ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امیرخان متقي:دافغانستان خاوره به دهیڅ یو هیواد په ضد نه کارؤل کیږي

دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي دوئ  ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به دهیڅ هیواد په زیان نه استعمالیږي او نه هم چاته دافغانستان کې دننه ددغسې فعالیتونو اجازه ورکوي. خو دطالبانو له دې دعوې برعکس دملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي چې دافغانستان دننه دداعش،القاعده،ټي ټي پي ختیز ترکستان اؤ نورو ترهګرو ډلو ګڼ شمیر جنګیالي شتون لري. دسیاسي چارو وتلی څېړنګار ډاکټرخادم حسین وي او ای ډیوه ویب پاڼې ته وایي اوس چې په افغانستان کې کوم صورتحال جوړیږي اؤ دغلته کومې ترهګرې ډلې وجود لري هغه د روسیې،چین،ایران اؤ پاکستان حتی داروپا په ضد هم فعالیتونه کولی شي. دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تیره ورځ کابل کې د برتانيی سفير هيوګي شارتر په مشرۍ برتانوي پلاوي سره لیدلي اؤ هغوئ ته یې ډاډ ورکړی چې دافغانستان خاوره دهیچا په ضد نه کارؤل کیږي اؤ نه اسلامي امارت چاته ددغسې کولو اجازه ورکوي. دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم په ټویټر لیکلي دبهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي دلیدنې‌ په مهال برتانوي پلاوي ته ویلي ځیني غرضي رسنۍ هڅه کوي چې په نوي حکومت بې بنسټه تورونه ولګوي. دمتقي په وینا دافغانستان په نوي حکومت دداسې بې بنسټه تورونو مقصد بې باوري رامنځته کول اؤ دنړیوالو باور ټکنې کول دي. دطالب ویاند په بیان کې دعوه شوې چې په دې لیدنه کې دبرتانیې سفیر کابل ته په ورتګ خوښي ښودلې اؤ ویلي یې دي چې افغانستان کې جنګ ختم شوی، امنیت تامین شوی،وضعیت عادي دی، بشري مرستې په ښه ډول رسیږي او تعلیمي مراکز خلاص شوي دي. طالبان که هرڅو دعوې کوي چې دوئ چاته دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو په ضد دکارؤلو لپاره نه ورکوي خو په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا خپور شوي یو رپورټ کې ویل شوي چې د طالبانو د شپږو میاشتو له واکمنۍ وروسته، ممکن ده چې افغانستان د مينځنۍ اېشيا او دهغې اخوا د القاعده او يو شمېر نورو ترهګرو شبکو لپاره په یوه خوندي‌ځاله بدل شي.  دسیاسي چارو شنونکي ډاکټر خادم حسین د خالي په ورځ وي او ای ډيوه ته ویلي چې نړۍ دطالبانو دحکومت نه غوښتنې کوي چې خپل حکومت ته پراخ بنسټه بڼه ورکړي، دبشر حقونو ته درناوی ولري اؤ پرې نه ږدي چې دافغانستان خاوره ترهګرې ډلې دنورو هیوادونو په ضد وکاروي. هغه وایي ترڅو چې طالبانو دنړۍ شرطونه نه وي منلي نو امکان نه لري چې نړۍ یا ګاونډي هیوادونه دطالبانو حکومت په رسمیت وپیژني. نوموړي زیاته کړې اوس چې په افغانستان کې کوم صورتحال جوړیږي اؤ دغلته کومې ترهګرې ډلې وجود لري هغه د روسیې،چین،ایران اؤ پاکستان حتی داروپا په ضد هم فعالیتونه کولی شي. په افغانستان او سیمه کې د امنیت په چارو نظر لرونکي څېړنکار او د پاکستان د پوځ پخواني افسر طلعت مسعود هم ډيوه ته وايي د طالبانو لپاره اړینه ده چې دنړیوالو ترهګرو ډلو د زغملو خپله زړه تګلاره پرېږدي ګنې ددې تاوان به هم دوئ او هم ګاونډيو هېوادونو ته ورسي.​ طلعت معسود وايي طالبان ګڼي چې دغه ډلې د هغوئ دوستان دي او غوره اړېکې ورسره لري او د افغانستان د پخواني حکومت پرضد جګړه کې یې د هغوي مرسته کړې ده. دملګرو ملتونو د امنیتي شورا د رپورټ له مخې طالبان په دوديز ډول د القاعده، پاکستاني طالبانو او د انصار الله ډلې سره نزدې اړېکې لري او راپور وايي په مينځنۍ اېشيا کې د تند لارو ډلو جنګیالي او دختيز ترکمانستان مومنټ غړي چې د چين په سنکيانګ صوبه کې فعالیت کوي د نړۍ لخوا د طالبانو حکومت په رسميت پېژندنې ته په تمه دي. د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي ترهګرې ډلې په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو منل کیدو سره به د هغوئ نه هم دترهګرۍ ټاپه لرې شي. رپورټ کې راغلي دي چي د برصغير هند کې القاعده چې مشتري یې اسامه محمود او د هغه مرستيال عاطف يحى کوي د افغانستان په هلمند، غزني، کندهار، نيمروز، پکتیکا او زابل ولایتونو کې دافغانستان دتيرحکومت په ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کې برخه اخیستې وه. ګمان کېږي چې القاعده د 200 نه تر 400 جنګیالی لري زياتره غړي یې افغانستان، بنګله دېش، هند او پاکستان کې دي. د رپورټ ترمخه د طالبانو په واک کې د راتلو په وخت د قېديانو د خوشې کېدو سره د داعش ډلې خراسان څانګې چې د وسله والو شمیره د 2200 نه تر 4000 ته رسېدلې ده. د تېر اګست په میاشت کې چې طالبانو پرله پسې د افغانستان د ولايتونو مرکزونه نېول جېلونه یې مات کړل او تر دې چې د کابل په خوا کې یې د پل چرخي او بګرام زندانونو نه هم قېديان خوشې کړل چې پکې زياتره د داعش غړي هم خوشې شوي وؤ. داعش په دې وروستیو کې د افغانستان دننه د يو شمېر خونړو بریدونو پړه هم په غاړه اخیستې ده.

