شاته

باجوړ او مستونګ کې د ډزو په پېښو کې د سياسي غړو په ګډون شپږ تنه وژل شوي

د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع او د بلوچستان صوبې په مستونګ کې د ډزو دوه پېښو کې د سياسي غړو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه په ډزو وژل شوي دي.

د ډزو تازه پېښه نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (22 نومبر) په باجوړ کې شوې او نامالومه کسانو د جميعت علما اسلام ف ګوند د بلدياتي ټاکنو د پاره جنرل کونسلر نامزد اميدوار محمد الياس په ډزو وژلی دی.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه منلې.

د ګوند غړيي وايي ممحد الياس ته د وړاندې نه د داعش ډلې لخوا ډرکې ورکړل کېدې.

ځايې پوليس وايي د جميعت علما اسلام د جنرل کونسلر نامزد اميدوار او د جماعت امام محمد الياس په ماموندو کې د امتحاني هال نه راوتو چې نامالومه کسانو پرې ډزې وکړې. محمد الياس د ايم اې اسلاميات امتحاني پرچې ته راغلې وو.

دوه کاله وړاندې د محمد الياس مشر ورور مفتي سلطان محمد هم د نامالومه کسانو په ډزو کې وژل شوی وو.

د باجوړ ښار د جميعت علما اسلام ګوند مشر مولانا ضياالله جان ډيوه ته وويل څو ورځې وړاندې ورته محمد الياس ويلي وو چې د داعش ډلې لخوا ورته د مرګ دړکې ورکړل کيږي او د پوليس نه يې سيکورټي هم غوښتې وه خو نه وه ورته ورکړی شوې، ضياالله وويل په باجوړ کې نورو علماو ته هم د داعش لخوا د مرګ دړکې ورکړل کيږي چې د زياترو تعلق پکې د جميعت علمااسلام ګوند سره دی.

په باجوړ کې د نومبر په لومړۍ نېټه هم دوه پوليس سرتيري په بمي چاودنه کې وژل شوي وو، د دغه بريد زمه واري داعش ډلې په غاړه اخستې وه.

پوليسو ډيوه ته وويل دوي د باجوړ بېلا بيلو سيمو کې د لټونې عمليات پېل کړي دي.

د جميعت علما اسلام غړو د باجوړ ښار بازار کې د پوليس مشر ډي پي او دفتر مخې ته احتجاجي مظاهره پېل کړې او د امتيني ادارو په ضد يې نعرې وهلې.

باجوړ د افغانستان د کونړ سره لګېدلې علاقه ده چرته چې ويل کيږي د داعش غړي په ګڼ شمېر کې شتون لري او د افغان طالبانو سره يې هم وخت په وخت انښتې کيږي.

بل لور ته تيره ورځ ناوخته د بلوچستان صوبې په مستونګ کې چاوراکو ويلي، په يو کاروان وسله وال بريد شوی، چې پکې د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونکی ځايي مشر سردار زاده مير محمد خان ابابکي او د هغه سره څلور نور تنه وژل شوي او درې نور سخت ژوبل شوي دي.

پوليس چارواکو ویلي د پېښې پلټنې يې پېل کړي خو د ابتدايي مالوماتو ترمخه ویل کيږي دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.