ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په ویانا کې د ایران د اټومي‌ قرار داد پر سر خبري بیا پیل شوې

له لس ورځني ځنډ وروسته د اتریش په پلازمینه ویانا کې د سه شنبې په ورځ نومبر اتمه (سلواغې ۱۹) د ایران او متحدو ایالتونو ترمنځ د ایران د اټومي قرار داد د بیا راژوندي کیدو په هدف غیر مستقیمي خبري اتري له سره پیل شوې. چارواکي وایي دې خبرو چې په نومبر میاشت کې پيل شوي تر اوسه ډیر کم پرمختګ کړی دی. د ایران د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د سخت دریځي ابراهیم رئیسي له بریا وروسته دغه خبري تر نومبر میاشتې وځنډې. مذاکرات تیره میاشت چټک شول خو یو شمیر مهم مسایل نه حل شوي پاته دي، غربي قدرتونو وایي د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد راژوندي کیدو ته فرصت کم دی. مرکچیان د لسو ورځو لپاره خپلو هیوادونو ته له چارواکو سره د سلا مشورو لپاره ولاړل. په داسې حال کې چې د ایران، متحدو ایالتونو، روسیې، چین، فرانسې، جرمني، بریټانیا او ارویايي ټولنې چارواکو د سه شنبې په ورځ په مختلفو سطوحو کې ملاقاتونه پیل کړي، خو دا تر اوسه روښانه نده چې څومره پرمختګ شوی دی. د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد د ایران د اټومي‌ فعالیتونو د کمیدو په بدل کې پر هغه هیواد نړیوال بندیزونه کم کړي وو. خو د امریکا پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول متحده ایالات له یاد تړون څخه وایستل او د هغه هیواد پر اقتصاد یې سخت بندیزونه ولګول چې د تیلو صادرات ډیر متاثیره شول . ایران هم د قرار داد له ډیرو محدودیتونو څخه سرغړونه وکړه او د وسلو کچې ته یې نږدې د یورانیمو تولید ته اقدام وکړ. ایران وایي له کومه ځایه چې امریکا له قرار داد څخه وتلې ده، نو دا د واشنګټن پورې اړه لري چې د بندیزونو د لیرې کیدو لپاره لومړی توافق وکړي او تضمین وکړي چې بیا نه وځي. غربي چارواکي وایي چې هڅه کوي د حل داسې یوه لار پیدا کړي چې دواړه طرفونه په همغږي شکل پر مخ ولاړ شي.

09.02.2022 امریکا غږ

سپريم کورټ په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو وروسته کولو د هايکورټ فېصله معطل کړه

د پاکستان سپريم کورټ نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (9 فرورۍ) د پېښور هايکورټ په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو د دوېم پړاو وروسته کولو فېصله معطل کړه. د پاکستان د ټاکنو کمېشن په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو د دوېم پړاو د وروسته کولو د پېښور هایکورټ فېصله په سپريم کورټ کې چېلنج کړې وه. د خېبرپښتونخوا د ټاکنو د کمېشن وياند سهېل احمد وي  او اې ډيوه ته ويلي وو چې په اسلام اباد کې الېکشن کمېشن د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد څانګې هغه فېصله چېلنج کړې چې پکې په صوبه کې دې د بلدياتي انتخاباتو دوېم پړاو وروسته کړی شي. د ځايي ميډيا ترمخه د سپريم کورټ د جسټس اعجاز الحسن او جسټس عايشه ملک دوه کسيزه بېنچ د پېښور هايکورټ فېصله معطل کړې او فريقېنو ته يې نوټسې جاري کړي او ویل شوي په 14 فرورۍ به بيا د دغه قضيې اورېدنه کيږي. ځايي ميډيا ويلي د الېکشن کمېشن وکیل افنان کريم کنډي عدالت ته ویلي چې د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد څانګې د الېکشن کمېشن د دريځ اورېدو پرته د انتخاباتو وروسته کولو حکم کړی وو. د فرورۍ په لومړۍ نېټه د پېښور هایکورټ د اېبټ اباد څانګې د انتخاباتو ځنډولو حکم کړی وو. الېکشن کمېشن له دې وړاندې په 27 مارچ په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو د دوېم پړاو ترسره کېدل اعلان کړي وو. د خېبرپښتونخوا د کوهستان ضلعې سره تعلق لرونکو دوه کسانو عدالت ته خواست کړی وو چې په دغه ضلع کې د مارچ د اخرې پورې د واورې کېدو امکان دی ځکه دغلته انتخابي هلې ځلې ممکن نه دي. د راپورونو ترمخه جسټس عایشه ملک ويلي د پېښور هايکورټ له د حکم کولو نه وړاندې د الېکشن کمېشن دریځ اورېدل پکار وو. او جسټس اعجاز الحسن ويلي، د موسم حال ته به الېکشن کمېشن کتل، نه چې عدالت، او هايکورټ ته دغه فېصله په دومره تادۍ کې ولې اورولې ده؟. له دې وړاندې الېکشن کمېشن په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو د دوېم پړاو کېدل د جنورۍ د مياشتې په اخره کې اعلان کړي وو، خو ويل شوي وو د قامي اسمبلۍ او صوبايي اسمبلۍ د ځينو غړو په خواست بيا دغه نېټه وروسته کړی شوې وه. او بيا الېکشن کمېشن په 20 جنورۍ اعلان کړی وو چې په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو دوېم پړاو په 27 مارچ ترسره کيږي. له دې وړاندې د خېبرپښتونخوا په 17 ضلعو کې په 19 دسمبر د بلدياتي انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شوی وو.