11.02.2022 ډیوه

بایډن له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د امریکایي نظامیانو نیوکې رد کړې

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۰(سلواغې ۲۱) هغه راپورونه په بشپړ ډول رد کړل چې د امریکا پوځ له افغانستان څخه د امریکایي قواوو د وتلو په اړه د هغه د حکومت پر کړنو په جدي توګه نیوکې کړي دي. واشنګټن پست په خپل یوه تحقیقاتي راپور کې د امریکایي نظامي قومندانانو د شهادت پر اساس چې قسم یې اخیستی، ویلي دي چې سپینې ماڼۍ او خارجه وزارت د تخلیې پلان ډیر ناوخته ونیو، د طالبانو لاسته راوړنې یې له پامه ورغورځولې او پیښو پرې غلبه وکړه چې دا ټول په وروستیو ورځو کې په بیړه او ګډوډیو سره له کابل څخه د وتلو لامل شول. بایډن د NBC ټلویزیون په یوه پروګرام کې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې که د پوځ په رسمي تحقیقاتو کې د افسرانو معلومات ريښتیا ووځي، وویل "نه. دا هغه څه ندي چې ماته ویل شوي وو." په پروګرام کې بیا له ښاغلي بایډن څخه پوښتنه وشوه چې آیا د پوځ په راپور کې څیړني ردوي، هغه وویل" زه دا ردوم." د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې بایډن په تکرار سره د طالبانو د ماتولو په اړه د امریکا د ناکامه هڅې د ختمولو له تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل پخوانیو جمهورو رئیسانو د کلونو لپاره له افغانستان څخه د وتلو ژمنې کړي وې خو هیڅ وخت یې دا کار ونکړ. بایډن وویل:"هلته د وتلو لپاره ښه وخت نه وو." د متحدو ایالتونو جمهور رئیس زیاته کړه، که بالاخره له افغانستان څخه نه وای وتلي، نو پکار وه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر د پام وړ زیات شوی وای او امریکا به یوځ بیا ناوړه جګړې ته داخله شوې وای.

