سږکال به امریکا کې د تېر کال په نسبت ډېر خلک د هالوین جشن ولمانځي
هالوین یو روایتي جشن دی چې په هغه کې خلک د شیشکو، قسماقسم بلاګانو او ارواګانو جامې اچوي، ځانونه د بلاګانو یا شیشکو په څېر سینګاروي، او کور په کور ګرځي چې خواږه راټول کړي.
د صدر بایډن او صدر اردوان ملاقات – امریکا او ترکي غواړي اختلافات هوار کړي
د امریکې صدر جو بایډن په اېټلي کې د ترکي له صدر رجب طیب اردوان سره کتلي او د افغانستان د حالاتو سربېره، یو شمېر نورو اهمو موضوعاتو باندې یې ورسره خبرې کړې دي.
بې پولې خبریالان: د طالبانو له تسلط وروسته د بیان ازادي ختمه شوې
د بې پولو خبریالانو ټولنه وايي چې د طالبانو له تسلط وروسته په افغانستان کې د بیان ازادي یا بیخي له منځه تللې او یا له جدي ستونزو سره مخامخ ده.
د کرکټ نړیوالې شورا اصغر افغان ته مبارکي ورکړه
د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرکټ مخکني کپتان او اوسني لوبغاړي اصغر افغان ته د هغه ښې کارکردګۍ له کبله مبارکي ورکړه.
طالبان: ملا هبتالله په عام محضر کې راڅرګند شو او وینا یې وکړه
د طالبانو مقاماتو ویلي چې ددې ډلې مشر ملا هبتالله اخندزاده، په کندهار کې په عام محضر کې راڅرګند شو او څو دقیقې وینا یې وکړه.
افغانستان نړیوال جام کې خپله درېیمه لوبه له نمیبیا وګټله
د افغانستان کرکټ ملي ټیم د نړیوال جام په روانو سیالیو کې د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم۹) له نمیبیا سره لوبه وکړه.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
سلګونه افغان مهاجر په یوې بیړۍ کې له ترکیې څخه یونان ته رسېدلي
یوې بیړۍ چې د ترکیې بیرغ پرې رپیده او ۳۸۲ تنه یې انتقالول نن د اکتوبر په ۳۱ (لړم ۹) وروسته له هغې د یونان سواحلو ته ورسیده چې دوه ورځې مخکې یې په اژه بحیره کې د بریښنا سیستم له کاره لویدلی و.
د امریکا او ترکیې د کړکیچنو اړیکو سره سره بایډن او اردوغان ملاقات وکړ
د امریکا و متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم ۹) په روم کې د جي۲۰ هیوادونو د غونډې په څنډه کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.
دپاکستان حکومت تحریک لبیک سره معاهده وکړه خو میډيا ته یې نه ده ښودلې
دپاکستان دحکومت لخوا دلاقانونه ګرځول شوې تندره مذهبي ډلې تحریک لبیک سره دهغوئ دتشدد نه د ډک احتجاج ودرولو لپاره دکامیابو مذاکراتو اؤ یوې معاهدې اعلان شوی خو ددغه معاهدې یا تړون جذئیات له یوې لوري هم مخې ته نه دي راوړل شوي.
میرعلي:دپولیسو په لاس د دوؤ کسانو د وژنې په ضد دسیمې خلکو سخت احتجاج کړی
ځايي خلکو تیره ورځ ددې پیښې پرضد احتجاجي مظاهره کړې او د وژل شوؤ کسانو کورنۍ ویلي وژل شوی کسان بېګناه وؤ او تیرو څو میاشتو نه امنتي سرتیرو سره بندیوان وؤ.
عالمزیب مسید اؤ دپي ټي ایم نور فعالین جنوبي وزیرستان ته دسفر په مهال امنیتي ځواکونو نیولي
دپښتون ژغورنې غورځنګ وایي دهغوئ دتحریک وتلی فعال اؤ قبایلي ضلعو نه په جبر دبې درکه کړل شوؤ کسانو په حق کې غږ پورته کوونکی ښاغلی عالمزیب مسید اؤ دهغه نور درې ملګري جنوبي وزیرستان ته دسفر په مهال امنیتي ځواکونو نیولي دي اؤ دټانک پولیسو ته یې سپارلي دي.