09.02.2022 ډیوه

طالبانو د کابل له لارو او سړکونو څخه د تیر حکومت نښې نښانې پاکې کړي

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنیدو شپږ میاشتې تیرې شوي، دغې ډلې په کابل کې د تیر حکومت ټولې نښې نښانې له منځه وړي دي. د فرانسې خبري آژانس وایي د طالبانو حکومت د افغانستان د اسلامي جمهوري بیرغونه، د ملي اتلانو نقاشي ګانې او د پخوانیو پوځیانو هغه څلي او یاد ځایونه له منځه وړي چې د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي. فرانس پرس وایي پر اکثریت دیوالونو اوس د اسلامي امارت شعارونه لیکل شوي د بیلګې په ډول "د الله ج په مرسته، زموږ ملت امریکا ته ماته ورکړه." په کابل کې د سینګارتونونو اکثریت خاوندانو د خپلو هټیو له دیوالونو څخه د هغو سینګارو شویو میرمنو عسکونه لیرې کړي چې نندارې ته یې ایښي وو. د کابل ښار له بیلابیلو برخو څخه د طالبانو د مخالف وژل شوي قومندان احمد شاه مسعود عسکونه هم لیري کړای شوي دي. د فرانسې خبري‌ آژانس زیاته کړې چې کمې میرمنې او نجونې په مارکیټونو او کافي شاپونو کې لیدل کیږي، اکثریت خلک د طالبانو له واکمنیدو وروسته وریږي او یا هم د کار د نشتوالي له امله د مصرف لپاره پیسې نلري. راپور وایي اکثریت موټرونه د هوا له تیاره کیدو وروسته کمیږي ځکه پر سړکونو د طالبانو پلټنې زیاتیږي. فرانس پرس وایي د کابل د وزیر محمد اکبر خان له غونډې څخه د پخواني حکومت تور، سور او شین رنګه بیرغ راښکته شوی دی.