11.02.2022 امریکا غږ

طالبان افغانستان سره مرستو په اړه له نړیوالې ټولنې سره مستقیمې خبري غواړي

طالبانو د پنجشنبې په ورځ فبروري لسمه (سلواغې ۲۱) له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه له نړیوالې ټولنې سره د مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه. په ژنیف کې د طالبانو یوه هیئت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په داسې حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو د برابریدو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې چې تر اوسه د هغوی حاکمیت هیڅ هیواد په رسمیت ندی پيژندلی. د طالبانو دغه لس کسیز هیئت ته چې د عامي روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد هم پکې شامل دی د سویس د Appel de Geneve موسسې له خوا چې د جګړې په زونونو کې د ملکي خلکو د ساتلو لپاره کمپاین کوي او د کلونو راهیسې یې په افغانستان کې فعالیت کاوه، بلنه ورکړل شوېده. د طالبانو هیئت چې د غیر دولتي موسساتو سره د خبرو په هدف په سویس کې دی، پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د بشري مرستو په اړه د اسلامي امارت سره د شفافیت او حسات کتاب پر اساس پرمخ ولاړ شي.   په اعلامیه کې څرګنده  شوي:"له ټولو مرسته رسونکو بنسټونو غواړو چې له افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو د تسهیل او تدارکاتو، د پولو د پرانیستل کیدو او د بشري مرستو لپاره د یوه خوندي دهیلیز د رامنځ ته کیدو په برخه کې مرسته وکړئ." د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیا واکمنیدو او د امریکایي او نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته اقتصادي او مالي کړکیچ د افغانستان د کابو نیمایي اتباعو ژوند له قحطۍ سره تهدید سره کړی دی. ملګرو ملتونو د افغانستان د سقوط د مخنیوي په هدف د میاشتو راهیسې د اګست میاشتې راهیسې پر افغانستان د بندیزونو د کمیدو لپاره هڅه کړیده. طالبانو ددې سفر په جریان کې همدارنګه وکړای شول چې د سویس د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د روغتیا د نړیوال سازمان د رئیس ، د سره صلیب د کمیتې او د اروپايي دیپلوماتانو سره وګوري. خو دا ټول ملاقاتونه د تړلو ورونو تر شاه وو. سویس د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۰ وویل دا سفر "د مشروعیت یا په رسمیت پيژندل ندي" او ټینګار یې وکړ چې په روښانه یې بشري حقونو ، نړیوالو بشري قوانینو او د ملکي کسانو خوندیتوب ته د درناوي په برخه کې طالبانو ته خپل توقعات بیان کړل. د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې نړیواله ټولنه له نجونو او میرمنو سره چې په تیرو شلو کلونو کې یې پرمختګ کړی، د طالبانو د چلند له امله ټکان خوړلی دی.

11.02.2022 امریکا غږ

د امریکا بي ۵۲ بم غورځوونکي الوتکي د نظامي تمرینونو لپاره بریټانیا ته رسیدلي

د متحدو ایالتونو هوایي پوځ د پنجشنبې په ورځ فبروري لسمه (سلواغې ۲۱) اعلان وکړ چې یو شمیر بي ۵۲ بم غورځونکي الوتکي د ناټو په نظامي تمرینونو کې د ګډون لپاره بریټانیا ته رسیدلي دي. امریکا په داسې حال کې دغه سترې جنګي الوتکي بریټانیا ته استولي چې د اوکراین پر سر د لودیځ او روسیې ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي. په اروپا کې د امریکا د هوایي ځواک قومندانۍ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې دغه الوتکي، اوړند وسایل او پرسونل د لندن لودیځ طرف په ۱۵۰ کیلو متري کې د شاهي هوایي ځواک یوه مرکز ته رسیدلي دي. خو دا تر اوسه روښانه شوې نده چې څومره امریکایي الوتکې به د ناټو په پلان شویو نظامي تمرینونو کې ګډون وکړي. بیانه کې ویل شوي دي چې ددغو سترو جنګي الوتکو د استولو هدف د متحدینو ترمنځ د همکارۍ او عملیاتي قابلیتونو زیاتوالی ښودل شوی دی. په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د بي ۵۲ بم غورځونکو د استولو هدف د ناټو متحدینو او شریکانو ته د امریکا تعهد ښکاره کوي او دا اقدام د ناټو د جمعي حاکمیت او امنیت د ساتلو ښکارندويي کوي. د امریکا دغه سترې جنګي الوتکي په داسې حال کې بریټانیا ته استول شوي دي چې غربي‌ هیوادونه پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه اندیښنه لري ځکه مسکو د هغه هیواد پولې ته نږدې په لس ګونه زره پوځیان ځای پرځای کړي دي. بلخوا د امریکا سمندري ځواکونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې څلور تیز رفتاره جنګي بیړۍ تیره میاشت د نظامي تمرینونو په هدف د مدیترانې سمندرګي ته رسیدلي دي. مسکو له اوکراین سره پولې ته نږدې څه باندې سل زره پوځیان او په بلاروس کې شاوخوا ۲۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي ، هغه هیوادونه چې پکې نظامي تمرینونه کوي. غرب اندیښنه لري چې روسیه د پوځیانو په استولو سره ممکن هره شیبه پر اوکراین نظامي برید وکړي ، هغه ادعا چې مسکو تل رد کړې ده.

11.02.2022 امریکا غږ

د لاریو چلوونکو مظاهرې د کاناډا او امریکا تر منځ سوداګري زیانمنه کړې

د لاریو چلوونکو مظاهرې د کاناډا او امریکا تر منځ سوداګري زیانمنه کړې

10.02.2022 امریکا غږ

سنیګال د افریقا جام د ګټلو په خاطر د فوټبال لوبغاړو ته نغدې پیسې او ځمکه ورکړه

د سنیګال جمهور رئیس ماکي سال د هیواد د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د افریقا جام د ګټلو له کبله نغدې پیسې او ځمکې په انعام کې ورکړلې.

