، بايد چې آی اېم اېف د پاکستان لخوا اوچت کړی شوي ګامونو باندې سلا شوې و، خو اوس هم دوى د غير قانونه پيسو ليږلو راليږلو او د اېف اې ټي اېف خړ نوملړ نه د پاکستان نوم ويستلو په حواله د نورو ګامونو اخېستنې غوښتنه کوي.

البته ذيشان حيدر هم دا هر څه د پاکستان کورني او بيروني مالياتي مارکېټ د پاره يو ښه ګام ګرځوي او وايي، کيدې شي چې دې سره د پاکستانۍ روپۍ بيعه راټيټيدلو عمل کې کمی راشي او دا چې دې عمل سره به د پاکستان په مالياتي نظام "يو ښه او مثبت اغيز" پريوځي.

خو دې سره سره څېړونکي دا يرې هم څرګندوي چې د آی اېم اېف د شرطونه منلو سره به ګراني او بې روزګاري نوره هم سيوا شي.