شاته

د امریکا بي ۵۲ بم غورځوونکي الوتکي د نظامي تمرینونو لپاره بریټانیا ته رسیدلي

د متحدو ایالتونو هوایي پوځ د پنجشنبې په ورځ فبروري لسمه (سلواغې ۲۱) اعلان وکړ چې یو شمیر بي ۵۲ بم غورځونکي الوتکي د ناټو په نظامي تمرینونو کې د ګډون لپاره بریټانیا ته رسیدلي دي.

امریکا په داسې حال کې دغه سترې جنګي الوتکي بریټانیا ته استولي چې د اوکراین پر سر د لودیځ او روسیې ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي.

په اروپا کې د امریکا د هوایي ځواک قومندانۍ په یوې بیانیه کې ویلي دي چې دغه الوتکي، اوړند وسایل او پرسونل د لندن لودیځ طرف په ۱۵۰ کیلو متري کې د شاهي هوایي ځواک یوه مرکز ته رسیدلي دي.

خو دا تر اوسه روښانه شوې نده چې څومره امریکایي الوتکې به د ناټو په پلان شویو نظامي تمرینونو کې ګډون وکړي.

بیانه کې ویل شوي دي چې ددغو سترو جنګي الوتکو د استولو هدف د متحدینو ترمنځ د همکارۍ او عملیاتي قابلیتونو زیاتوالی ښودل شوی دی.

په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې د بي ۵۲ بم غورځونکو د استولو هدف د ناټو متحدینو او شریکانو ته د امریکا تعهد ښکاره کوي او دا اقدام د ناټو د جمعي حاکمیت او امنیت د ساتلو ښکارندويي کوي.

د امریکا دغه سترې جنګي الوتکي په داسې حال کې بریټانیا ته استول شوي دي چې غربي‌ هیوادونه پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په اړه اندیښنه لري ځکه مسکو د هغه هیواد پولې ته نږدې په لس ګونه زره پوځیان ځای پرځای کړي دي.

بلخوا د امریکا سمندري ځواکونو د پنجشنبې په ورځ وویل چې څلور تیز رفتاره جنګي بیړۍ تیره میاشت د نظامي تمرینونو په هدف د مدیترانې سمندرګي ته رسیدلي دي.

مسکو له اوکراین سره پولې ته نږدې څه باندې سل زره پوځیان او په بلاروس کې شاوخوا ۲۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي ، هغه هیوادونه چې پکې نظامي تمرینونه کوي.

غرب اندیښنه لري چې روسیه د پوځیانو په استولو سره ممکن هره شیبه پر اوکراین نظامي برید وکړي ، هغه ادعا چې مسکو تل رد کړې ده.