شاته

طالبان افغانستان سره مرستو په اړه له نړیوالې ټولنې سره مستقیمې خبري غواړي

طالبانو د پنجشنبې په ورځ فبروري لسمه (سلواغې ۲۱) له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه له نړیوالې ټولنې سره د مستقیمو خبرو غوښتنه وکړه.

په ژنیف کې د طالبانو یوه هیئت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په داسې حال کې له افغانستان سره د بشري مرستو د برابریدو په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې چې تر اوسه د هغوی حاکمیت هیڅ هیواد په رسمیت ندی پيژندلی.

د طالبانو دغه لس کسیز هیئت ته چې د عامي روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد هم پکې شامل دی د سویس د Appel de Geneve موسسې له خوا چې د جګړې په زونونو کې د ملکي خلکو د ساتلو لپاره کمپاین کوي او د کلونو راهیسې یې په افغانستان کې فعالیت کاوه، بلنه ورکړل شوېده.

د طالبانو هیئت چې د غیر دولتي موسساتو سره د خبرو په هدف په سویس کې دی، پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د بشري مرستو په اړه د اسلامي امارت سره د شفافیت او حسات کتاب پر اساس پرمخ ولاړ شي.

په اعلامیه کې څرګنده شوي:"له ټولو مرسته رسونکو بنسټونو غواړو چې له افغانانو سره د بشر دوستانه مرستو د تسهیل او تدارکاتو، د پولو د پرانیستل کیدو او د بشري مرستو لپاره د یوه خوندي دهیلیز د رامنځ ته کیدو په برخه کې مرسته وکړئ."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو د بیا واکمنیدو او د امریکایي او نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته اقتصادي او مالي کړکیچ د افغانستان د کابو نیمایي اتباعو ژوند له قحطۍ سره تهدید سره کړی دی.

ملګرو ملتونو د افغانستان د سقوط د مخنیوي په هدف د میاشتو راهیسې د اګست میاشتې راهیسې پر افغانستان د بندیزونو د کمیدو لپاره هڅه کړیده.

طالبانو ددې سفر په جریان کې همدارنګه وکړای شول چې د سویس د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د روغتیا د نړیوال سازمان د رئیس ، د سره صلیب د کمیتې او د اروپايي دیپلوماتانو سره وګوري. خو دا ټول ملاقاتونه د تړلو ورونو تر شاه وو.

سویس د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۰ وویل دا سفر "د مشروعیت یا په رسمیت پيژندل ندي" او ټینګار یې وکړ چې په روښانه یې بشري حقونو ، نړیوالو بشري قوانینو او د ملکي کسانو خوندیتوب ته د درناوي په برخه کې طالبانو ته خپل توقعات بیان کړل.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي چې نړیواله ټولنه له نجونو او میرمنو سره چې په تیرو شلو کلونو کې یې پرمختګ کړی، د طالبانو د چلند له امله ټکان خوړلی دی.