10.02.2022 امریکا غږ

د امریکې د کانګرس غړي وايي طالبانو د واک لاندې افغانستان سره امداد  "اخلاقي خطر" لري

په داسې حال کې چې افغانستان نه د امریکايي پوځونو د وتلو شپږ میاشتې پوره کېږي او افغانستان د اقتصادي او انساني بحران سره مخامخ شوی دی، د امریکې د کانګرس غړي وايي افغانستان ته د امداد رسوولو دپاره ډیرې لارې چارې نلري د وي او ای د رپورټ ترمخه افغانستان نه د وتلو نه پس امریکې د افغانستان 9.4 بلینه ډالره اثاثې منجمد کړي دي چې دغه وسایل د طالبانو په لاس ورنشي.  خو اوس چې هلته اقتصادي او انساني بحران ورځ تر بله په زیاتېدو دی نو امریکا د افغانستان سره د امداد کومې لاری لري چې طالبان هم تري ګټې پورته نکړی شي.  د کانګرس د اؤرونې په موقع ډېموکرېټ سېنیټر کرس مرفي وویل هرممکنه کوشش کوي چې دغه پېسی د طالبانو لاس ته ور نشي. خو پدی کې هیڅ شک نه پاتي کېږي چې دی نه به لږ ډېر طالبان هم ګته پورته کړياو دا به یو اخلاقي ګډوډی او ډېره بی خونده خبره وي ملګرو ملتونو تېره میاشت د عالمي ټولنی نه د افغانستان دپاره ۴.۴ بلینه ډالره د امداد غوښتنه کړي ده. دا تر ټولو غټه د امداد غوښتنه ده. د خوراک عالمي پروګرام ډبلیو اېف پي هم وايي، سږ کال ژمې کې به تش ۲٪ افغانانو سره کافي خوراک وي  د اؤرونې په موقع د عالمي امدادي ادارې ايي ار سي مشر ډېوډ مليبېنډ د کانګرس ته اویل، شپږ میاشتې وړاندې افغانستان یو غریب ملک وو خو وس د ولګې سره مخ ملک دی. او زه په ډېر خفګان دا خبره کوم چې د دی سبب هغه عالمي معاشي پالیسي د چې د اګست د میاشتې راهسې خپله کړی شوي. ملیبېنډ زیاته کړه، ددی دلاسه نه یوازې اولسي بلکه شخصي څانګو کې هم افغانستان ته ډېر تاوان رسېدلی.  هغه دا هم اویل، عمله يي دهغه میډیا رپورټونو تصدیق کولې شي چې افغانان د مجبورۍ دلاسه د خپل بدن اعضا یا اندامونه خرڅۍ.   په دې موقع د سېنیټ د  خارجه چارو کمېټۍ کې ځینې قانون دانانو دا ومنله چې افغانان ځکه د سختو سره مخ دي چې امریکا د طالبانو د سخت دریځه پالیسو په سر فکرمنده دی. خو ډېرو بیا د امداد لېږلو د خطراتو په سر هم خبرداری ورکړو   د ریپبلکن سېنیټر ټوډ ینګ وېنا وا چې دوی باید بېدارپاتې شي  چې طالبانو او دهغوې ملګرو ته وسایل یا نور داسې هیڅ څه لاس ته ورنشي چې هغوی يي د تندروۍ دپاره استعمالولی شي. او دا هم چې ټر ټولو بد اړخ به دا وي چې انساني امداد حقدارو ته د رسېدو په ځای د طالبانو او دهغوی ملګرو لاس ته ورشي   د غېر سرکاري تنظیمونو مشرانو هم دا ومنله چې د طالبانو سره د مذاکراتو په بنیاد ځینې امریکايي بندېزونه لري کول به ګران کار وي   د انټرنېشنل کرایسس ګروپ سره کارکونکي صلاحکار ګرایم سمت په دی موقع اویل د امریکا چارواکو ته په هغه کارونو بندېز پکار دی چې د کوم اجازت نشي ورکړی کېدی لکه د وسلو قاچاق یا سمګلنګ  خو هغه زیاته کړه د بده مرغه د ډېرو ګامونو دپاره به د طالبانو سره همکاري کول وي. او دا ګران کار دی په خاصه توګه هغه وخت چې طالبانو او غربي چارواکو ترمنځ د میاشتو میاشتو مذاکراتو نه باوجود هم د انساني حقونو د خوندې ساتلو په مد کې هیڅ کامیابي وانه موندلی شوه. او دا هم چې هغوې (طالبان) د هر عمر جینۍ ته د تعلیم د حق ورکولو په شان مناسب غوښتنه هم وا نه منله. خو امریکه هم د ټول شموله حکوما په شان یو نه پورا کېدونکې غوښتنې پسې انښتې دی   سمت او مليبېنډ قانون دانانو ته زیاته کړه امریکا بیا هم هلته د انساني بحران مخنیوي دپاره یو څو ګامونه پورتا کولې شي او په دی کې یو ګام د ۱.۲ بلینه ډالرو د ورلډ بېنک د انتظام دلاندی د افغانانو د بیا ودانۍ فنډ جاري کول دي. چې افغانانو ته نېغ په نیغه تنخاګانې ورکوي، بله دا چې په شخصي څانګه باندې د امریکه بندېزونه ختمول او شخصي اثاثې جاري کول دی. خو دا هم چې د افغان حکومت اثاثې هغه شان تړلې وساتل شي.   څېړنکاران وايي دغه بندېزونو کې نرمي راوستل به په امریکا کې یو اسان سیاسي بحث نه وي.   د نهې یا چارشنبې په ورځ ډېموکرېټ سېنیټرې جین شاهین وینا وه ”مونږ ته د افغانستان خلکو او خاندانونو سره د انسانیت په بنیاد امداد پکار دی چې دا وخت د ولګې سره مخ دي. خو هغې زیاته کړه ددی هم مخالفت کۍ چې امریکا دې د طالبانو د خپلو خلکو سره سخت خويي باندې سترګي پټي کړي.  یاده دي وي د باېډن انتظامیې تېره میاشت په افغانستان کې انساني بحران ته جواب ویلو دپاره اضافي ۳۰۸ ملینه ډالرو د امداد ژمنه هم کړی وه. یادونه: خبریالې کېترین ګېبسن دا خبر د وي او ای د انګریزۍ څانګې دپاره تیار کړی دی    