09.02.2022 امریکا غږ

مکرون: د اوکراین او روسیې د کړکیچ کې په هواري کې پرمختګ کیدای شي

د فرانسې جمهور رئیس امانیویل مکرون د سه شنبې په ورځ فبروي اتمه (سلواغې ۱۹) وویل د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکیچ د کمیدو په هدف د ډیرو مذاکراتو فرصت موجود دی. نوموړي دا څرګندونې د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره تر خبرو اترو وروسته وکړې. مکرون وویل:‌"د راتلونکو اوونیو او میاشتو لپاره زموږ هیله داده چې حالت باثباته شي څو وکړای شو په دوامدار شکل د تاوتریخوالو د کمیدو په هدف د نویو میکانیزمونو او تضمینونو له لارې تعامل وکړو." د جنګي بیړیو ځای پرځای کیدل بلخوا د اوکراین سره په پوله کې د روسیې د پوځي حضور زیاتوالی له وفقې پرته دوام لري. د سه شنبې په ورځ فبروري ۸ د روسیې شپږ جنګي بیړۍ له مدیترانې څخه د تور سمندرګي په طرف روانې شوي. مسکو له اوکراین سره په پوله کې څه باندې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي او ۲۰ زره نور په ګاوندي هیواد بلاروس کې میشت دي چیرې چې په مشترکو نظامي تمرینونو اخته دي. لودیځ په نږدې وختونو کې د یرغل ویره لري‌ خو مسکو وایي د برید پلان نلري. د فرانسې جمهور رئیس امانیویل مکرون وویل د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د دوشنبې په ورځ په مسکو کې تضمینونه ورکړی دی. مکرون زیاته کړه:"په نظامي‌او امنیتي برخو کې زموږ په خبرو کې، زه پرون ډیر روښانه وغږیدم، له جمهور رئیس پوتین سره مو بحث وکړ او هغه راته وویل د تاوتریخوالو زیاتیدل نه غواړي. فکر کوم دا مهمه ده." خو د کرملین ویاند دا رد کړه چې پوتین د اوکراین سره پولې ته نږدې د تظامي تمریونونو د ځنډیدو تضمین ورکړی دی. د فرانسې جمهور رئیس په داسې حال کې د روسیې او اوکراین له مشرانو سره ګوري چې ټاکل شوېده اروپايي دیپلوماتان راتلونکې اوونۍ هم خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ټاکل شوېده د جرمني لومړی وزیر اولاف سکولز په مسکو کې د روسیې له جمهور رئیس سره وګوري.

09.02.2022 امریکا غږ

د طالبانو هیئت د خبرو لپاره ژنیف ته تللی

د طالبانو یو هئیت د سه شنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغې ۱۹) د یوه غیر دولتي بنسټ په کوربه توب د سیاسي او بشري مسایلو په اړه د بحث په هدف د سویس ژنیف ته تللی دی. اسوشیټد پرس لیکلي په داسې حال کې چې په افغانستان کې بشري کړکیچ مخ په زیاتیدو دی طالبانو خپل نړیوال تعامل زیات کړی دی. ATS خبري آژانس راپور ورکړی چې د طالبانو په دفاع وزارت کې د تصفیې د کمیسیون رئیس لطیف الله حکیمي ددغه لس کسیز پلاوي مشري کوي. که څه هم ټاکل  شوېده دا هیئت د سویس او نورو اروپايي چارواکو او همدارنګه د سره صلیب له مسولینو سره وګوروي خو د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په هغه هیواد کې د طالبانو د هیئت شتون په رسمیت د هغوی د حکومت د پيژندلو په مانا ندی. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په نیمایي‌ کې پر افغانستان واکمني ټینګه کړه او امریکا او متحدینو یې په هغه هیواد کې خپل شل کلن حضور پای ته ورساوه. د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان له مالي کړکیچ، انفلاسیون او د وزګارۍ له زیاتیدو سره مخ شوی دی. د بهرنیو مرستو بندیدو په هغه هیواد کې چې د لسیزو جګړو له امله ستونزو سره مخ وو، بشري وضعیت نور هم خراب کړ. د ژنیف د Call foundation چې د جګړو پرمهال د ملکي وګړو ساتنه کوي، ویلي دي چې د افغانستان په اړه له دوشنبې تر جمعې ورځې پورې د تړلو ورونو تر شاه د یوې غونډې کوربه توب کوي. یاد بنسټ ددغې غونډې هدف هغه هیواد ته له خنډ پرته د بشري مرستو په رسیدو کې چټکتیا ښودلې ده. دغه غیر دولتي بنست په یوې اعلامیه کې ویلي دي:"یاد هیواد د تیرو وسله والو جګړو ،  کویډ نولس او ټولنیزو - اقتصادي عواقبو یې، او ناوړې هوا له امله له یوه پیچلي بیړني حالت سره مخ دی." د ژنیف Call foundation بنسټ ویلي دي چې نن ورځ ۲۳ میلیونه افغانان له خوارځواکۍ سره دي او د هغه هیواد ۹۷ سلنه اوسیدونکي د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. یاد بنسټ وایي د بشري مرستو، د ملکي افرادو او صحي برخې د کارکوونکو د ساتنې او د ماینونو او ناچاودیدونکو توکو په اړه یې د خبرو لپاره د طالبانو یوه هیئت ته بلنه ورکړې ده.   د طالبانو د‌ پلاوي دا سفر یوه اوونۍ وروسته له هغه وشو چې د طالبان د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي تیره اوونۍ د ناروې له پلازمینې اوسلو څخه تر ستنیدو وروسته او د غربي هیوادونو له چارواکو سره تر ملاقات وروسته د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې طالبان احساس کوي نړیوال رسمیت پيژندلو ته نږدې کیږي. تر اوسه هیڅ هیواد طالبان په رسمیت ندي پيژندلي خو ښاغلي متقي ویلي دي چې هغوی به کرار کرار د نړیوالې ټولنې د منلو وړ وګرځي. ښاغلي متقي وویل،"موږ دې هدف ته نږدې کیږو." هغه له واشګټن څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوي شتمنۍ آزادي کړي او په هغه هیواد کې د بشري کړکیچ د کمیدو لپاره مرسته وکړي. خو امریکایي چارواکو تر اوسه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو آزادیدل رد کړي دي.

09.02.2022 امریکا غږ

امریکا د ترهګرۍ په ضد مبارزې دپاره اېپل سټور ته مخه کړې ده

واشنګټن  -  د یوې لسیزې نه لږ مخکې، د ټېکنالجۍ لوی شرکت اېپل خپلو ځیرک تیلفون (آیفون) اخیستونکو ته دا ویل شروع کړل چې "که د یوڅه کولو صلاحیت شته، د هغه دپاره یو اپلیکیشن هم موجود دی." او اوس، همدا خبره د ترهګرۍ خلاف د مبارزې په هکله هم ویل کیدای شي. د ګل/دوشنبې په ورځ امریکا کې د ترهګرۍ ضد قامي مرکز (NCTC) خپل موبایل اپلیکیشن aCTknowledge  معرفي کړ، او دا ایپلیکیشن د اېپل ایپ پلورنځي او د NCTC ویب پاڼې څخه کښته کولو/ډاونلوډ لپاره آماده دی. د NCTC  یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د دې موبایل اېپ جزئیات په ډاګه کړل او ویې ویل، "دا ایپلیکیشن د ترهګرۍ ضد غیررازدار معلوماتو ترلاسه کولو دپاره یو هراړخیزه پلورنځی دي." چارواکو وویل چې یوه نسخه/ورژن به په راتلونکو میاشتو کې په ګوګل پلې کې د آنډراید ټلیفونونو لپاره هم وړاندې کړل شي، او همدارنګه به د کمپیوټري ډيسک ټاپ ورژن/نسخې په هکله به هم معلومات آماده شي. پداسي حال کې چې عام خلګ به دې ایپیلیکیشن ته رسايي ولري خو ځیني ځانګړې برخې به یوازې د ترهګرۍ خلاف د مسلکي مبارزینو پورې محدود وي. د NCTC چارواکي وايي چې لومړی به دا ایپلیکیشن د امریکا فډرالي حکومت او پوځي چارواکو پورې محدود وي. او په نږدې راتلونکې کې به د ترهګرۍ ضد سرکاري او ځايي چارواکي هم ورته رسایي ومومي. د NCTC یو ماهر چې د aCTknowledge ایپ په جوړولو کې یې مرسته کړې خبریالانو ته وویل "دا زمونږ د معلوماتو شریکولو په هکله خورا یو لوی ګام دی ". دغه ماهر وویل: "دا چې مونږ مخکې معلومات په منظمه توګه په یوه اونۍ کي د بریښنالیک له لارې شریکول اوس په ورځ کي په چټکي سره خپروو. د خپلو ملګرو سره په چټکي معلومات شریکول به په ټولنه کي یونوی لوی بدلون را منځ ته کړي او په عموم کي به مونږ وکولای شو چي ژر د هر چا د پوهې کچه د ترهګرۍ پر ضد لوړه کړو." د NCTC’s ایپلیکیشن aCTknowledge هم د نورو ایپلیکیشنونو په څیر، به استفاده کوونکو ته د خبر ترلاسه کولو، د معلوماتوپه لټولو، او د ځانګړو شرایطو یا موضوعاتو په اړه تازه معلوماتو د تعقیبولو وړتیا ورکړي. که څه هم په اپلیکیشن کې شریک شوي معلومات غیر محرم/غیررازدار دي، خو چارواکي بیا هم تحفظي ګامونه اخلي چې سیستمونه د انټرنیټی غلو څخه خوندي کړي څوک چې ناوړه ګټه اخیستلوهڅه کوي. د NCTC یو دوهم کارپوه د نورو په څیر د نوم د نه ښودلو په شرط وايي: "تاسو ته پکار ده چې د راجسټریشن لپاره د خپل باقاعده اېمیل آدرس څخه کار واخلي. د ارزونې لپاره موږ داسي معیارونه لرو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې غوښتونکي د پوهیدو لپاره تا یید شوي اړتیا لري." چارواکي وايي دا اپلیکیشن د امریکا د ټولو ایالتونو څخه د پولیسو په ګډون د حکومتي او ځایي لومړي او چټک ځواب ویونکو په مرسته تنظیم شوی دی. "د aCTknowledge په خپرولو سره، NCTC زمونږ هدف پرمخ وړي چې څنګه مونږ د خپلو ملګرو سره استخباراتي معلومات شریکوو" د ګل/دوشنبې په ورځ ناوخته د NCTC مشرې، کریسټي ابیزید په یوه بیان کې وویل. "اپلیکیشن خپلو کاراخېستونکو ته د معلوماتو تر څنګ دا وړتیا ورکوي چې د دوی خپلې ټولنې د ممکنه ګواښونو څخه خوندي وواسي".

08.02.2022 ډیوه

یو افغان په امریکا کې د جنسي زور زیاتي په تور نیول شوی 

یو افغان چې له افغانستان څخه د تخلیې په ماموریت کې امریکا ته تازه انتقال شوی دی، د یوې ښځې د جنسي زور زیاتي په تور محاکمه کېږي.  امریکايي رسنیو د دغه افغان نوم مطیع الله ښودلی او وايي چې دا پېښه د امریکا د ویسکانسن په ایالت کې شوې ده.  د دغه ایالت د واوسا د ماراتن ښار پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې مطیع الله په موټر کې دننه هغه ښځه په جنسي ډول ځورولې او کړولې ده چې د ښاغلي مطیع الله سره یې د هغه په مېشت کولو مرسته کوله.   پولیسو د دغې ښځې له شکایت وروسته تېره ورځ تورن کس ونیوه، خو اوس له زندان څخه په ضمانت خوشې شوی او ویل کیږي ‌چې په را روانو څو اونیو کې به یې محاکمه وي.  تر دې مخکې د طارق په نامه یو بل افغان هم د یوې ماشومې سره په جنسي‌ زور زیاتي‌ تورن شوی و. امریکایي سرتېرو ویلي وو چې دا کس یې لیدلی و چې د یوې درې کلنې ماشومې مخ ښکل کړی او بیا یې په تناسلې الې کې یې لاس وهلی دی.  دا کس له نیول کېدو وروسته ویلي وو چې په افغانستان کې خلک معمولآ ماشومان ښکلوي او لمس کوي او دا کوم غر اخلاقي کار ته دی.  خو راپورونه وايي چې طارق له دغې ماشومې سره هېڅ اړیکه نلرله. ټاکل شوې چې د اپریل په ۲۶ نېټه محکمې د طارق په اړه پرېکړه وکړي. 

08.02.2022 امریکا غږ

د طالبانو د ځینو مشرانو لوڼې بهرنیو هېوادونو کې زده کړې کوي- راپور 

د یو تحقیقي راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو د ځینو مشرانو لوڼې په بهرنیو هېوادونو کې په زده کړو بوختې دي، مګر همدغو طالبانو بیا په افغانستان کې د نجونو متوسطه او عالي ‌لېسې تړلي‌ دي. 

08.02.2022 امریکا غږ

د دموکراتانو په مشرۍ ځینو ایالتونو کې د ماسک اجباري استعمال ختمېږي 

په امریکا کې د دموکراتانو له لوري‌ رهبري‌ کېدونکو ایالتونو په ښوونځیو او سرپټو ځایونو کې د ماسکونو د اجباري کارولو د لېرې کېدو په اړه پلانونه اعلان شول. 

08.02.2022 امریکا غږ

چارواکي: په دوکۍ کې پولیو ضد کېمپېن ته خصوصي پاملرنه کېږي

د بلوچستان په دوکۍ ضلع کې چارواکي وايي د کولې په کانونو کې د 60 زره نه زیات خواریکښ کار کوي او د کولې د کارکوونکو ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین رسوولو ته خصوصي پاملرنه کېږي. د دوکۍ د صحت چارواکي وايي کوښښ کوي چې په سيمه کې يو ماشو هم له پولیو ضد څاڅکو پاتي نه شي. بلخوا په سيمه کې يوه ويکسينېټره یا ماشومانو ته د پولیو ضد وېکسین ورکوونکي ريحانه وايي نورې څه ستونزې نه لري خو کوښښ کوي چې د کولې د کانونو ځینې کارکوونکي چې له پوليو څاڅکو انکاري دي قانع یې کړي چې خپلو بچو ته پولیو نه د بچ کېدو دپاره څاڅکې ورکړي. ریحانه وايي "زه له تېرو شپږو مياشتو په اکبرسيدهايي سيمه کې د ويکسينر کار کوم. ميندې وايي، چې له څاڅکو ماشومان ناروغه کېږي، خو موږ هغه اماده کوو چې څاڅکي ماشومان له ګوزڼ ژغوري." په دوکۍ کې یو کان کيندونکی فضل محمد وايي په هر کېمپين کې روغتيايي ټيمونه د دوی کورونو ته ورځي او هغه خپلو ماشومانو ته څاڅکي ورکوي. فضل محمد وايي "زما کور په دا مانده کې دی، هره مياشت د پوليو ټيمونه زموږ کورونو ته راځي او زموږ ماشومانو ته قطرې ورکوي. د پوليو ضد څاڅکي د ماشومانو د روغتيا لپاره ښه دي، بايد ټول خلک خپلو ماشومانو ته قطرې ورکړي." په کانونو کې مېشت د پېنځو ماشومانو پلار محمد طاهر هم وايي چې ګوزڼ د ماشوم اندامونه له کاره اچوي، ځکه نو دوی له روغتيايي ټيمونو سره همکاري کوي، او د خپلو ماشومانو ترڅنګ نور خلک هم دې ته اماده کوي، چې ماشومان ويکسين کړي. د دوکۍ ترڅنګ د بلوچستان په ځينو نورو سيمو کې د کولې سلګونه کانونه يا درنګونه دي چې پکې زرګونه مزدوران کار کوي. دغه مزدوران زياتره د سوات شانګلې او افغانستان اوسېدونکي دي او له خپلو کورنيو سره د کانونو په سيمه کې ژوند کوي.      

08.02.2022 ډیوه

په یمن کې په تازه نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي

له یمن څخه راپورونه وايي چې د حکومتي سرتېرو او حوثي یاغیانو ترمنځ له څو ورځو راهېسې جګړو زور اخیستی او په دواړو غاړو کې لسګونه کسان وژل شوي دي. 

08.02.2022 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د لادرکه افغانو میرمنو د سملاسي پرېښودو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګه د لادرکه افغانو مېرمنو خوشې کېدل غواړي 

08.02.2022 امریکا غږ

ایا افغانستان ترهګرو لپاره بیا په یوه خوندي ځاله بدلیدلی شي؟

افغان طالبانو د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا هغه رپورټ رد کړی چې وايي دطالبانو  دشپږو مياشتو د واکمنۍ په موده کې  افغانستان اوس هغه ځائ ته رسیدلی چې د القاعده او مينځنۍ اېشيا د يو شمېر ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځائ بدل شي. په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا خپور شوي یو رپورټ کې ویل شوي چې د طالبانو د شپږو میاشتو له واکمنۍ وروسته، ممکن ده چې افغانستان د مينځنۍ اېشيا او دهغې اخوا د القاعده او يو شمېر نورو ترهګرو شبکو لپاره په یو خوندي‌ځاله بدل شي. افغان طالبانو تېر کال داګست مياشت کې په کابل د قبضې وروسته، دعوه کړې وه چې امریکا سره د روغې جوړې له تړون نه وروسته یې د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې شلولي دي. خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپورټ کې راغلي چې د اسامه بن لادن زوئ عبدالله تېر کال د اکتوبر میاشت کې د طالبانو سره دلېدنې په موخه د افغانستان سفر کړی ؤ. د افغان طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي د ملګرو ملتونو په رپورټ کې مخې ته راغلې څرګندونې رد کړې دي او ډيوه ته په رالېږلې بيان کې وايي د افغانستان اسلامي امارت دې ته متحد او ژمن دی چې د افغانستان د خاورې څخه به هېچاته کوم ګواښ نه متوجې کېږي.  هغه وايي اسلامي امارت دهیواد په ټولو چارو او قطعاتو  بشپړ کنټرول لري او د خپل مسوولیت له مخې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به دچا په ضد نه شي کارول کېدای.  په افغانستان او سیمه کې د امنیت په چارو نظر لرونکي څېړنکار او د پاکستان د پوځ پخواني افسر طلعت مسعود ډيوه ته وايي د طالبانو لپاره اړینه ده چې دنړیوالو ترهګرو ډلو د زغملو خپله زړه تګلاره پرېږدي ګنې ددې تاوان به هم دوئ او هم ګاونډيو هېوادونو ته ورسي.  هغه وايي طالبانو له به په کور دننه د ترهګرو ډلو پرضد ګامونو اخستل ګران وي.  طلعت معسود وايي طالبان ګڼي چې دغه ډلې د هغوئ دوستان دي او غوره اړېکې ورسره لري او د افغانستان د پخواني حکومت پرضد جګړه کې یې د هغوي مرسته کړې ده.  هم دا ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا رپورټ وايي د کال 2021م د جنورۍ په میاشت کې د القاعده مشر اېمن الظواهري ليدل شوی ؤ خو وېل کېږي چې د نوموړي روغتیایي حالت ښه نه دی. د امنیتي شورا د رپورټ ترمخه د طالبانو له واکمنېدو وروسته داسې اټکل کیږي چې محمد صلاح الدین عبدالحلیم زيدان چې په سېف العدل مشهور دی د الظواهري ځاې ناستی وټاکل شي او په افغانستان کې پرځائ شي.  د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د ترهګرۍ په چارو دنظر لرونکي غېر دولتي څېړنېزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر محقق منصور خان ډيوه ته وايي، وېل کېږي چې د القاعده په ګډون دچين مخالفې ډلې په افغانستان کې شتون لري.  دی وايي که طالبان دغه خلکو ته لاس اچوي نو بیا یې په خپلو ليکو کې انتشار جوړېږي.  د امنیتي شورا د رپورټ له مخې طالبان په دوديز ډول د القاعده، پاکستاني طالبانو او د انصار الله ډلې سره نزدې اړېکې لري او راپور وايي په مينځنۍ اېشيا کې د تند لارو ډلو جنګیالي او دختيز ترکمانستان مومنټ غړي چې د چين په سنکيانګ صوبه کې فعالیت کوي د نړۍ لخوا د طالبانو حکومت په رسميت پېژندنې ته په تمه دي.  د ملګرو ملتونو راپور زیاتوي ترهګرې ډلې په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو منل کیدو سره به د هغوئ نه هم دترهګرۍ ټاپه لرې شي.  رپورټ کې راغلي دي چي د برصغير هند کې القاعده چې مشتري یې اسامه محمود او د هغه مرستيال عاطف يحى کوي د افغانستان په هلمند، غزني، کندهار، نيمروز، پکتیکا او زابل ولایتونو کې دافغانستان دتيرحکومت په ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کې برخه اخیستې وه.  ګمان کېږي چې القاعده د 200 نه تر 400 جنګیالی لري زياتره غړي یې افغانستان، بنګله دېش، هند او پاکستان کې دي.  د رپورټ ترمخه د طالبانو په واک کې د راتلو په وخت د قېديانو د خوشې کېدو سره د داعش ډلې خراسان څانګې چې د وسله والو شمیره د 2200 نه تر 4000 ته رسېدلې ده.  د تېر اګست په میاشت کې چې طالبانو پرله پسې د افغانستان د ولايتونو مرکزونه نېول جېلونه یې مات کړل او تر دې چې د کابل په خوا کې یې د پل چرخي او بګرام زندانونو نه هم قېديان خوشې کړل چې پکې زياتره د داعش غړي هم خوشې شوي وؤ.  داعش په دې وروستیو کې د افغانستان دننه د يو شمېر خونړو بریدونو پړه هم په غاړه اخیستې ده.

08.02.2022 ډیوه

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي د مقام په سر نوې ناندرۍ 

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي د مقام په سر نوې ناندرۍ

08.02.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

08.02.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more