له افغانستانه وتلې ورزشکارانې: لاهم ورزشکارې نجونې د طالبانو لهخوا ګواښل کېږي
یو شمېر افغان ورزشکارې نجونې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره له دغه هېواده تللي، ادعا کوي چې لاهم ورزشکارې نجونې د طالبانو لهخوا ګواښل کېږي، هغه ادعا چې طالبانیې ردوي. دغو ورزشکارو نجونو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دوی هم د طالبانو له لوري ګواښل کېدلې، نو ځکه له افغانستانه ووتې. د مویتای لوبغاړې حفیظه بهمني وایي: "ټولې ورزشکارې نجونې تر ګواښ لاندې دي. زه په خپله د طالبانو له لوري وګواښل شوم او ان پر موږ بریدونه وشول. ما تهیې ګواښ کړی و که دې ورزشي کلپ پرانیزې، نو ته او کورنۍ به دې په امان که نهوئ." پروانه عارفي چې معلوله ورزشکاره ده، د پارا المپیک په برخه کې خپل تمرینونه مخ ته بیایي او په ملي او نړیوالو لوبو کې یې هم ګډون کړی، له افغانستانه د وتلو یوازنی لامل د طالبانو ګواښونه یادوي. پروانه وایي: "ورزشکارو نجونو نهغوښتل چې له هېواده ووځي، خو د طالبانو ګواښونه د دې لامل شول چې افغانستان پرېږدي. زه په خپله د ځان د ژغورلو لپاره مسافره شوم. ان تر دې هم خبره شوم چې د یوې ورزشکارې نجلې سر یې ورپرې کړی. ټول همدا هڅه کوي چې له افغانستانه ووځي." اغلې عارفي وایي، دا اوس د هغو ورزشکارو ښځو په نوملړ کار کوي چې غواړي له افغانستانه ووځي. دغه ښځینه ورزشکارانې ټینګار کوي چې ښځو، په ځانګړي ډول ورزشکارو نجونو ته دې د دې اجازه ورکړل شي چې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي. خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې بېبنسټه بولي او وایي چې د طالبانو له لوري هېڅڅوک نهدي ګواښل شوي. د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "دا چې ورزشکاران د اسلامي امارت د مجاهدینو له لوري ګواښل کېږي، دا حقیقت نهلري او ټول د خپلې خوښې په رشتو کې فعالیت کوي. مجاهدین هېڅچا ته زیان نهرسوي، موږ دا افواهات او تبلیغات ردوو، موږ تر اوسه په دې برخه کې هېڅ کومه بېلګه نهلرو." خو ښاغلي کریمي دا روښانه نهکړه چې له دې وروسته به ورزشکارو نجونو ته د تمرینونو او ورزشي سیالیو لپاره څه ډول اجازه ورکړل شي. دا په داسې حال کې ده چې د المپیک نړیوالې کمېټې هم وړاندې تر دې ویلي و چې ۷۰۰ تنه چې ډېری هغهیې ورزشکاران او د هغوی ملاتړي دي، په افغانستان کې له خطر سره مخ دي. د یادې کمېټې ویاند توماس باخ ویلي و چې تر ګواښ لاندې ډېری کسان ورزشکارې نجونې او د هغوی له ورزشي فعالیتونو څخه ملاتړ کوونکي کسان دي. ښاغلی باخ دې موضوع ته هم اشاره کړې وه چې ټولو هغو افغان ورزشکارانو چې د توکیو المپیک سیالیو ته غوره شوي وو، افغانستان پرېښی دی. په افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته د ښځو په وړاندې د طالبانو په ناوړه چلند او دغهشان د دوی په وړاندې د طالبانو حکومت له لوري پر لګول شویو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د کار او زدهکړو د حقونو په نقض په کور دننه او نړیواله کچه نیوکې شوي، خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي او وایي چې شرایطو ته په کتو به دوی ته د کار او زدهکړو زمینه هم برابره شي. پروانه عارفي چې معلوله ورزشکاره ده، د پارا المپیک په برخه کې خپل تمرینونه مخ ته بیایي او په ملي او نړیوالو لوبو کې یې هم ګډون کړی، له افغانستانه د وتلو یوازنی لامل د طالبانو ګواښونه یادوي.
امرالله صالح:طالبان په نړۍ دځان منلو لپاره دپاکستان کړنې کوي
داشرف غني په حکومت کې د ولسمشر وړومبی مرستیال امرالله صالح چې اوس ځان دافغانستان موقت ولسمشر بولي،وایي طالبانو په نړۍ دخپل حکومت منلو لپاره دپاکستان کړنو ته لاس اچولی دی.
طالبان وایي هغه کسان یې نیولي چې د واده مراسمو کې دموسیقۍ په اوریدو یې خلک وژلي
په ټولنیزو رسنیو دعوې شوي چې دافغانستان دختیز ولایت ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې دموسیقۍ غږولو پسر وسله والو طالبانو درې کسان په ډزو وژلي اؤ لس نور یې ژوبل کړي دي.