10.02.2022 ډیوه

د سعودي عربستان په هوایي ډګر د حوثیانو برید شنډ شوی؛ ۱۲ تنه پکې ژوبل شوي

په سعودي عربستان کې چارواکي وایي پوځ د حوثي یاغیانو یوه بې پیلوټه یا ډرون الوتکه په هوا کې له منځه وړې چې د یمن سره سرحد ته نږدې په هوایي ډګر د برید کولو لپاره توغول شوې وه.

10.02.2022 امریکا غږ

پاکستاني طالبان د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ په «جدي امنیتي مسئلې» بدل شوي

پاکستاني طالبان د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ یوه «جدي امنیتي مسئله» شوې ده

10.02.2022 امریکا غږ

د امریکا بندیزونه؛ عراق د ایران څه باندې یو نیم میلیارد ډالر پور نشي ورکولی 

عراق له ایران څخه د ګازو او برښنا د واردولو له درکه ۱.۶ میلیارد ډالر پوړوی دی، خو پر ایران باندې د متحده ایالاتو د بندیزونو له کبله نشي کولای ایران ته پیسې انتقال کړي.

10.02.2022 امریکا غږ

اروپایي اتحادیې د روسیې امنیتي اندیښنو ته ګډ ځواب ورکړی

سره لدې چې روسیې د اروپایي اتحادیې څخه د خپلو اندیښنو په هکله په ډله ایزه توګه د ځواب ورکولو په هکله خبردرای ورکړی و او ویلي و چې دا ډول اقدام به د خبرو د پای سبب شي، خو د ۲۷ هیوادونو دې اتحاد نن پنجشنبه فبروري ۱۰ (سلواغې ۲۱) په ډله ایزه توګه په یو لیک کې د مسکو اندیښنو ته ځواب ورکړ.

