شاته

د سعودي عربستان په هوایي ډګر د حوثیانو برید شنډ شوی؛ ۱۲ تنه پکې ژوبل شوي

په سعودي عربستان کې چارواکي وایي پوځ د حوثي یاغیانو یوه بې پیلوټه یا ډرون الوتکه په هوا کې له منځه وړې چې د یمن سره سرحد ته نږدې په هوایي ډګر د برید کولو لپاره توغول شوې وه.

چارواکي وایي چې د نسکورې شوې الوتکې ټوټې او پرچې په ځمکه لویدلي او لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې ژوبل شویدي.

حوثي یاغیانو چې ایران یې تر شا ولاړ دی د برید د کولو ادعا کړیده.

دې یاغیانو په ټویټر کې لیکلي چې هدف یې د سعودي عربستان د ابها نړیوال هوایي ډګر و ځکه دې ډلې وایي چې دا هوایي ډګر په یمن کې د نظامي فعالیتونو لپاره کارول کیږي.

حوثیانو تر دې وړاندې هم پدې هوایي ډګر دا ډول بریدونه کړيدي.

د سعودي عربستان سرکاري خبري اژانس د برید په هکله ویلي چې دفاعي ځواکونو یوه ډرون الوتکه له منځه وړې چې د ابها نړیوال هوایي ډګر په لور توغول شوې وه.

په اعلامیې کې ویل شوي، "مونږ به د ملکي هوایي ډګرونو او مسافرینو n ګواښونو په خلاف جدي عملیاتي اقدام وکړو".

په دولسو ټپي شویو کسانو کې د بنګله دیش، هند، نیپال، سریلانکا او فلپین اتباع شامل دي او دوه ټپي شوي د سعودي عربستان اوسیدونکي دي.

عربي هیوادونو ته معمولاً د بهرنیو هیوادونو اتباع د کار لپاره ورځي خو معلومه نده چې ټپي شوي کسان کاریګران که مسافرين دي.

په یمن کې حوثي یاغیان د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو سره جګړه کوي او وخت ناوخته په سعودي او عربي متحده اماراتو د بالاستیک توغندیو او ډرون الوتکو بریدونه کوي.

په بریدونو کې معمولاً هوایي ډګرونه او د تیلو تصفیه خانې په نښه کیږي.