شاته

بایډن له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د امریکایي نظامیانو نیوکې رد کړې

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۰(سلواغې ۲۱) هغه راپورونه په بشپړ ډول رد کړل چې د امریکا پوځ له افغانستان څخه د امریکایي قواوو د وتلو په اړه د هغه د حکومت پر کړنو په جدي توګه نیوکې کړي دي.

واشنګټن پست په خپل یوه تحقیقاتي راپور کې د امریکایي نظامي قومندانانو د شهادت پر اساس چې قسم یې اخیستی، ویلي دي چې سپینې ماڼۍ او خارجه وزارت د تخلیې پلان ډیر ناوخته ونیو، د طالبانو لاسته راوړنې یې له پامه ورغورځولې او پیښو پرې غلبه وکړه چې دا ټول په وروستیو ورځو کې په بیړه او ګډوډیو سره له کابل څخه د وتلو لامل شول.

بایډن د NBC ټلویزیون په یوه پروګرام کې د خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې که د پوځ په رسمي تحقیقاتو کې د افسرانو معلومات ريښتیا ووځي، وویل "نه. دا هغه څه ندي چې ماته ویل شوي وو."

په پروګرام کې بیا له ښاغلي بایډن څخه پوښتنه وشوه چې آیا د پوځ په راپور کې څیړني ردوي، هغه وویل" زه دا ردوم."

د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې بایډن په تکرار سره د طالبانو د ماتولو په اړه د امریکا د ناکامه هڅې د ختمولو له تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل پخوانیو جمهورو رئیسانو د کلونو لپاره له افغانستان څخه د وتلو ژمنې کړي وې خو هیڅ وخت یې دا کار ونکړ. بایډن وویل:"هلته د وتلو لپاره ښه وخت نه وو."

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس زیاته کړه، که بالاخره له افغانستان څخه نه وای وتلي، نو پکار وه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر د پام وړ زیات شوی وای او امریکا به یوځ بیا ناوړه جګړې ته داخله شوې وای.