10.02.2022 امریکا غږ

نړیوالې ټولنې د افغان مېرمنو فعالانو په دوامداره لادرکۍ تشویش څرګند کړي

امریکې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یوشمېر ډلو په افغانستان کې د مېرمنو فعالانو د دوامدار لا درکې په اړه تشویش څرګند کړی او په طالبانو یې غږ کړی چې د فعالانو د موندلو دپاره دې ګامونه پورته کړي.  د ملګرو ملتونو سیکرټري جنرل انتونیو ګټرېش غوښتلي چې طالبان دې داسې ګامونه دې پورته کړي چې دغه لا درکه ښځې بیرته خپلو کورونو ته لاړې شي.  د افغانستان پخواني مرستیال صدر امر الله صالح د یو ټویټ د لارې ویلي چې طالبان بې ګناه ښځې،  مدني فعالان او خبربالان نیسي، په تعلیم بندېزونه لګوي، اطلاعاتو ته د رسای مخه نیسي ، په میډیا غږونه بندوي، ویره خپروي بهرني وګړي تښتوي او صنفي توپیر پیدا کوي او غواړي چې دا کارونه د سودا بازی د پاره وکاروي. د ملګرو ملتونو سیکټري جنرل د شورو چارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې وویل د افغان ښځینه فعالانو د خېر ښېګړې په اړه اندېښمني زیاتیږي. هغه زیاته کړه یو شمېر فعالانې بې درکه شوي دي او د تېرو څو هفتو راهسې د ځینو فعالانو غږ چا نه دی اورېدلی. له دې یوه ورځ وړاندې د بشري حقونو دفتر او ایچ سي ایچ ار ویاندې لیز ټروسیل هم په یو بیان کې په طالبانو غږ کړی وو چې نیول شوې څلور مدني فعالانې او  ددوی خپل خپلوان دې ازادې کړي چې تېره میاشت بندي کړل شوي. یو شمېر فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو په وروستیو کې ویلي دي چې فعالانې مرسل عیار او زهرا محمدي د طالبانو په ضد په کابل کې په لاریونونو کې د ګډون وروسته  په کابل کې له خپلو کورونو څخه ایستل شوي دي.  تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل هم چې د ښځو حقوقو دپاره په وروستیو لاریونونو کې یې ګډون کړی و د لادرکه کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د طالبانو حکومت د دوو ښځینه فعالانو تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل د نیول کېدو په اړه راپورونه رد کړي دي. او د دوو نورو ښځينه فعالانو د لادرکه کېدو په اړه یې څه نه دي. امریکا، جرمني ، هالېنډ او یو شمیر غربي هیوادونو هم د نیول شویو ښځینه فعالانو په اړه اندیښنې څرګندې کړي دي.  د افغان مېرمنو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي رینا امیري، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو سازمانونو د یادو مېرمنو د لادرکه کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه یې په دې اړه د فوري ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.  

10.02.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

10.02.2022 امریکا غږ

هغه افغانې ښځې چې له افغانستانه وتلې، راتلونکي ته څه هیلې او اندېښنې لري؟ 

زهره جلال د خوست د ولایتي شورا پخوانۍ غړې ده. دا هم د نورو ګڼو لوستو افغانو ښځو په څېر د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته له افغانستانه ووته. اغلې جلال د تېر مېلادي کال په جولای میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو دا او یو زوی یې وتښتول او له څو ساعته برمته نیولو وروسته یې ازاده کړل. له هغه وروسته هم د دې په وینا له تهدیدونو سره مخامخ وه.  دې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په لسمه نېټه ازادي راډيو ته وویل:"کله چې موږ ته مشکلات پیدا شوي وو، موږ اسیران شوي وو، موږ د مشرانو په منځګړیتوب خوشې شوو. له هغه وروسته ماته اخطارونه راتلل. ما دا خبره له سپين ږیرو سره شریکه کړه. ما غوښتل تر والي ورسېږي. هغه مهال والیانو باندي هم بیروبار و او پر طالبانو هم. بیړنی حالت وو. نه پوهېږم زما خبره به تر هغوی رسېدلې وي که نه خو ماته تهدید موجود وو. نو ما دا ښه وګڼله چې خپل سرونه خوندي کړو او خپل ځانونه خوندي ځای ته ورسوو."  سونیا شینوارې یوه بله افغانه ده چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته له هیواده وتلې. دې په افغانستان کې له یوه خصوصي تلوېزیون سره کار کاوه. دا یوه مشهوره خبریاله او ویندویه وه. د ژورنالیزم په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي خو کله چې افغان حکومت سقوط وکړ، دا هم لکه نور سلګونو زره نور افغانان، له هېواده ووته.   سونیا شینوارې وايي چې په افغانستان کې يې امنیت ته خطر وو او نور یې نشو کولای هلته پاتې شي خو له هېواده وتل هم ورته اسانه پرېکړه نه وه.  دا وایي:"کله چې راووځې له هېواده له یوه بیک او یوې جوړې کالو سره، دا ډېر دردوونکی دی. هغه ورځ او هغه حالت چې زه رایاد کړمه، تاسو باور وکړئ چې ستوني باندي مې درد شي. او تر هغې هم بدتره دا چې په یوه پردي هېواد کې په داسي حالت کې پرته یې چې برخلیک دې نه دی معلوم چې له دې وروسته له څه کیږي. هره شېبه انتظار کول ډېر زور غواړي."   سونیا شینوارې اوس مهال د کډوالې په توګه په یوه داسي هېواد کې مېشت کېدو ته سترګې په لاره د ژوند شپې او ورځې تېروي چې پناه غوښتونکي مني. دا وايي لسګونو نور افغانان هم د دې په څېر په داسي هېوادونو کې پراته دي چې افغانانو ته پناه نه ورکوي.  دا وايي چې له هېواده وتلي افغانان چې تر منزله نه دي رسېدلي او په درېیم هیواد کې بند پاته دي نه یوازي له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي بلکې د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي ځکه راتلونکی يې ناڅرګند دی او بېرته خپل هېواد ته تګ د مرګ په معنی دی.   وروسته له هغه چې طالبانو د اګست په پنځلسمه نېته په کابل کې خپل واک اعلان کړ، سلګونو زره کسانو هڅې پیل کړې چې له هېواده ووځي. هغه لوستې ښځې چې په افغانستان کې پاته شوې، ګڼو يې خپلې دندې له لاسه ورکړې او د خپلو حقونو لپاره یې په لاریونونو لاس پوري کړ.   طالبانو د ښځو پر دغو لاریونونو د سپرې تر څنګ ډزې هم کړي. په وروستي مورد کې د جنورۍ په شپاړسمه نېټه ښځو په کابل کې لاریون وکړ او د دوی په وینا طالبانو ورباندي د مرچو سپرې وکاروله.   د جنورۍ په نولسمه نېټه پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې په کې فعاله تمنا زریاب پریاني وايي چې طالبان یې د دروازې مخې ته ورغلي او غواړي کورته یې ورننوځي. تر هغه وروسته د تمنا پریاني او یوې بلې فعالې پروانه ابراهیم خېل د ورکېدو خبرونه خپاره شول.  ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو له طالبانو غوښتي چې د دغو ښځو د راخوشې کولو په برخه کې دې ژر تر ژره لاس په کار شي.   طالبانو مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړې وه چې دوی دا ښځې نیولي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې موضوع اړوند وویل چې دوی تراوسه په دې اړه څېړنه کوي او هڅه کوي چې معلومات راټول کړي.  د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې لیز تروسیل د سې شنبې په ورځ د فبرورۍ په اتمه نېټه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل:" پروانه ابراهیم خېل او تمنا پریاني له خپلو خپلوانو سره د جون په ۱۹مه ورکې یا توقیف شوې او دوې نورې فعالانې په زوره وړل شوي دي چې د جنورۍ د شپاړسمې په لاریون کې يې ګډون کړی وو. راپور ښيي چې مرسل عیار د فبرورۍ په دوهمه له خپله کوره او زهره محمدي د فبرورۍ په درېیمه د خپل کلینک له مخې برمته نیول شوې چې تراوسه یې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه شته.   دې وویل چې د دغو قضیو په اړه د معلوماتو په خاطر يې پر طالبانو ټينګار کړی او پر دې موضوع چې د دغو ښځو فزیکي او رواني خوندیتوب دې تضمین او ژر تر ژره دې راخوشي شي.   که څه هم طالبانو ویلي چې دوی د ښځو اسلامي حقونو ته ژمن دي خو د ډېری لوستو افغان ښځو راتلونکی په افغانستان کې او له افغانستانه دباندي ناڅرګند دی.  

10.02.2022 ازادي راډیو

عمران خان افغانستان کې دبشري ناورین اندېښنه ښودلې خو څېړونکي وایي ددې ناورین ذمه وار به پاکستان وي

