ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغانستان کې نژدې اوه نیم میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی - روغتیا وزارت

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې اوس مهال هره ورځ له نهو زرو څخه زیات کسان د کروناویروس پر وړاندې واکسین کیږي.

31.12.2021 امریکا غږ

دکال ۲۰۱۷نه راپدیخوا پاکستان کې دترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې شوې دي

څيړونکي پاکستان کې دترهګرۍ پيښو کې راغلى زياتوالى د افغانستان د حالاتو سره تړي او مطبوعاتي ريورټونه وايي اګست کې د طالبانو لخوا په کابل له قبضې وروسته تيرو څلور نيمو مياشتو کې پاکستان کې دترهګرۍ ٤٠ لویې واقعات شوي دي.

31.12.2021 ډیوه

د افغان ښځو اندېښنو ته د نجونو، ښځو او بشري حقونو برخه کې د امریکا استازې ځواب

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې ټاکل شوې استازې رینا امیري هغه اندېښنو ته ځواب ویلی چې افغان ښځې ورسره مخ دي. مېرمن امیري پر دې دندې له ټاکل کېدو وروسته په لومړي ځل په خپله ټویټرپاڼه افغان نجونو او ښځو ته ډاډ ورکړی چې په ستونزو یې خبره ده. اغلې امیري لیکلي: "د یوې ښځې او مور په صفت، زه ډېره ښه پوهېږم چې په افغانستان کې ښځې او د هغوی ماشومان د بشري ناورین دروند بار زغمي." مېرمن امیري دوه ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په دې دنده وګمارل شوه. د هغې پر وړاندې لویه ننګونه د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د هغو لاسته راوړنو خوندي کول دي چې اوس د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دي. "کار، ډوډۍ او ازادي" په کابل کې د تېرې شنبې په ورځ د یو شمېر ښځو د شویو لاریونونو شعار و. هغه چې د ښځو د حقونو فعالانې یې بنسټیزې غوښتنې یادوي او په عملي کېدو یې ټینګار کوي. د ښځو د حقونو فعاله حلیمه پوپل‌زۍ د افغانستان لپاره د نجونو، ښځو او بشر حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړې استازې رینا امیري غواړي چې د افغان ښځو دا غوښتنې له پامه ونه‌غورځوي او خوندیتوب ته‌یې ډېر پام وکړي. دا وايي: "ټول پوهېږو چې دوی له ښځو سره تاوتریخوالی کوي. ان د ښځو هغه لومړني حقونه چې زده‌کړه او له کوره دباندې د تلو حق دی، ترې سلب شوی. دا ډېره مهمه ده چې نړۍ افغان ښځو ته پاملرنه وکړي." د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج بیا وايي، افغان ښځې یوازې خپل مشروع حق غواړي او داسې هېڅ غوښتنه نه‌لري چې د اسلام او افغاني کلتور سره ټکر کې وي. اغلې سراج زیاتوي: "افغان ښځې هر څه ته اړتیا لري. زده‌کړو ته اړتیا لري، کار ته اړتیا لري، پیسو ته اړتیا لري، د تګ راتګ ازادۍ ته اړتیا لري چې له یو ځای بل ځای ته ولاړې شي. هغه ډول چې نارینه ورته اړتیا لري. داسې څه ځانګړي نه‌شته چې افغان ښځې یې باید حتماً ولري، بلکې دا ټول باید ولري." د طالبانو حکومت له پیل راهیسې افغان ښځو او نجونو د دې حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره په ځلونو لاریونونه هم کړي. په تېرو ۲۰ کلونو کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار او ټولنیزې ازادۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی و، خو د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د دې ټولو د له‌منځه تلو په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي. د طالبانو حکومت د واکمنۍ له پیل سره سم، له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو او ښځو په تګ بندیز ولګول شو. تر خوا یې په دولتي ادارو کې هم د ښځو کار محدود شوی او په لوړو دولتي پوسټونو هم هېڅ ښځه نه‌ده ګمارل شوې. خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو حکومت وايي، بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته ژمن دي او ژر به ښوونځیو او پوهنتونونو ته د دوی د تلو اجازه هم ورکړل شي. د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره هم د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو یو له مهمو شرایطو  بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته ژمنتیا ده، هغه چې د طالبانو د حکومت وروستیو وضع شویو اصولو یې د نه‌منلو اندېښنې زیاتې کړي.

