شاته

ګلالۍ افغان: د ښوونځي له مخې تیریږم خو د ننوتو اجازه یې نه لرم

د طالبانو د واکمنيدو وروسته په افغانستان کې د جونو د منځني ښوونځيو او پوهنتونو د بندیدود درې میاشتې پوره شوې خو زدکوونکوي وايي تر دا دمه د سکولونو پرانستو یا نه پرانستو په اړه د طالبانو هیڅ ډول پالیسي نه وېني.

د وي او ای ډیوه په لویه پښتونخوا خپرونه کې د کوربنې منزه شهید سره خبرو کې ګلالۍ افغان چې د دولسمې ټولګۍ زدکوونکي ده او سلګیو نیولې وه، وویل: "اوس مونږ د خپل ښوونځي مخې ته تېریږو خو خپل مکتب ته د داخلیدو اجازه او حق نه لرو. له مونږ دا حق اخیستل شوی. کاش چې دا یو خوب واې ځکه مونږ په ډیرو ستونزو تر دې ځایه راورسېدو ترڅو نړۍ ته وښيو چې مونږ افغانې مېرمنې هم کولای شو خپلو هدفونه ترلاسه کړو. "

د طالبانو ویاند سهیل شاهین په یو وروستي ټويټ کې لیکلي "مونږ ژمن یو چې د اسلامی اصولو په رڼا کې د لومړنیو زده کړو څخه تر لوړو زده کړو پورې انجونو او هلکانو ته مساوی حق ورکړو".

ښاغلي شاهین دا نه دي و یلي چې ښوونځي یا نورې تعلیمي ادراې به کله پرانستل شي؟

ګلالۍ افغان زیاتوي چې د اسلام او اسلامي نظام په خلاف نه ده خو د خپلو حقونو غوښتنه کوي، وايي که څه هم ژوند یې خوندي نه خو دوي به مبارزه کوي.

"ما او زما نورو همصنفیانو د کانکور ازموینې لپاره ډیرې تیاریانې کړې وې چې مونږ به امتحان ورکوو. مونږ خپل ځان ته هدف ټاکلی وو. زه غواړمه ډاکټره شم او د دې ترڅنګ زه غواړمه د افغانو جونو د تعلیم فعاله اوسم ځکه په افغانستان کې ډیرې انجونې له تعلیمه بې برخې پاته دي."

ګلالۍ افغان. دا تصویر خپله ګلالۍ افغان وي او ای ډیوه ته ورکړی دی
ګلالۍ افغان. دا تصویر خپله ګلالۍ افغان وي او ای ډیوه ته ورکړی دی

د لوې پښتونخوا خپرونې بلې مېلمنې زرغونه یوسفزۍ چې د کابل پوهنتون محصله ده د سکايپ ويډیو له لارې وویل: "مونږ له دې حالته ډیر مایوسه یو چې پوهنتون ته نشو تللی. د نظامونو بدلېدل او تحولات راتلل شاید نورو هېاودونو کې هم شوي وي خو هېڅ ځای داسې ندی شوی چې اکېډېمېک مرکزونه، پوهنتونونه او ښوونځي دې بند شي او د هغه نظام قرباني شي."

زرغونه یوسفزۍ. دا عکس زرغونه یوسفزۍ وي او ای ډیوه ته ورکړی
زرغونه یوسفزۍ. دا عکس زرغونه یوسفزۍ وي او ای ډیوه ته ورکړی

د بشري حقونو او تعلیم لپاره مبارز او د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدين یوسفزی د یوې ویډیو له لارې ډیوه ته وايي: "زما ټولو افغان نارینو او بالخصوص پښتنو سړو ته د هغوي د سپيځلي سړیتوب په نوم دا خواست دی چه په پر امنه ډول د افغانو انجونو د تعلیم د بنیادي حق د پاره د افغانانو پیغلو سره ودریږي."

د طالبانو د استازي سهیل شاهین وروستي ټويټ ته په ځواب کې چې وايي د جینکیو تعلیم ته ژمن دي، پښتنه درانۍ چې د لرن موسسې مشره او د ټالبرګ نړیواله جایزه ګټونکې کې ده په غبرګون کې وايي:

"چې ژمن یئ نو مکتب خلاص کړه. چې ژمن يئ هغه ښځې او ښوونکې پریږدئ چې ولاړې شي او زدکړې ورکړي. زه به په هاغه ورځ ستاسو خبرې ومنم. یوازې په خبرو نه کیږي."

پشتنه دراني. دا تصویر پشتنې درانۍ وي او ای ډیوه ته ورکړی دی
پشتنه دراني. دا تصویر پشتنې درانۍ وي او ای ډیوه ته ورکړی دی

د ملګرو ملتونو په ګډون د بخښنې نړیوال سازمان د تکرار برسېره چې د جینکیو د ښوونځیو د پرانستو غوښتنې تکراروي، طالبان په دې موضوع کومه نوې خبره نه ده کړي.

که څه هم د افغانستان په هرات ولایت کې ځینې ښوونځي پرانستل شوي خو بیرته اوس تړل شوي.

تیره میاشت د اېمنسټي انټرنېشنل مشرې اګنس کالامار د طالبانو روان سیاست تبعیضي، ناعادلانه او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی.

په افغانستان کې دا مهال یوازې هلکان خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او په میلیونونو انجونې سکولونو د تړل کېدو په سبب په کورونو ناستې دي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed