شاته

پاکستاني طالبان د اسلام اباد او طالبانو ترمنځ په «جدي امنیتي مسئلې» بدل شوي

یو شمېر څارونکي په دې باور دي‌ چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني د پاکستان لپاره یوه ستراتیژیکه بریا وه، خو داسې ښکاري چې اوس د دواړو غاړو ترمنځ ځینې مسایل پیچلې شوي دي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې واک ته د طالبانو بیا رسېدل د صدراعظم عمران خان په ګډون ډېرو پاکستانیانو ونمانځل او ښاغلي عمران خان دا خبره هم وکړه چې افغانانو د «غلامۍ زنځیرونه» وشلول. ځینو نورو پاکستانیانو بیا دا کار د خپل غلیم هند په وړاندې هم یوه بریا وبلله چې د افغانستان د مخکني حکومت سره یې نژدې اړیکې لرلې.

د دې تر څنګ پاکستان له طالبانو سره دپلوماتیکي اړیکې پیل کړې او نړیواله ټولنه یې وهڅوله چې له طالبانو سره تعامل وکړي او د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ پرېږدي.

خو له دې هر څه سره سره داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې د اسلام اباد او افغان طالبانو په اړیکو کې ځينې درزونه پیدا شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، پاکستان د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د تهدیدونو په اړه شکایتونه کړي دي. پاکستاني چارواکي‌ وايي چې د «پاکستان تحریک طالبان» (ټي ټي پي) غړو د سرحد له بلې غاړې [افغانستان څخه] د پاکستان د امنیتي‌ ځواکونو په ضد بریدونه زیات کړي ‌او لسګونه کسان یې وژلي دي.

تېره یکشنبه د «افغانستان څخه» په پاکستاني سرحدي ځواکونو برید وشو او پنځه تنه ووژل. پاکستاني طالبانو د دغه برید مسئولیت منلی دی.

د «پاکستان اساسي اندېښنه»

د پاکستان د صدراعظم عمران خان مشاور روف حسن امریکا غږ ته وویل: «په اوسني وخت کې د پاکستان اساسي اندېښنه له افغان خاورې څخه د تروریزم ټوکېدل دي چې [پاکستان یې] له ډېرو کلونو راهېسې قرباني دی.»

نوموړي ‌وویل چې په دې اړه یې له طالبانو سره « د یوې ګډې او اغیزناکې لارې د جوړولو په اړه خبرې کړي دي. موږ د دغو تروریستي ځواکونو یرغمل نشو کېدای.»

پاکستاني‌ چارواکي ادعا کوي چې له افغانستان څخه د امریکا او ایتلافیانو له وتلو وروسته پاکستاني طالبان په افغانستان کې عملیاتي او د تګ راتګ ښه ازادي لري.

څه موده مخکې ملګرو ملتونو وویل چې د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ پاکستاني طالبانو په افغانستان کې دي. په تېرو څو کلونو کې د امریکا او افغان ځواکونو په بریدونو کې ډېر پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه رد کړي دي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد کارول کېږي او ویلي‌دي ‌چې دوی به هېڅ یوې ډلې ته هم اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاور د نورو هېوادونو په ضد وکاروي.

د افغانستان مخکني حکومت او امریکايي چارواکو د پاکستان پوځ د افغان طالبانو په ساتلو تورنوه او پاکستاني طالبانو د پاکستان په خاوره کې افغان طالبانو ته د جلب او جذب امکانات برابر کړي او پټ ځایونه یې ورکړي‌ وو.

پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو ملګري

افغان طالبانو پاکستاني‌ مقاماتو ته ویلي دي چې له پاکستاني طالبانو سره خبرې وکړې. څه موده مخکې د افغان طالبانو په وساطت د پاکستان د حکومت او «تحریک طالبان پاکستان» ترمنځ یوه میاشت اوربند هم وشو، خو په تېر ډسمبر کې بیا پاکستاني طالبانو خپل بریدونه پیل کړل.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د پاکستاني طالبانو په ضد د افغان طالبانو د اقداماتو په اړه یو بحث کې پاکستاني قانون جوړوونکو ته ویلي دي چې افغان طالبان وايي پاکستاني طالبانو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې له هغوی سره اوږه په اوږه جکړه کړې ده.

راپورونه وايي چې دغو څرګندونو پاکستان مجبور کړی چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په ضد جدي عملیات وکړي‌ او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم پرې وکړي. په تېرو څو اوونیو کې په قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو یو شمېر مهم غړي وژل شوي دي،‌ خو لا چا مسئولیت نه دی اخیستی.

یو پاکستاني چارواکي چې له افغان طالبانو سره یې په دوه اړخیزو خبرو کې برخه اخیستې وه، وايي چې مخکې داسې هیلې وې چې د افغان طالبانو له واکمنۍ وروسته به په پاکستان کې د «تحریک طالبان پاکستان» په څېر ډلو له لوري‌ خشونت پام وړ کمېږي، خو داسې ونشول او« دا په دې مانا ده چې دا ډلې له یو ځای څخه مرستې او پېسې ترلاسه کوي. دا د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ جدي مسئله ده.»

دغه پاکستاني چارواکی نغواړي نوم یې واخیستل شي ځکه چې له مطبوعاتو سره د خبرو اجازه نلري، خو زیاته یې کړه چې «موږ له هغوی [طالبانو] سره په دې مسئلې باندې واضح غږېږو. هغوی خبر دې چې په افغانستان کې ستونزې جوړوونکي افراد شته. خو موږ ته وايي چې دې قضیې ته رسیدګي وخت، زغم او درک ته اړتیا لري.»