31.12.2021 ازادي راډیو

څېړونکي:افغانستان ته دګوتې نیولو پځائ باید پاکستان دترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه واخلي

د خېبر پښتونخوا ترهګرۍ ضد ادارې ويلي چې 90 سلنه ترهګرۍ ډلې په افغانستان کې د منصوبه بندۍ وروسته د پوليو ټيمونو په ګډون دسي پيک پروژې او نورې اقتصادي هلې ځلې په نخښه کوي۔

31.12.2021 ډیوه

شمالي وزیرستان:خیسور کې دعملیاتو په مهال کرځبندیز پرځائ کړل شوی

دشمالي وزیرستان دمیر علي خیسور سیمې خلک  وايي د عملياتو پرمهال دغه سیمه کې ګرځبندیز یا کرفیو پرځائ  کړل شوې او په علاقه کې په دې یخنې کې عام خلک بند ساتل کیږي خو امنیتي سرچینې وایي دا رسمي کرفیو نه ده کیږي.

31.12.2021 ډیوه

ازبکستان افغانستان ته د صادراتي برښنا قرارداد د ۲۰۲۲ کال تر پای پورې تمدید کړ

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د افغانستان او ازبکستان د برښنا تړون تر ۲۰۰۲ میلادي کال تر پای پورې وغزول شو.

31.12.2021 امریکا غږ

پوځ: په ټانک کې دوه ترهګر او په شمالي وزيرستان کې څلور سرتيري وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي، د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې يې د ترهګرو د موجودګۍ د استخباراتي خبر په اساس عمليات کړي او دوه ترهګر يې وژلي دي. بل لور ته پوځ ویلي، په شمالي وزیرستان کې په عملياتو يو ترهګر نيول شوی او په نښته کې څلور سرتيري وژل شوي دي.

31.12.2021 ډیوه

د بلوچستان ایالت کویټه کې چاودنې څلور کسان وژلي ۱۵ ټپيان دي

د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د بلوچستان مرکز کویټه کې ماین چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

31.12.2021 امریکا غږ

افغانستان: طالبانو په ږيره خرييلو بندېز لګولی

په افغانستان کې واکمنو طالبانو په ښځو د سفري بندېز يوه ورځ وروسته په نايي خانو کې د سړو په ږيره خرييلو هم بندېز لګولی دی، او دغه کار ته يې غېر اسلامي ویلي دي.

31.12.2021 ډیوه

کوټه: په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي، 15 ټپيان شوي

د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار  کوټه کې په چاودنه کې 14 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د کوټې د پوليسو په خبره چاودنه د زیارت/ پنجشنبې په ماښام (30دسمبر) د ښار په اېم اې سړک د سايسن کالج د دروازې مخې ته شوې ده.

31.12.2021 ډیوه

بایډن او پوتین د اوکراین په اړه روښانه وغږیدل خو په دیپلوماسۍ یې‌ ټینګار

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن او د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ ( مرغومي نهمه) د دواړو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالو د رفع کیدو په اړه تقریبا یو ساعت خبري وکړې.

31.12.2021 امریکا غږ

کولراډو کې د اورلګیدنو له امله زر ګونو کسانو ته د وتلو امر شوی

د امریکا د متحده ایالتونو په کولراډو ایالت کې د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ (مرغومي نهمه) زرګونو خلکو ته امر شوی چې له خپلو کورونو څخه ووځي.

31.12.2021 امریکا غږ

د کابل سقوط؛ د وروستیو پيښو او له افغانستان نه د غني‌ وتلو په اړه د صالح روایت

د افغانستان پخواني‌ ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه مرستیال امرالله صالح له افغانستان څخه د غني د وتلو په اړه دوه بیلابیل روایتونه وړاندې کړي دي. 

31.12.2021 امریکا غږ

د امریکا د کډوالۍ ادارې د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو اداره (USCIS) پدې تیرو څو اونیو کې د سلګونو افغانانو غوښتنلیکونه رد کړي چې په امریکا کې یې د بشردوستانه اقامت لپاره سپارلي و.

30.12.2021 امریکا غږ

پاکستان له افغانستان سره د ۱۸ سوه ټنو غنمو مرسته وکړه

له افغانستان سره د پاکستان د ۲۸ ملیونه امریکایي ډالرو بشري مرستو په ترڅ کې د غنو لومړنۍ جوپه افغان چارواکو ته وسپارل شوه.

30.12.2021 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more