شاته

د پاکستان د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار مبينه خبرې، "نواز شریف ته سزا ورکول دي"

د پاکستان د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار مبينه خبرې په ټولنیزو رسنیو خپرې شوي چې پکې نوموړی وايي، "ميا صېب (نواز شریف) ته سزا ورکول دي او خان صاحب (عمران خان) راوستل دي".

د فېکټ فوکس نومې وېب پاڼې د ټويټر څخه دغه خبرې خپرې شوي چې پکې ويل شوي پخواني چيف جسټس ثاقب نثار حکم کړی چې نواز شریف او لور ته يې سزا ورکول دي.

د اډيو يا غږيزو خبرو په اړه ويل شوي چې ثاقب نثار د بل تن سره خبرې کوي او نواز شریف او لور مريم نواز ته يې د سزا ورکولو خبره ورسره کوي.

خو د پاکستانۍ ميډيا ترمخه پخواني چيف جسټس د دغو خبرو څخه انکار کړی او ويلي يې دي دا خبرې جوړې کړی شوي دي.

د مسلم ليګ ن مشر شهباز شریف په ټویټر ویلي، د پخواني چيف جسټس د خبرو نه مالومیږي چې نواز شریف او مريم نواز د سياسي عمل نه بهر ساتلو دپاره دوی د غټې منصوبې د لارې په نخښه شوي دي.

هغه ویلي وخت راغلی چې د دوی سره کوم سلوک ساتل شوی دغه غلطیانې دې سمې کړی شي، او ټول قوم د انصاف نظام ته ګوري.

د پخواني چيف جسټس سره تړلې دغه خبرې په داسې حال کې مخې ته راغلي، چې په 15 اګست د پاکستان د انګرېزۍ ژبه (دې نيوز ورځپاڼه) کې خبر خپور شوی وو چې د ګلګت بلتستان پخواني مشر قاضي رانا محمد شمیم په يو حلفيه بيان کې ویلي د پاکستان سپریم کورټ پخواني مشر قاضي ثاقب نثار لاندينو عدالتونو ته امر کړی وو چې د کال 2018 د انتخاباتو نه وړاندې دې پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د هغه لور مریم نواز دې په ضمانت د زندان نه ازاده نه کړي.

نواز شریف او مریم نواز دغه وخت د احتساب په یوه مقدمه په قید کې وو.

د رپورټ ترمخه رانا محمد شمیم ورته د خپل خبرې تصدیق کړی خو د سپریم کورټ پخواني مشر ثاقب نثار ویلي وو د شمیم دعوه د حقیقت سره تعلق نه لري.

وروسته اسلام اباد هايکورټ په دغه خبر خپرولو جرنلسټ انصار عباسي، جنګ او جيو ګروپ ته د رانا شميم د حلفيه بيان په خپرولو د عدالت د سپکاوي نوټس جاري کړی وو.