دپاکستان وزیراعظم عمران خان یو وارې بیا اندېښنه ښودلې ده چې که په افغانستان بهرنۍ مرستې وتړل شي نو په دې هیواد کې دانساني تاریخ تر ټولو ستر ناورین رامنځته کیدای شي. خو څېړونکي بیا وایي دطالبانو حکومت دپاکستان په مرسته جوړ شوی دی اؤ که چرې پاکستان په طالبانو دنړۍ دغوښتنو پوره کولو لپاره فشار نه راوړي نو افغانستان کې دبشري ناورین مسولیت به په پاکستان راځي وزیراعظم عمران خان دچین دفودان پوهنتون دمشر یا ډایریکټر ایرک لي سره پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي  امریکا دطالبانو دحکومت اؤ ولس ترمنځ فرق نه شي کولی. هغه دطالبانو دحکومت دستاینې په ترڅ کې ویلي چې نن څلویښت کاله وروسته په وړومبي ځل افغانستان کې کومه شخړه نه لیدل کیږي اؤ نه هم په دغه هیواد کې کورنۍ جګړې شته. خو هغه وایي دا چې بیا هم دطالبانو په حکومت بندیزونه لګول شوي نو ددې منفي اغیز دافغانستان په ولس کیږي . په ۱۵ اګست په کابل دطالبانو له قبضې اؤ بیا دخپل حکومت جوړولو  راپدیخوا پاکستاني چارواکي اؤ پخپله وزیراعظم عمران خان پرله پسې دنړۍ نه افغانستان سره دمرستو غوښتنې کوي اؤ وایي که نړۍ افغانستان سره مرستې ونه کړې نو افغانستان دیو ستر بشري ناورین سره مخ کیدای شي. خو دسیاسي چارو وتلی څېړنکار ډاکټرخادم حسین وایي نن چې افغانستان کې دبشري ناورین خبره کیږي نو په دې واقعتاً خفګان پکار دی خو دا ناورین یافاجعه چې دچا له وجې مخې ته راغلې ده نو دهغې ذمه وار خلک هم معلوم دي. ډاکټرخادم حسین وي او ای ډیوه ویب پاڼې ته وایي اوس چې په افغانستان کې کوم صورتحال جوړیږي اؤ دغلته  کومې ترهګرې ډلې وجود لري هغه د روسیې،چین،ایران اؤ پاکستان حتی داروپا په ضد هم فعالیتونه کولی شي. "نو ظاهره خبره ده چې ددې مسولیت اول په امارت اسلامي راځي اؤ بیا په پاکستان راځي" عمران خان زیاته کړې چې دبندیزونو له امله افغانستان دیو سخت ناورین سره مخ دی ځکه چې دافغانستان دمعیشت ۷۰سلنه اډاڼه په بهرنیو مرستو ده. هغه پخپله دې مرکه کې په امریکا هم نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې افغانستان کې دامریکې مشن په دروغو ولاړ اؤ بې مقصده ؤ. عمران خان زیاته کړې کله چې اسامه بن لادن ووژلی شو نو پکار وه چې بیا امریکا په افغانستان کې خپل مشن پائ ته رسولی ؤ . نوموړی وایي په افغانستان کې دامریکامقاصد واضحه نه وؤ اؤ کله چې مقصدونه واضحه نه وي نو پایلې یې دناکامۍ په صورت کې مخې ته راځي. خو څېړونکی خادم حسین بیا د وزیراعظم عمران خان ددې دریځ سره اتفاق نه لري چې ګنې امریکې په افغانستان کې ماتې خوړلې ده. هغه وایي افغانستان کې دطالبانو حکومت دامریکې اؤ طالبانو ترمنځ د تړون په اساس مخې ته راغلی دی اؤ پاکستان دعوه کوي چې طالبان امریکې سره خبرو ته اسلام اباد کښینولي وؤ نو ځکه دا خبره به بې ځایه وي چې ګنې امریکې افغانستان کې ماتې خوړلې ده. هغه زیاتوي په داسې حال کې چې نړۍ دطالبانو دحکومت نه غوښتنې کوي چې خپل حکومت ته پراخ بنسټه بڼه ورکړي، دبشر حقونو ته درناوی ولري اؤ پرې نه ږدي چې دافغانستان خاوره ترهګرې ډلې دنورو هیوادونو په ضد وکاروي، دپاکستان هم مسولیت جوړیږي چې خپل غږ په دې غږ کې شامل کړي. دخادم حسین په وینا  ترڅو چې طالبانو دنړۍ شرطونه نه وي منلي نو امکان نه لري چې نړۍ یا ګاونډي هیوادونه دطالبانو حکومت په رسمیت وپیژني. هغه وایي نن چې افغانستان کې دبشري ناورین خبره کیږي نو په دې واقعتاً خفګان پکار دی خو دا ناورین یافاجعه چې دچا له وجې مخې ته راغلې ده نو دهغې ذمه وار خلک هم معلوم دي. "دا فاجعه دامارت اسلامي له وجې راغلې ده،دپاکستان له وجې راغلې ده اؤ حتی دامریکې اؤ اروپا له وجې راغلې ده نو باید دا ټول قوتونه اوس خپل یو رول ولوبوي چې هلته یوه انساني فاجعه پېښه نه شي" هغه وایي پاکستان دطالبانو دحکومت په بیا راوستو کې رول لوبولی دی اؤ دا هم معلومه خبره ده چې دپاکستان خاوره دطالبانو دمرستې لپاره پکار راغلې ده نو اوس پکار ده چې دبشري فعاجې دمخنیوي لپاره پاکستان په طالبانو فشار راوړي چې دنړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي  نوموړی دا هم وایي چې که چرې پاکستان په طالبانو فشار نه راوړي اؤ هغوئ د رسمیت پیژندنې لپاره دنړۍ غوښتنې نه پوره کوي نو افغانستان کې دبشري ناورین مسولیت به په پاکستان راځي

10.02.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more