شاته

د لاریو چلوونکو مظاهرې د کاناډا او امریکا تر منځ سوداګري زیانمنه کړې

په کاناډا کې د کرونا ویروس د محدودیتونو او قوانینو په خلاف د لارۍ چلوونکو په مشرۍ مظاهره چیانو د کاناډا او امریکا تر منځ په یو سرحدي پل د موټرو تګ راتګ بند کړی.

چارواکي وایي چې د مظاهره چیانو دا کار د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري زیانمنوي.

مظاهره چیان چې د کرونا د خپریدو د مخنیوي له کبله د محدودیتونو پای ته رسیدل غواړي، د Ambassador Bridge یې بند کړی. دا پول چې د امریکا د مشیګن ایالت د کاناډا د اونټاریو ښارونه سره نښلوي، د بندیدو له کبله یې د کاناډا په پایتخت اوټاوا کې هر څه په ټپه دریدلي.

د چارشنبې په ورځ د امریکا له لوري ټول موټر کاناډا ته نشوی اوښتی خو له هغې مخې بیا موټرو اجازه درلوده.

په کاناډا کې چارواکو د مظاهرو په اقتصادي اغیز اندیښنه ښودلې او په فرانسې، اسټرالیا او نیوزلینډ کې هم ورته مظاهرې شویدي.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډ پارلمان ته په وینا کې مظاهره چیانو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل، " د لارو بندول او غیرې قانوني مظاهرې د منلو وړ ندي او په کاروبارونو او فابریکو منفي اغیز کوي".

پداسې حال کې چې د اوټاوا ښاروال د مظاهرو له کبله اضطراري حالت اعلان کړی، پولیسو په یوې اعلامیې کې مظاهره چیانو ته خبردرای ورکړی چې که ژر تر ژره غیرې قانوني کړنې بندې نه کاندي، قانوني چلند به ورسره وشي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وایي چې جمهور رئیس جو بایډن د کاناډایي چارواکو سره په اړیکه کې دی او د دواړو هیوادونو تر منځ د تګ راتګ د لارو په بندیدو یې اندیښنه ښودلې ځکه دا کار د امریکا په اقتصاد هم اغیز کوي.

ها خوا د امریکا د موټر جوړولو (Ford Motor) شرکت ویلي چې د کاناډا د انټوریو په ولایت کې یې خپلې چارې کمې کړي او د ټویټا شرکت بیا ویلي چې په راتلونکو دریو اوونیو کې به ونشي کړی د کاناډا په دریو شرکتونو کې تولیدات ولري ځکه چې مظاهره چیانو لارې بندې کړي.